په اجتماعي علوموکې ځینې توکي ټولنملی، جامع او مانع پېژندنه نه لري، لکه: شعر او داسې نور توکي.

د هرې ټولنې د ښکلا ارزښتونه، ښه او بدو معیار ټاکنه او داسې نور مسایل سره فرق کوي، نو ځکه د شعر لپاره یو تعریف چې د ټولو خلکو لپاره د منلو وړ وي نه لرو.

ناول او رومان هم لکه د ادب د نورو منظومو او منثورو ډولونو په څېر کومه ځانګړې، ټاکلې،کوټلې او د ټولو له خوا منلې پېژندنه نه لري.

ادبپوهانو یې بېلابېلو ځانګړنو ته په کتنې او پاملرنې یو لړ توضیحي او تشریحي پېژندنې وړاندې کړي دي، چې مشتر ک ټکي پکې ډېر دي.

ناول هغه نثري کیسې یا داستان ته وایي، چې له لنډې کیسې څخه لوی او د رومان څخه لنډه وي یا ناول هغه نثري کیسه ده، چې کله فرضي او کله حقیقي پیښه پکې ښودل شوې وي، چې د رښتیا ګومان پرې کېږي.

رومان هغه کیسې ته وایي، چې له ناول څخه اوږده وي او د ژوند ډېرې اوبېلابېلې خواوې پکې ښکاره شوي وي او د پیښو د یوې سترې لړۍ پتصویر په ادبي کالب کې ځایوي.

د ناول نننی پیشرفته ژانر قدامت په بل شکل ډېر پخوانی دی. په قران کریم او نورو اسماني کتابونو کې د الهي ارشاداتو ډېره برخه د کیسو په بڼه راغلې دي.

د حضرت نوح (ع)، حضرت ابراهیم (ع)، حضرت عیسی (ع) او نورو پیغمبرانو حال د پند او عبرت لپاره د کیسوپه ډول بیان شوی دی.

لکه څنګه چې د لیک او ژبې پیداپښت د حضرت ادم (ع) نه پیل کېږي، دغه ډول د کیسې پیدایښت هم د ادم (ع) او یا د دې څخه هم پخوانی تاریخ لري.

د لرغون پېژندونکیو د تحقیق پر اساس د لیک تاریخچه د میلاد څخه پنځه زره کاله له مخې پیل شوې ده.

په دې لړ کې لومړنۍ لیکل شوې کیسې د میلاده دوه زره کاله پخوا په مصر کې د ونو پر پوستکو لیکل شوي دي او تر لاسه شوي دي.

دا کیسې د مصر د خوفو کورنۍ په پاچاهانو یا واکمنانو کې درېیم پاچا ته د هغه زامنو ویلي دي. دا هماغه پاچا و، چې د مصر مشهور احرامونه یې په غوښتنه جوړ شوي دي، چې د نړۍ له مشهورو عجایبو ځینې دي.

له دې وروسته ډېرې ډېرې پخوانۍ کیسې د یوناني ژبې د ایسپ فیبلز په نامه مشهورې دي، چې پښتانه ورته د لقمان حکیم کیسې وايي. د دغو کیسو مجموعه د میلاد څخه دمخه په دویمه پیړۍ کې بیبریس لیکلې وې، د دغو کیسو پښتو ژباړه میجر راورټي د ایسپ الحکیم په نامه ژباړلي دي.

په هند کې د پخواني مذهبي کتاب ریګویدا یوه برخه ( برهمن اپیشد) یې ډېرې کیسې لري. په سانسګریټ ژبې کې کلیله او دمنه هم د یادولو وړ ده.

په فارسي ژبه کې د فردوسي شاهنامه او په پښتو کې ادم خان او درخانۍ، دلی او شهۍ، یوسف خان او شیربانو او نورې ډېرې ملي ولسي کیسې د یادولو وړ دي.

دغو پورتنیومواردو او موضوغاتو د هنري نثر لپاره لار هواره کړه او د وخت په تېریدلو د نمونې په ډول ناول او رومان هم پیدا شو.

د ناول لیکنې پیلامه په ۱۷ـ ۱۸ میلادي پېړۍ کې پیل شوې ده. ځینې وایي په اروپا کې پیل شوې ده او بیا ځینې وایې ایټالیاکې پیل شوې ده.

خو د ډېرو پوهانو پر اند ناول اصلا د ایټالوي ژبې د novella څخه اخیستل شوې ده، چې تحت الفظي معنا یې نوې خبره ده.

د ایټالیا د لسو ګرځندویانو لس بېلابېلې کیسې بوکاچیو د ډیکامیرن په نامه خپرې کړې، په لومړیوکې دغه کیسو ته یې د ناولا نوم ورکړی و، وروسته چې په انګریزي ادب کې د دې پر پیروۍ کیسې ولیکل شوې هغه ته یې د ناول نوم ورکړ.

په انګریزي ادب کې لومړی ناول پامیلا په نوم سمویل چرډسن لیکلی دی. بیا په المان کې لوس شاعر هاینه ورته وده ورکړه.

په ۱۹ پیړۍ کې فرانسې ډېر ښه ښه ناول لیکونکي درلودل او بیا روسې کې تولستوی او ماکسیم ګورکي اثار د یادولو وړ دي.

په فارسي ژبې کې لومړني ناول او رومان لیکونکي، لکه: محمد باقر، ناظم حکمت او داسې نور دي.

اردو ژبې ته هم ناول لیکنه د انګریزي ادبیاتو څخه راغلی دی او لومړنی ناول نذیر احمد په اردو ژبې د مرات العروس په نامه لیکلی دی او د دې ژبې نور ناول لیکونکي لکه: عبدالحلیم شرر، منشي پریم چند او داسې نور لیکوالان دي.

د رومان تاریخي شالید له ناوله پخوانی دی. حبیب الله رفیع صاحب په کتابونو او دریابونو اثر کې وایي: ( د ناول پیدایښت له رومانه وروسته دی او د رومان پیدایښت پخوانی دی.)

اروپایانو په دولسمې او دیارلسمې پېړۍ کې هغو کیسو ته رومان ویلې چې په کومه روماني (فرانسوي، ایټالوي، پرتګالي او داسې نورو)ژبو ویل کېدې.

ډېرو ادب څېړونکیولومړنی رومان دپیکارسیک روایتونه بللي دي، چې په شپاړلسمې پېړۍ کې په هسپانیه کې دود او مروج وه.

بیا وروسته په اولسمې پېړۍ کې په انګلستان کې the character په نامه منځ ته راغی، چې د بېلابېلو اشخاصو کرکټرونه او نور حالت پکې راتله.

د انواع ادبي لیکوال سیروس شمیساوایي: ( په ۱۹ پیړۍ کې رومان د ټولو حماسي اثارو په سرکې ودرید او ډېر پرمختګ یې وکړ.)

په ۲۰ پیړۍ کې رومانونو ډېر پرمختګ وکړ او د اروپا او امریکا په سلو کې ۹۰ رومانونه او ۱۰ نور اثار دي.

په ټولې نړۍ کې روسي رومانونو ډېر ارزښت تر لاسه کړ او د ټولې نړۍ له رومانونو یې ارزښت ډېر دی.

په فارسي ژبې کې لومړنی ناول ناظم حکمت د فرانسوي ژبې نه ژباړلی دی او لومړنی رومان د ( شمس وطغرا)په نو محمد باقر میرزا لیکلی دی.

د نړۍ مشهور ناول لیکونکي ډېر دي، چې د یو څو تنو نومونه دادي: چارلز ډیکنز، ډي ایچ لارنس، چین اسټن، ایچ جې ولز او داسي نور دي.

په انګلستاني، فرانسوي، امریکایي، الماني، ایټالوي او روسي ژبې کې ښه ښه رومان لیکونکي تیر شوي دي او د دې ټولو ملکونو نه د پنځو تنو نومونه د رومان نومونه یې وړاندې کوم:

۱.تولستوی ( جنګ او سوله).

۲.بالزاک ( باباګوریو).

۳.چارلز دیکنز (دیویدکاپرفیلډ).

۴.استاندال ( سور او تور).

۵.هنری فیلډنګ ( ټام جونز).

لکه څرنګه چې د شعر لپاره اساسي توکي تخیل، احساسات، عاطفه، وزن او اهنګ او داسي نور فرعي توکي دي، چې د دغو توکو پر اساس شعر له نظم نه بېلولای شو. (۵۷)

دغه شان ناول او رومان هم اساسي توکي لري، چې د دغو توکو په درلودلو سره ښه ناول او رومان پېژندلای شو.

کیسه، پلاټ، کرکټرونه، مکالمې، منظر لیکنه، ژبه، پیغام او داسې نور د ناول توکي دي.

کیسه، پلاټ، کرکټرونه، تلوسه، منظر کښنه، پیلامه او پایله، په کیسو کې کیسې او داسې نور د رومان توکي دي. ( ۵۸)

د ناول او رومان تړاو: د ناول او رومان تر منځ تړاو په اصلي توکو کې ښودلای شو، د مثال په ډول په دواړو ژانرونو کې کیسه، پلاټ، کرکټرونه، مکالمې، تلوسه، منظرلیکنه او داسې نور توکي شریک شته دي، چې د یو ښه ناول او رومان لپاره اړین دي، خو سره له دې چې تړاو یې په دغو توکو کې دی، توپیر یې هم په دغو توکو کې دی.

د ناول او رومان توپير: د ناول او رومان توپير په لاندې ډول دی:

۱.رومان له ناوله پخوانی ژانر دی، چې رومان په ۱۲ ـ ۱۳ م پیړۍ د رنسانس په دوره کې پیدا شوی دی، خو ناول نوی ژانر دی، چې په ۱۸ ـ ۱۹ پیړۍ کې پیدا شوی دی.

۲.د رومان کیسه لویه وي، او د امکان تر حده چې په څو توکونو کې ولیکل شي او ناول په یو ټوک کې لیکل کېږي، خوځینې رومانونه په یو ټوک کې هم شته، لکه: د هوګو بېنوایان.

۳.د ناول په نسبت د رومان کیسه ستره او په زړه پورې وي، ان د یوې پیړۍ مسایل هم پکې راځي. په ډېره پراخه پیمانه کرکټرونه او په کیسو کې کیسې پکې وي او د رومان په مقصد او پیغام په اسانۍ څوک نشي پوهیدای.

۴.رومان لیکونکي په نړۍ کې کم او ناول لیکونکي زیات دي.

۵.د رومان لیکل د ناول په نسبت ستونزمن کار دی.

۶.په ناول کې لوستونکی د پیل او پای نقطې ښه احساسولای شي، خو په رومان کې ستونزمن کار دی.

۷.په رومان کې ځینې وخت خیالي موضوعات ډېر وي، چې د ژوند سره اړخ نه لګوي، خو د ناول موضوعات حقیقت ته نږدې وي، له همدې امله د رومان نه د ناول ویونکي ډېر دي.

۸.په رومان کې ټول اصلي توکي په پراخه پیمانه راوړل کېږي، خو په ناول کې د رومان په نسبت لنډې وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *