د کندهار دهله بند

خیریال: بصيرالحق عادل- د هلمند ولايتي ادارې مسؤلين وايي، د کجکۍ په برېښناکوټ کې د درېم  توربين د نصب چارې د يوې ترکۍ ساختماني کمپنۍ لخوا پيل شوې او په دوو میاشتو کې به بشپړې شي.

د هلمند مرستيال والي محمد جان رسوليار وايي، د توربين د نصب پر چارو ۱۸۰ مليونه ډالره لګېږي چې د امريکا د متحده ايالاتو پرمختيايي اداره یې ورکوي.

د دې توربين په نصبېدو به د کجکي د برېښنا ظرفيت هم لوړ شي، اوس مهال دغه برېښناکوټ۲۶ مېګاواټه برېښنا توليدوي چې ۱۲ يې کندهار ته، ۶ يې لښګرګاه او پاتې يې خپله په کجکي او اړونده ولسواليو کې مصرفيږي.

مرستيال والي وايي، د درېيم توربين په نصب به د برېښنا توليد څه باندې ۵۰ مېګاواټو ته ورسيږي.

د درېيم توربين وسايل او تجهيزات اوه کاله وړاندې د بهرنيانو لخوا تر کجکي وړل شوي و، ځايي ادارې او بهرنيانو څو واري د دغه  توربين د نصب خبرې وکړې خو دا ده کلونه وروسته يې عملاً کار پیلېږي.

په دې وروستيو کې په شمالي هلمند کې نا امني هم د کجکي د برېښنا د فابريکې پر وړاندې لوی ګواښ پېښ کړی دی، ډېری وخت په جنګ کې له دغه فابريکې د برېښنا غځول شوي مزي پرې کيږي چې له  امله يې کندهار او هلمند ولايتونه له لويو ستونزو سره مخامخ کيږي.

One thought on “په کجکي برېښنا کوټ کې درېيم توربين نصبيږي”
  1. ای زما وطنه دلعلونو خزانی زما
    ستا هره دره کی دی دتورو نخانی زما
    ای زما وطنه قربان دی شم.

    خپل دخلگو دا بیغوری چه گورم دوطن په باره ، ژبه می ویل پریگدی، بس دسترگو می اوخکی راوری، دومره وایم خدایه مونگه ولی بدخت یو، سلور لسیزی جنگ ، سلور میلونه انسانان شهیدان او زخمیان، اوه میلونه مهاجر، وطن توکر توکر ، دابه تر سو پوری دا اور راباندی بل وی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *