رحمت الله حکیمي

ډېر ځله دیوه شاعر یا لیکوال پنځونه مو په زړه منګولې لګوي وایو ، چې لوړ ه خیال پردازې یې کړې دخیال خبره مو ډیره په خولو اوغوږونو راڅرخي ځینې وخت  په خپله  خیالي جملې په شعر اولیکنه کې کاروو ، غواړم دخیال په ویي خپل خیال درسره شریک کړم .

استاد ناګار صیب دخیال په اړه وایي : (( خیال په لغت کې ګومان ته وایي او په اصطلاح کې هغه قوه ده ، چې مشترک حس یې دمادې دپټیدلو وروسته دمحسوسو صورتونو څخه درک کوي هغه هم په داسې حال کې چې مشترک حس یې هر وخت توجه ورته وکړي ))

خیال دفکر نه لوړ دی لومړی دیوشي په اړه خیالي اټکل کیږي وروسته فکري چوکاټ ته اچول کیږي دحواسو سره دذهن دمخامخ کیدو په پایله کې دمحسوس شوي شي یاد جسم صورت یا شکل پیداکیږي دحسي ادراک په واسطه کیږي یاحسي ادراک بلل کیږي خو کله  چې دغه صورتونه دشیانو سره دمخامخ کیدو پرته په ذهن کې پیداشي خیال بلل کیږي .

دفکر اساس اوبنسټ خیال دی فکر په استدلال ولاړ دی اوخیال په عاطفه  ، دخپل ادراک او احساس په مقابل کې غریزي غبرګون ته عاطفه وايي ، که ووایو چې ( لمر خپلې وزرې له غرو ټولې کړې)  دایوه خیالي جمله ده ، ځکه دلته مو دنزاکت او عاطفي مینه محسوسه کړه کومه چې یو ه چرګه خپل جرګوړي له وزرو لاندې پټوي او له یخنی نه یې ژغوري دلته دلمر په نشتوالي سره دغه یخني دې دهغې یخنی اوسیوري سره ورته وګڼله ، دلته دنزاکت اوعاطفي مینې کشش دی چې دخالق سره پیداکیږي نو دعاطفې پر بنیاد پورتنۍ جمله یوه خیالي جمله ده او که ووایو چې ( لمر ولویدو . ) دایوه وچه خبر ده دتاثر زړي په کې نه لیدل کیږي او دفکر په اساس شوې ځکه دیخنی اوسیوري په محسوسیدو سره طبعي ده ، چې لمر لویدلی  ،  فکر په استدلال ولاړ دی   که یو څوک ووایي چې ولې لمر ولویده ؟ په ځواب کې ویلای شو چې ووایو ، چې د ا دالله (ج) نظام دی که دالمر لویدل نه وای نو ورځ به په کلونو کلونو وای  شپه به مو نه پېژندله نو لمر ولاړ دی اونهه سیاري ترې تاویږي نو دایوفکر ي اټکل دی ځکه استدلال ته یې ضرورت دی .

لومړی باید دا ووایو چې دخیال نه څومره دواقیعت غوښتنه کیږي دلته دلوستونکي یا اوریدونکي دپاره په پیل کې دواقیعت زړي ورک شي خو وروسته تر یو څه فکره کولای شي ، چې واقیعت ته په کې ورسیږي ځکه  چې دفکر اساس خیال دی بله داچې ولې خیالي جملې دومره تاثیرمنې او اثرمني وي علت یې دادی چې خیال  دتشبه ، استعارې ، کنایې اومجاز په ستنو ولاړ وي دستر عارف اوراښاد الفت صیب په خبره : (( که په شعر او ادب کې له خیال  او تخیل څخه کار واخیستل شي او له خیاله نه استفاده وشي له ړندو سترګو هم اوښکې توییږي  او له کاڼو نه سخت زړونه نرموي بل ځای وایي: خیال پټ معنوي قوت دی ، چې له واقعاتو اومحسوساتو نه هغه خواځیني شیان ویني او په غیبي حقایقو پورې زړه تړي په کومه لار چې  خیال تللی شي هلته عقل دړندو په شان ټپریږي او څه نه ویني  دانسان دفکر او عقل ماڼۍ په خیال ولاړه ده))

خیالي خبرې په نظم او نثر دواړو کې کیږي دبیلګې په ډول  دکاظم خان شیدا دابیت رااخلو چې وايي

دافتاب په کمند نه خیژم اسمان ته          نه ږدم بار لکه شبنم په دوش دګلو

په پورته بیت کې دلمر په وړانګو اسمان ته ختل  یوه خیالي خبره ده خو دلته  د(نه )  توری ورسره شوې  دڅه فکرو ورسته دواقیعت داسې  ټغر غوړوي  چې انسان  په خپل ځان باوري کوي  اوباید په خپل ځان تکیه وکړي  ډیر خوږ درس په کې پروت دی .

د بېلګې په ډول د کونډې نجلۍ په کېسه کې مرغۍ سیند ته داسې خبرې کوي لکه کوم شخص ته یې چې سړی وای ( ما په خپله غېږ کې ونېسه ، زما دپاره پرده شه ، تا ته ننواتې راغلې یم هسې نه چې ته هم زما د خواښې او خسر په شان ما ورټي ) دلته دتشخیص صنعت پروت دی اوشاعر  دخیال په مدار داخبره کړې .

پاتې دې نه وي چې احساس ، ادراک ، حافظه ، تفکر اوتخیل دشعورتکمیل کوونکي دي ، شعور دپېژندنې په معنادی د انسان دذهن هغه عالي سطحه ده ، چې ټولې کړنې منسجمې کوي اوټول حرکات پېژني  شعور بلل کیږي .

ادراک : دښو اوبدوتمیز ته وایي ، حافظه مادي وجود نه لري کچیرې مادي وجود لرلای نو دحافظ کولوتوان یې نه لرلو  .

احساس : دپنځه ګونو حسي قواووپه واسطه دمسؤلیت درک کول احساس بلل کیږي .

دتخیل په شمول  پورتني توکي  په شعور کې ساه اخلي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *