ګل اکبر راحل ځاځی

ګل اکبر (راحل ځاځی)

دا چې ځوانان د یوی ټولنې اساس جوړوي او د هغې ټولنې ساختماني قوه بلل کیږي په همدی اساس باید په ټولنه کې تر نور هر چا زیاته ونډه ځوانانو ته ورکړل شي ځکه چې دوی انرژي لري کار کولای شي او د سبا لپاره د یو ښه راتلونکي ضمانت ورکولای شي.

دلته په افغانستان کې تر ډیره بریده د ځوانې طبقې له تیرو څو کلنو راهیسې مخ د نورو هیوادونو په لور شوی دې چې په سختو او شاقه کارونو پسی په سختو او کرغیړنو لارو په غیر قانوني توګه نورو هیوادونو ته ځانونه رسوي.د چا چې بخت او طالع کار وکړي نو پر دغه کرغیړنو او سختو لارو تر سختو او کرغیړنو مزلونو وروسته خپل منزل مقصود پوری ورسیږي او که له چا سره بخت یاري ونکړه یا بیرته له تکلیفونو او کړاوونه تیرولو وروسته خپلو کورونو ته راستانه شي او یا د مرګ خوراک شي.

دا چې داسې زرګونو ځوانان له هیواده نورو هیوادونو ته په غیر قانوني توګه فرار ته زړه ښه کوي وجه او علت یې ځه دې؟ ایا دولت دغه ځوانانو ته د کاري ځواک په سترګه نه ګوري او که دوی ته د کار برابرولو توان نلري؟ څه لاملونه لري او حل لارې یې څه دي؟ پدی مقاله کې به یو څه پرې ووایو.

د بې کارې مخ په زیانیدونکي لوړه کچه او د سمو دندو نه شتون:

د پرمختللو هیوادونو په پرتله په مخ پر وده هیوادونو کې له بشري ځواک ناسمه ګټه اخیستنه د دی باعث شوی چې ځوانان نورو هیوادو ته مخه کړي.

پدی ټولنه کې په ګټورتوب باندی د کاري ځواک د بدلولو وړتیا نه شتون، په لومړیو کې یا دا کار د صحیح کار موندنې د نه پیدا کیدو باعث شوی.

هغه خلک که د ښار د ننه دي او یا په کلیو کې دي چې کار چې کار یې له هغه څخه کم دې چې کولای یې شي . د سمې کار موندنې پّ ډله کې هغه کسان هم راځي ټوله ورځ کار کوي هو د کار حاصل یې بیا دومره کم دې چې که کاري ساعتونه یې کم هم شي کومه اغیزه به ونکړي چې یادی نقطې په هیواد کې اداري فساد ته هم زمینه ساعده کړې ده. یادې نقطي ته باید جدي پام وشي تر څو په اینده کې کادورنه په کار وګومارو او له بشري ځواک څخه سمه استفاده وکړو.

د عاید کچه او اندازه:

داچې افغانستان یو په وچه کې راګیر هیواد دې هو غریب هیواد ندې پراخې اوبه او پراخې ځمکې سره له پراخه ځمکنیو کانونو دغه هیواد ته نړیوال شهرت ورکړی دی کچیرته د هیواد پراخې دشتی سمسورې او د هیواد پراخې اوبه په سمه توګه استعمال شي او تر څنګ یې د کانونو په اسخراج کې له مدیریت څخه استفاده او په ملي مفکوره وایستل شي د دغه هیواد دهر وګړي عایدات به په خپله ��ه شي ځوانانو ته به د کار کولو زمینه مساعده شي او هیواد به مو په پښو ودریږي.

کاونډیانو او نړیوالی تولنی ته به مو لاس نه وي نیولې او ځوانان به مو په سختو او شاخه کارونو پسې په سختو او شاخه لارو نورو هیوادونو ته په غیر قانوني ډول نه ځي.

په هیواد کې سلونه متر مکعب اوبه په وړیا ډول ګاونډیو هیوادونو ته ځي کچیرته همدغه اوبو ته نهرونه جوړ او د هیواد په سلهاو متر مربع ځمکه کې ورڅخه د کښت د خړوبولو په خاطر کار واخیستل شي نو پخپله ځوان نسل ته د کار کولو زمینه مساعده کیږي . کچیرته په یو جریب کې ۱۰ کسان کان کار وکړي نو په ۵۰ جریبه ځمکه کې به مو ۵۰۰۰ ځوانان په کار ګمارلي وي او که له یو جریب ځمکې څخه مو ۱۰۰۰ کیلو ګرامه مواد تر لاسه کړي وي نو له ۵۰ جریبه ځمکې څخه به مو ۵۰۰۰۰ کیلو ګرامه مواد تر لاسه کړي وي نو دا چې مونږ په سلهاوو جریبه شاړې دشتې لرو خوراکي مواد په ځو کلونو نه یواځې د خپل هیواد لپاره بسنه کوي بلکې نورو هیوادونو ته یې هم صادرولئ شو.

صنعتي جوړښتونه:

زیاتره مخ پر ودی هیوادونه په خپلو اقتصادي، ټولنیزو اوکلتوري جوړښتونو کې ځمکني (کرهنیز) دي او دغه مسله په افغانستان غوندې یو هیواد کې چې ۸۰٪ خلک یې پر کرهڼه بوخت دي ښه صدق کوي. سره لدې چې د هیواد زیاتره قوه په یو ناچیز او نه شکیریدونکې کرهڼه باندې لګیا ده او اوسنې کرهڼیز سیستم په مشکله سره د هیواد عاید پوره کولی شي .

ددی لپاره چې د هیواد عایدات یو څه د کرهڼې برخه هم را لوړ کړي نو باید د غذایي موادو د ذخیره کولو، پروسس کولو او ساتلو لپاره لویې لویې خونې جوړې شي او په دغه هغه ځوانان چې بی کاره دي هغوی ته ټریننګونه ورکړل شي تر څو له یوې خوا د هیواد ځوانانونو قوه په هیواد کې مصرف شي او له بله اړخه به هیوادوالو ته کور دننه خوراکي توکي په ټیټ قیمت او لوړ کیفیت سره وړاندې شي.

بیروني تړاو:

وایي چې انسان اجتماعي مخلوق دې په اجتماع کې پیدا شوی او له اجتماع سره یې سر و کار دې. یوازې ژوند نه تیریږي او څوک چې یوازې ژوند کوي هغه ناروغ دې.

کچیرته په هیواد کې تولید شوو موادو او میوه جاتو ته په نړیوال بازار کې ځای پیدا شي نو تولیدات به مو ورځ تر بلې زیاتیږي د تولیداتو په زیاتیدو سره به مو د کارکوونکو تعداد هم مخ په زیاتیدو شي چې لدی سره هم ځوانانو ته د کار کولو زمینه مساعدولو شو.

د ژوندد کچې ټیټوالی:

د مخ پر ودی هیوادونو د زیاتره خلکو د ژوندانه سطحه ټیټه ده. د ژوند دغه ټیټوالی هم په کمي او هم په کیفي برخه کې د دغه ټولنو په بیلا بیلو بڼو لکه فقر، د صحیح استوګنځي نه شتون، ویره او ډار، روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی، د ښوونې او روزنې نه شتون، د ماشومانو د مرګ او میر لوړه کچه، د عمر د مودی کموالی او د ژوندانه څخه په بیلابیلو ولایلو تمه او او د ناهیلی توب او ناراختي عمومي حس څرګندیږي.

پورتني هغه علتونه او مشکلات وو چې زیاتره ځوانان یې له هیواد څخه تیښتې ته اړ کړي. کچیرته مونږ پورتنیو ستونزو ته په جدي توګه ونه ګورو او حل لارې ورته ونه لټوو لری نده چې په راتلونکي کې به په هیواد کې پاتې ځوانه طبقه یا نورو هیوادونو ته مخه کړي او یا به په داخل د هیواد کې د خپلې ټولنې په اوږو یو بار شي.

One thought on “له افغانستانه ولې ځوانان د تیښتی په حال کې دي؟”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *