لاسونه یې زړې ښځې، دوو پیغلو او یوهٔ کوچني هلک په ټول قوت سره کلک نیولي وو. له هر ځل زور او هرې جټکې سره به یې په سوراو سپین مخ کې شین والی هم راښکاره شو. له یوڅو ثانیو ناتوانه مقاومت وروسته به یې ژوره ساه وایستله. وجود به یې سست او بې حرکته شو، سر به یې د زړې ښځې په غیږ کې کېښود.
د کوټې برسر ته په توشک باندې ناست ټیټکی ځوان د لرګي کوچنۍ بې ښیښو المارۍ ته کوږ شو او یو زوړ کتاب یې ترې راواخیسته. ځوانکی خپلو ورځنیو کارونو کې ډیرمصروف ښکاره کېده، خو حرکات یې آرام وو او ناستو کسانو ته یې داسې احساس ورکاوه چې دته هره ورځ له نیږدې او لرې کلیو نه په لسګونو داسې ناروغان راځې، کومه د تشویش وړ خبره نه ده.
ناروغه نجلۍ چې د عمر نه اوولس- اتلس کلنه مالومېدله، له دویمې جټکې وروسته هماغسې بې سده پرته وه. زړې ښځې یې د مخ نه ویښتان لرې کړل او په سر او سینه باندې یې ورته زړوکې سم کړ.
ځوانکي د کتاب ختلې پاڼې په ډیر دقت او احتیاط سره په کومې خاصې جملې یا پاراګراف پسې اړولې راړولې. له دروـ څلورو دقیقو ځنډ وروسته یې د کتاب په یوه برخه کې د شهادت ګوته کېښودله او بند یې کړ. سترګې یې پټې کړې او غلي یې د کومې دعا په لوستلو پیل وکړ. ناستو کسانو ورته په زیر او حیرانتیا سره کتل. لږ ځنډ وروسته یې سترګې پرانیستلې او د ناروغې طرف ته یې درې اوږده- اوږده پوکي (چوفونه) وکړل. له دریم پوکي وروسته بیرته المارۍ ته کوږ شو، کتاب یې په خپل ځای کې کېښود او د زړې ښځې نه یې د خپل مسلک په ځانګړي انداز پوښتنه وکړه:
- دا دې څه ده او د کلنه دسې شوې؟
زړې ښځې زړوکی سم کړ. پلو یې خولې ته ونیو، په خپه او ستومانه لهجه یې وویل:
- لور مې ده. میشت یې کیږي چې همدسې سرګومه پرته يي. نه څه خوري، نه چا سره خبرې کوي. میشت مخکې بد نصیبې بله لور راوړله. تیره شپه یې خاوند…
زړې ښځې غوښتل ځوانکي ته ټوله کیسه وکړي خو هغه ډیرو جزیاتو ته پرېنښودله او یو په بل پسې یې ترې څو نورې پوښتنې هم وکړې چې د وادنه مخکې خو ورباندې بل چا جرګه (مرکه) نه وه کړې، په نیږدې وخت کې خو د چا غم ښادۍ ته نه ده تللې، کور کې خو توره پیشو یا بزه نه لري او یا خو به یې د کور په خوا و شا کې شاړه کلا یا کنډر نه وي. زړې ښځې د ځوانکي له غوښتنې سره سم په لنډو ټکو کې له اولې پوښتنې پرته نورو ټولو ته منفي ځواب ورکړ.
ځوانکي د خپلې مخې نه د لرګي کوچنی میز یوې ډډې ته کړ او راپورته شو. د ناروغې خواته ورغی، د پښو په سر ورته مخامخ کښېناسته. زړې ښځې ته یې اشاره وکړه چې رابیداره یې کړي. ناروغې سترګې پرانیستلې. له تیرې یوې میاشتې دوامداره زهني نارامۍ او ژور اضطراب له وجې یې وجود کمزوری شوی و او سترګو یې ګردچاپیره خرمايي رنګه حلقې نیولې وې. لومړی یې سترګې په غیر ارادي ډول د کوټې په چونه شویو خټینو دیوالونو پرېوتې. بیا یې د ټوټې مسطحه شوي چت ته وکتلې، بیرته یې سترګې پټې کړې. ځوانکي یې سر تیز وښوراوه او پوښتنه یې ترې وکړه:
- څوک استۍ (یاست) او دا معصومه جنۍ ولې په عزابوئ!؟
له دویم ځل سترګو پرانیستلو سره ناروغه متوجې شوه چې بل ځای کې ده. مخې ته یې یو نابلده څوکړ ګیری ځوان ناست دی او څه ورته وايي. خو داسې نه پوهیدله چې نیم ساعت مخکې یې وضیعت څنګه و او دلته د څه لپاره راوستل شوې ده. غوښتل یې بیرته سترګې پټې کړي او ویده شي خو ځوانکي ترې دا ځل په یوڅه تونده لهجه بیا پوښتنه وکړه:
- ویم څوک استۍ او دغې بې ګناه جنۍ نه څه غواړئ!؟ شرمیږۍ نه وړه د تي لور ور په غاړه ده!؟
له وروستۍ خبرې سره ناروغه په زهني لحاظ نوره هم بیداره شوه. سر یې د زړې ښځې له غږیږې راپورته کړ، غوښتل یې څه ووايي خو ژامې یې یوتربله سره نښتې وې. کوچني هلک د ځوانکي په غوښتنه ګیلاس کې اوبه راوړې. د ناروغې لاسونه ریږدیدل، په تکلیف سره یې د اوبونه یو ګوټ وکړ، نورې یې په ګریوان کې تویې شوې. ځوانکي خپلې پوښتنې بیا تکرار کړې چې څوک دي او له دغې بې ګناه نجلۍ څه غواړي. خو ناروغه هماغسې غلې وه. د ناروغې پرله پسې خاموشۍ د ځوانکي حوصله تنګه کړه، دروند اسوېلی یې وکړ. د المارۍ خواته ورغی، یوه اوږده تنکۍ لښته یې راواخیستله، بیرته د ناروغې خواته ورغی. ورکوږ شو او سترګې یې ورله په سترګو کې واچولې:
- ګورئ زه نه غواړم په په تکلیف مو کړم. پقت دونه راته ووایئ چې څوک استۍ او د دغې جنۍ نه څه غواړئ!؟
ناروغه د ځوانکي له قهرجنو سترګو او ګواښوونکي لهجې وویریدله او د هغه زورونکي چلند نارامه فکرونه یې د سترګو په رپ کې بیا په عصابو باندې مسلط شول چې د دویمې لور له زیږیدلو وروسته وروسره د خاوند د کورنۍ لخوا کیده. زړه یې ټکان پیدا کړ او وارخطا شوله. غوښتل یې ځوانکي ته ووايي په سر یې درد دی، ژامې یې نښتي، خبرې نه شي کولی او کومې پوښتنې چې ترې دی کوي نه پوهیږي چې څه ځواب ورکړي. خو له ډیر کوښښ وروسته یې د خولې نه یواځې “ززهههههه!” غږ راووته.
د ځوانکي حوصله ختمه شوه. ناستو کسانو ته يې وویل چې ناروغه له مټو کلکه ونیسي او ورغوي یې د هغه خواته پورته کړي. نارغې مقاومت ونه کړ، نه پوهیدله چې څه روان دي. ځوانکی له خپله ځایه یو قدم وروسته شو. ښي لاس کې نیولې لښته یې پورته کړله، چې د دوکان مسطحه شوي چت سره ولګیدله، په ټول قوت سره یې د ناروغې په لاسونو باندې ګزار وکړ. ناروغه د لښتې ناڅاپي ګزار سره هیجاني شوله، له ډیره درده یې تیزه کړیکه وکړه. کوښښ یې وکړ چې لاسونه خلاص کړي خو کلک نیول شوي وو. له دریم او څلورم ګزار سره ناروغې په خلاص زړه ژړل. ځوانکي له هر ګزار سره “هه” ناره کوله او پوښتنه به یې کوله چې خبرې ورسره کوي که نه. په لاسونو باندې له څو پرله پسې ناړامه ګزارونو وروسته ځوانکي په ترتیب سره د ناروغې پښې، ورنونه او بیا یې ورله ملا ووهله.
له پینځو دقیقو وهلو او ټکولو وروسته د ناروغې غږ کښېناسته، اوس به د لښتې له هر ګزار سره ورو وخوځیدله او غلی فریاد به یې وکړ. د ناروغې بې حسه وجود ځوانکی ناهیلی کړ. فکر یې وکړ چې نور نه کیږي. خپل ځای ته لاړ، توشک باندې کښېناست، د ګریوان تڼۍ یې پرانیستلې او څادر باندې یې د تندي او سینې خولې وچې کړې. ورسته یې د میز په سر د پرتو کاغذونو له بنډل نه یوه سپینه پاڼه راوویستله. پاڼه یې په څلورو مساوي برخو وویشله، درې برخې یې بېرته بنډل کې وټومبلې او څلورمه باندې یې په شین قلم یو ډول مربعي شکلونه جوړ کړل او د هر شکل په منځ کې یې ځنې عربي توري ولیکل او بیا یې د ژبې، لاړو او ګوتو په کارولو سره په ډیر مهارت تاو راتاو کړله. د کاغذ تاو شوې پرزه یې د ناروغې مور ته ونیوله او له اصلي موضوع نه یې خبره کړه:
- پینځلس تنه هندوان ورسره یوځای شوي! پوره پینځلس!! دا تعویذ به چې څنګه کور ته ورسیدلې په یوه پاک پلاستیک او درې شنو بخملي پوخونو کې به یې وګنډې او په غاړه کې به یې ورته واچوې…
ځوانکی غوسه و. د ناروغې مور یې را ایساره کړه چې ولې یې ورته مخکې نه راوستله ځکه هندو مزهبي پیریان خطرناکه وي او په اسانۍ سره خبرو ته نه تیاریږي. زړې ښځې ته یې ډاډ ورکړ چې د تعویذ سره به بیګا ته د ناروغې وضیعت یوڅه ښه وي. خو ټینګار یې وکړ چې سبا سهار وختي یې حتماً بیا ور ولي. ویل یې کوښښ به وکړي چې په یو نه یو ډول یې په خبرو راولي. له “شکرانې” ورکولو وروسته ناستو کسانو ناروغه له مټو ونیوله، په مشکل سره یې راپورته کړله او د ځوانکي له دوکانه ووتل. ناروغې د لاسونو ګوتې خلاصې نیولې وې، سترګې یې له اوښکو ډکې وې او د پښو په څوکو په ډیر تکلیف سره د کنړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ کې د خپل پلار د کور په لور روانه وه.
پای
م- ن ساپی
د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۳۱ شمه
کابل