پاکستانۍ ماډله

تاند- پاکستانۍ ماډله عیان علي د شنبې په سهار په راولپنډۍ کې محکمې ته حاضره شوه چې د پیسو د غیرقانوني ایستلو په اړه تورونو ته ځواب ووايي.دې له پاکستانه ۵لکه امریکايي ډالر ایستل. دا وايي چې دا پیسې یې د پلورلي کور دي او په دې نه وه خبره چې په بکس کې له هیواده د دومره پیسو ایستل جرم دی.

له پاکستانه یو څوک په یو وخت تر ۱۰ زره ډالرو پوري ایستلی شي.

محکمې ته د عیان علي د تګ په مهال سخت امنیتي تدابیر غوره شوي وو ځکه چې پاکستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې هم تروریزم زېږوي او هم د تروریزم ښکار دی.

عیان د مارچ په څوارلسمه د پاکستان د ګکرک د مامورینو له لوري په هوايي ډګر کې له ۵ لکه ډالرو سره ونیول شوه.

خو اوس پر دې تور دی چې ناپاکې پیسې یې سپینولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *