تاند- د افغانستان ملي شورا( مشرانو او ولسي جرګو) بالاخره د انتخاباتو قانون له یو لړ تعدیلاتو وروسته تصویب کړ.
د ملي شورا له خوا د انتخاباتو د قانون تصویب د افغانستان د راتلونکي کال د انتخاباتو د تیاریو لور ته مهم ګام دی.
دا قانون، چې ولسي جرګې څه موده مخکې د دوهم ځل لپاره له یو لړ بدلونونو وروسته تصویب کړی و، مشرانو جرګې پکې نور تعدیلات راوستل. وروسته دواړو جرګو پر دغه قانون یو جوړجاړي ته د رسېدو لپاره ګډه غونډه وکړه.
د دې لپاره چې دا قانوني لایحه پر قانون بدله شي د ولسمشر توشیح(لاسلیک) ته اړتیا لري. ګومان نه کېږي چې ولسمشر به یې بیا هم رد کړي. ښاغلي کرزي مخکې په دې لایحه کې یو لړ تغییرات راوستي و.
یو بل قانون، چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسون د غړیو مسوولیتونه یې په ګوته کول، تر دې لږ مخکې تصویب شوی او اوس ارګ ته استول شوی چې ولسمشر یې توشیح کړي.
د ولسي جرګې دوو غړیو تاند ته وویل چې د انتخاباتو د قانون لایحه د دواړو جرګو د څوارلس ګومارل شویو غړیو له لوري تر څېړنې او بحث وروسته نن /دوشنبه/ تصویب شوه.
د دواړو قوانینو تصویب د راتلونکي کال د حمل د شپاړسمې (۲۰۰۴ اپریل ۵) انتخاباتو ته لار اواروي.
د انتخاباتو کمیسون خبرداری ورکړی و چې که ملي شورا دا قانون ژر تصویب نه کړي دوی مجبوره دي چې د پخواني قانون پراساس انتخاباتو ته تیاري ونیسي.
تراوسه پوري څرګنده نه ده چې د راتلونکي کال د ولسمشرۍ انتخاباتو ته څوک ځان کاندیدوي.
له یوې خوا د ملي اجماع خبرې کېږي، چې ډېر یې په تېرو دوولس کلونو کې د بهرنیانو له راتګ
سره پر افغانستان د واکمن کړای شویو ډلو ترمنځ د واک وېش بولي او له بلې خوا ځیني ډلې وايي چې پر معین کاندید یې سلا کړې ده.
د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف یوه غړي او ویندوی ښاغلي سانچارکي ویلي چې دوی پر کاندید موافقې ته رسېدلي دي. سانچارکي ونه ویل چې کاندید یې څوک دی خو یادونه یې وکړه چې د احمد ضیا مسعود په مشرۍ له ملي جبهې او نورو ډلو سره هم خبرې کوي څو د ټولو موافق نظر ترلاسه کړي.