سردار محمد همدرد

سردار محمد همدرد – کابل –

هېواد کې مو بيا سياسي غوبل پيل شوی، د ولسمشر او اجرایسشقیشقيه مشر ترمنځ تازه مخالفتونو په اړه بيا ګونګې ګونګې خبرې روانې دي. څوک وايي د ټاکنو لپاره د کميسون د مشرې په ټاکلو مخالفتونه تاوده سول، څوک بيا د دفاع وزارت لپاره د ولسمشر لخوا د وزير نومول د اختلاف اور ته لمن وهل بولي.

که هر څه وي خو اندېښنې ډېرې سوې، په ټول هېواد بيا ويره خوره سوه، او د سوړ پرمختګ څرکونه هم په ورکېدو سول.

دلته مهمه خبره دا ده چې ولسمشرۍ ماڼۍ د هېواد په اداره کولو کې ځان ډېر حقدار بولي خو اجرايه رياست بيا وايي د يوې سياسي هوکړې په پايله کې دا رياست جوړ سوی او د ولسمشرۍ ماڼۍ سره بايد اوږه پر اوږه ونډه ولرم، هره ټاکنه کې بايد له ماسره مشوره وسي، له وزيره تر والي، رئيس، ولسوال، مدير، ملازم او . . .

يا خو دواړو مشرانو په هيڅ ډول د دې هېواد او حکومت جوړېدو ته تمه نسته او يا هم يوه هوښياره کړۍ سته چې لا هم زموږ په زخمي نظام د نفرت مالګې دوړوي.

ورځ تر بلې نوې نوې او نابلدې اورېدل کيږي، د ولسمشر او اجرايه مشر د پلويانو ترمنځ په رسنيو کې نوې نوې خبرې کيږي او د دواړه مشرانو رازونه افشا کيږي، د دې ولس پر سر لا پخوا سودا سوې ده.

وايي، يو کور ته غل ورغلی و، ديوال يې سوری کاوه، د کور خاوند پرې وېښ سوی و، غل ته يې ويلي و څه کوې ځوانه؟

غل ورته ويلي و ډول وهم، کوربه ورته ويلي و دا څنګه ډول دی چې اواز نه کوي، غل ځواب کې ويلي و د دې ډول اواز به سبا سهار واورې.

زموږ د دواړه مشرانو او ولس ترمنځ هم د غل او کوربه کيسه ده، د ملي يووالي د حکومت په جوړېدو ډېرې ژمنې وسوې، چا وويل شپږ مياشتې وروسته حساب راسره وکړئ، چا وويل سوله کوو، چا د فساد ختمېدو سوګندونه واخيستل خو؛ د ډول اواز اوس واورېدل سو.

د ملي حکومت د دواړه مشرانو د اختلافاتو له امله مو هېواد کې سور اور بل دی، ورځ تر بلې د نا امنۍ وحشت خپريږي، خلک وږي سول، فساد اوج ته ورسېد، نږدې هر ولايت کې د خلکو او دولتي چارواکو ترمنځ پټ او سوړ جنګ روان دی، سرپرست واليان پر خلکو تورونه لګوي، د پارلمان وکيلان بيا د خپلو ولايتونو پر ادارو د فساد تورونه تړي، يو لوی ناورين او سوړ جنګ روان دی او ولسمشر او اجرايه مشر د ارګ تر دېوالو دننه په دندو نه جوړيږي.

که په خبرو کېدلی دومره خبرې او ژمنې وسوې چې د ماشومانو پر خولو مو هم د دواړه مشرانو کړې ژمنې اوړي را اوړي.

رسنۍ مو د دواړه مشرانو پر پلانونو، ژمنو او کارونو باندې د ريپوټونو په جوړولو ستړې سوې، خو د کار هيڅ څرک نسته، کار دې هم نه وي، پرمختګ دې هم نه کيږي، خو امنيت او فقر مو په هېواد کې لوی ګواښ دی، د هېواد تر ټولو با امنه ولايتونه مو په دې وروستيو کې د نا امنۍ شاهدان دي، فقر تر ټولو ستره ناروغي ده چې په هېواد مو حاکمه سوه.

د ملي حکومت مشرانو ته به تر کومه انتظار باسو؟ چې امنيت به سم سي، سمه او پاکه اداره به رامنځته سي.

ولس سخت پرېشانه دی، نور د ملي يووالي د حکومت د مشرانو پر ژمنو باور ختم دی، هره اداره، هره کوڅه هر کلي او هر پنډل باندې د دواړه مشرانو تر منځ په اختلافاتو خبرې کيږي، د خلکو اندېښنې ورځ تر بلې ډېريږي، کارونه ورڅخه پاتې دي، غلاوې ډېرې سوي دي او په ټوله کې خلک د يوې لوی پرېشانۍ سره مخ دی.

د ملي يووالي حکومت مشرانو ته پکار ده چې نړۍ خو هسې هم راپورې وخندل، خو د خپل ولس په خاطر، دې نور اختلافات يوې خواته کړي، د هغه خلکو په خاطر چې دوی حکومت کول پرې غواړي، د هېواد نازکو حالاتو ته په کتو سره دې د پوره زغم او حوصلې نه کار واخلي ژر تر ژره دې د روانو اختلافاتو په اړه خپله پرېکړه وکړي، چټک بدلون دې رامنځته کړي او د ولس اندېښنې دې ختمې کړي.

تر ټولو مهمه دا ده چې ولسمشر او اجرايه مشر بايد په خپلو منځو کې د کار ساحې مالومې کړي، خپل صلاحيتونه دې تنظيم او په نښه کړي چې بيا په راتلونکي کې ورته ستونزې رامنځته نه سي. اوسنۍ ستونزې هم له دې امله دي چې د ولسمشر او اجرايه مشر تر منځ د کار ساحه او پولې نه دي مالومې هر څوک په خپله مخه دی، هر څوک خپله پرېکړه کوي چې دغه کار په ټوله کې نظام سقوط ته نږدې کړی دی، او ددې حالاتو ځواب ويونکي هم دغه دواړه مشران دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *