تاند- د افغانستان په مرکزي ولایت بامیان کې د سوداګرو ښځو لپاره د یوه دایمي بازار د بنسټ ډبره کیښودل شوه.
په دې بازار کې به، چې په خپل ډول کې د افغانستان لومړنی بازار دی، د سوداګرو ښځو د محصولاتو د پلورلو لپاره په ابتدا کې ۱۹ دوکانونه جوړ شي.
د بامیان او مرکزي سیمو اوسېدونکي د خپل وسعت نظر له کبله په تعلیم کې هم مخکښ دی. د دې سیمې په تعلیمي ادارو کې د نجونو فیصدي هلکانو ته نژدې شوې ده.
د بامیان د سوداګرۍ خونې عامل مدیر علي رضا حسن زاده پرون وویل چې دا بازار به د بامیان د ښځو د محصولاتو لپاره یو دایمي او ځانګړی آدرس رامنځته کړي .
ښاغلي حسن زاده زیاته کړه ، په دې بازار کې به تر ډیره د ښځو لاسي صنایع او لبنیات پلورل کېږي.
د حسن زاده په وینا اوس د بامیان د سوداګرۍ په خونه کې د سوداګرو ښځو دیرش ټولنې راجستر دي او ۷۴ نورې ښځینه ټولنې، چې په لیري پرتو ولسوالیو کې فعالیت کوي، لا هم په رسمي ډول نه دي راجستر شوي.