اباسین روان

سهار وختي په شکېدلو جامو کې د بازار په لور روان شوم، غوښتل مې غلا وکړم او یو څه پیسې پیدا کړم، له خلکو مې جیبونه ووهل او پیسې مې جیب ته واچولې؛ خو زه نه پوهېدم، چې د جیب لاندې برخه مې پرې ده او هر څه مې چې جیب ته اچولي دي، بېرته په ځمکه غورځیدلي دي، تر ماسپښینه پورې مې بلا جیبونه ووهل او په ډېرې خوشحالۍ سره مې کلي ته د تلو هوډ وکړ، چېرته په یوه غټه لارۍ باندې واوښتم، چې زموږ تر کلي پورې مې بغیر له پیسو ورسوي، غټ موټر روان شو او زه هم پکې پلن وغځېدم، همدا وخت و چې خپل جیب ته مې پام شو، هیڅ شی هم پکې نشته او ټولې پیسې په هغه سوري وتلې دي چې زما په جیب کې و، له ډېره درده مې چیغې او نارې پیل کړې چې؛ زما پیسې، زما پیسې!.

همدا وخت و، چې موټروان موټر ودروه، پام یې وکړ، چې څوک یې په موټر کې شاته ناست دی؟ راغی او زه یې له لاسه ونیولم او یو څو څپېړې یې ښه ګرم کړم او بیا یې له موټره ښکته راګوزار کړم اوپه قهر یې وویل: غله! په پټه زما موټر ته څنګه راپورته شوی یې؟ ما هم بله چاره نه درلوده، چې کوم کرایي موټر کې کلي ته لاړ شم، ځکه چې یوه روپۍ هم راسره نه وه، کلي ته په پښو روان شوم، ماښام نږدې و، چې کلي ته ورسېدم، د کور په وره دننه شوم، ګورم، چې پلار مې د یو غټ کوتک سره ماته ولاړ دی.

راته یې وویل، چې ته چېرته تللی وې؟ نن ټوله ورځ دې چېرته تېره کړه؟ هه! بیا یې یو څو کوتکه ښه ووهلم، ما نارې پیل کړې او په کوټه مې ورمنډه کړه، ناڅاپه مې سر د کوټې د دروازې په غټ قلف ولګېده، ښکته راګوزار شوم، ټول په وینو سور شوم، مور مې هم راورسېده، هغې ژړل، د پلار له لاسه مې کوتک ولوېده، ټول بدن یې په رپېدو شو او زما خواته یې رامنډه کړه، زویه، زویه! ما خو داسې نه غوښتل زویه!

مور مې چیغې وهلې، سړیه! ستا د لاسه داسې شو، هله موټر روانیسه، چې بازار ته یې یوسو، خو زما د وجود ټوله وینه ختمه شوې وه او داسې ښکارېده، چې په یو ابدي خوب ویده یم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *