تاند- د تاجکستان رسنیو نن وویل چې د افغانستان د بدخشان ولایت په وروستیو نښتو کې ۸ تنه تاجک اتباع هم وژل شوي دي.
تاجک رسنیو ویلي چې دا ۸ تنه تاجکستانیان په طالبانو، القاعده، داعش او انصار الله پوري تړلي ول.
جماعت انصار الله د امرالدین تبراوف په نوم د یوه تاجک تر مشرۍ لاندې ډله ده او اکثره غړي یې هم تاجکستانیان دي.
د تاجکستان رسنیو ویلي چې د افغانستان د بدخشان ولایت په وروستیو نښتو کې ۲۲ افغان سرتېري او ۸ تاجک اتباع ووژل شول او ۱۵ سرتېري د تروریستانو له لوري اسیر شول.
تاجک رسنۍ همداراز وايي چې په دې جګړه کې د افغانستان ۱۲ پوځي نقلیه وسایط او څلور ټانکونه د ترهګرو لاس ته ورغلل.
افغان امنیتي ځواکونو هم څو ترهګر ژوندي نیولي چې په هغو کې ۳ تنه تاجکستانیان دي.
له بلې خوا د افغانستان لوی درستیز جنرال شېرمحمد کریمي نن ولسي جرګې ته وویل چې د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې شاوخوا ۳۵۰ وسله والو سختدریځو، چې تور کالي یې اغوستي ول، پر امنیتي ځواکونو برید وکړ.
لوی درستیز وویل چې د حملې په مهال د اردو د قطعې قومندان په قطعه کې نه و او په خپل سر بل ځای تللی و.
د وروستیو راپورونو له مخې وسله والو حمله کوونکو د ملي اردو له ۲۸ عسکرو څخه، وروسته له دې سرونه پرې کړل چې هغوی یې ژوندي ونیول.