عبدالغفور لېوال

عبدالغفور لېوال

چېرته دي شراب ارغواني یوجام ؟

راکړه ستادشونډو الواني یوجام

لاس دسپرلي ښکلی شي چې وشیندي

ستاپرتوروزلفوباراني یوجام

تادې کله سترګو نه پوښتلي دي ؟

چېرته یې څښلی رحماني یوجام؟

ستاپه کوثري خندامې خوله مینځم

څښمه ایتونه اسماني یوجام

اې دښکلاسینده پرسروامې خله

نن مې اړولی مرجاني یوجام

۲۳ حمل ۱۳۹۴

2 thoughts on “خندا / عبدالغفور لېوال”
  1. لاس دسپرلي ښکلی شي چې وشیندي

    ستاپرتوروزلفوباراني یوجام

    واه واه استاد لېوال

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *