د ویالې پر غاړه نرۍ کږه وږه لاره وتلې وه خو نه پوهیدم چې تر کومه ځي او تر کومه به پرې ځم.
لنډه راته د شامتورې په څیر یوه مرغۍ په خاورو کې پرته وه. وړې کوخۍ ( حشرې) پرې راغونډې وې، مرغۍ مړه وه. ورته ودریدم. تور میږیان پر بوټانو راوختل. پښې مې ودربولې چې کوز شي. دې نورو خزنده و ته ځیر شوم. له ځان سره مې وویل:
( شامتوره به مړه شوې وي؟)
( چا به وژلې وي؟)
( په پراګ کې خو د مرغانو ښکار هم څوک نه کوي؟).
د ستړیا احساس مې وکړ. بیرته راوګرځیدم. پورته مې وکتل. خړې وریځې د غونډیو له سره په ځغاسته راروانې وې او د شین اسمان لمنې یې نیولې.
پای، پراګ ۲۰۱۵
له درانه لیکوال څخه ئې مننه ! ډیره ښه او له معنی ډکه لنډه کیسه ده ۰
یو متل دئ چه :مرګ ته ځوان او زوړیو شئ دئ. نو دلته مالومه نه ده چه دا مرغی ځوانه وه او که زړه . که زړه وه نویا ناروغه وه اویاخو ئې عځل راغلئ وو. نو که ځوانه وه ،بیا مالومه نه ده چه پراګۍ وه اویا بهرنې؛
که پراګې وه نودوریځې او تیارې هوا، دآروپائي سختو کارو اوسترس څخه ئې د زړه یا مغزي سکته کړې۰
که بهرنې وه نو حتماًمهاجره وه،او دپردیسۍ له ډیره غمه اوخپګانه ئې زره چاودلې ده. نو دلته یو بل متل را په یاد شو چه وائې :مرګ حق دئ خوګور او کفن کښې شک دئ۰
ځکه : چه که دا مضر میږیان ستاسوپه پښو نه وای را ختلي کیدای شوای چه تاسو پاتې شوی وای او دامړه مرغۍ مو ښخه کړې وای خو د وږو حشرو اومیږیانو له لاسه مو دمرغۍ مړی په لاره پریښود او د ستړیا له له احساسه لاړئ ،بیا یو متل دی چه : پښې ستړې ښې دي ،نه زړه ستړئ۰
لـــــــکـه: زمــــــــــــــــــــوږ۰