تاند- د نارینه وو په نسبت د ښځو سیاسي مالومات کم دي. یوه تازه سروې وایي چې ښځې ان په هغو هېوادونو کې هم چې د ښځو او نارینه وو تر منځ د حقونو مساوات شته، د سیاسي مالوماتو له لرلو سره ډېره دلچسپي نه لري. مثلا ناروې یو هغه هېواد دی چې د ښځو او نارینه وو ترمنځ توپیر پکې خورا ډېر کم دی او جنوبي کوریا یو داسې هېواد دی چې دغه توپیر پکې یو څه زیات دی، مګر د سروې په وخت معلومه شوه چې د ناروې د مېرمنو سیاسي معلومات د جنوبي کوریا تر میرمنو هم کم وو.
دې سروې وښودله چې په ډېرو پرمختللو صنعتي ټولنو لکه امریکا او انګلستان کې د نارینه وو په نسبت د ښځو د سیاسي معلوماتو اندازه لا زیاته کمه ده.
د دې سروې تر سره کوونکو د نړۍ په لسو هیوادونو استرالیا، کاناډا، کولمبیا، یونان، ایټالیا، جاپان، کوریا ، ناروې ، انګلستان او امریکا کې د روانو چارو او داخلي او خارجي خبرونو په اړه د ښځو د معلوماتو د اندازې په باره کې تحقیق کړی دی.
د سروې د ترسره کوونکو په نظر دوی ته څرګنده شوه چې له سیاسي خبرونو سره د ښځو د لېوالتیا د کموالی یو علت دا دی چې اکثره خبرونه له نارینه وو سره تعلق لري او د پېښو په باره کې هم اکثره وخت پوښتنه له نارینه وو کېږي. ښځې که څه هم په کلتوري مسایلو او داسې نورو موضوعاتو کې چې ډېر سیاسي اړخ نه لري ، نسبتا ډېرې پوښتل کېږي، مګر په سیاسي مسایلو کې اویا فیصده پوښتل شوي کسان نارینه وي.
د سروې د ترسره کوونکو په نظر له سیاسي خبرونو او مالوماتو سره د ښځو د دلچسپي د کموالي بل علت دا دی چې دوی په دودیز ډول په کور کې تر نارینه وو ډېرې بوختې وي او د کور تیت و پرک کار دا اجازه نه ورکوي چې خبرونو ته خاص وخت بېل کړي.
د دې سروې په وخت دا هم معلومه شوه چې په پرمختللیو صنعتي هېوادونو کې بوډاګان تر ځوانانو زیات خبرونه اوري او له سیاسي حالاتو ځانونه نسبتا زیات خبر ساتي.