استاد احمل ښکلی

د شعر يا د ليکنې د بشپړولو په اړه ښايي شاعر يا ليکوال زغرد ځواب رانه کړي. ښايي راته ووايي، چې کله يو شعر په نيم ساعت کې بشپړ کړي، کله پرې اوونۍ واوړي، کله مياشتي او کله کلونه. همداسې ليکنې هم درواخلئ.

د دې کار لاملونه به د وخت نه پيدا کول، د هغه وضعيت بيا نه موندل او…وي؛ خو يو لامل يې زموږ سبک هم دى.

سبک د شعر يا نثر هغه سټايل دى، چې ورسره روږدي شوي يو او هر ځل چې ليکل کوو، رو راته ښيي او قالب راکوي.

ښايي هغه ليکنې او نثرونه رانه وخت ونه نيسي، چې زموږ پر دې رو برابرې وي، ځکه چې موږ ورته لا له مخکې د خپل سبک لاره پخه کړې ده، بيا بيا پرې تللي يو؛ نو دا ځل راته پرې تګ هم سخت نه دى.

خو هغه شعر يا نثر رانه ډېر وخت واخلي، چې زموږ پرې رو برابر نه وي او د يوې لارې د جوړېدو غوښتنه لري. مثلا: يو څوک عادي عشقي شاعري کوي؛ خو که يو ځل د نورو ټولنيزو عشقي مسايلو لپاره استدلالي-چې مدعاالمثل پکې کارېږي- يا سمبولي شاعرۍ ته مخه کړي، نو ورته سخته به وي او ښايي ډېر وخت ترې واخلي.

د لويو ليکوالو او شاعرانو د شعرونو او نثرونو زماني توپير او پرمختګ راته ښودلې ده، چې دوى د مضطرب خوى خاوندان وي او په يوه حال نه پاتېږي.

د لوى پنځګر نښه دا ده، چې همېشه له خپل سبکه د انحراف هڅه کوي؛ نو په دې تېښته کې ښايي کله ناکله تيندک هم وخوري؛ خو دا ده، چې د لويۍ منزل ته به رسي.

په لومړيو کې چې د خپلې شاعرۍ يا ليکوالۍ د پرمختګ لپاره نويو لارو ته مخه کړو، ښايي له تکليف سره مخ شو او په هنر کې مو تصنع پيدا شي، ځکه تا لا زړه لار نه ده پرېښى. که دې ارادي پرېښې هم وي، ناارادي دې هغه نه پرېږدي؛ نو په لومړيو کې مو ښايي هنر د تور و سپين پيوند وبرېښې يا لکه په يوه سيند کې چې دوه رنګه اوبه خوا په خوا رواني وي؛ خو وروسته دا اوبه داسې په يو بل کې حل شي، چې درېيم رنګ اوبه ترې راووځي.

کوم پنځګر چې د خپل سبک پر کمزوريو پوه نه شي او د بري لارې چارې ورونه پلټي، لکه د ډنډ اوبه به ځاى پر ځاى ولاړې وي.

پرمختګ په مخکې تګ پورې تړلى دى او مخکې تګ کې لوړې ژورې راځي؛ خو چې هنرمن ورته تيار وي.

په سبکي رو کې څو شيان شامل دي، چې زموږ د سبکي انحراف مخه نيسي:

لومړى، خو ګومان کوم، چې شکليات راځي. چې شاعر يو ډول رديفونه، الفاظ او لفظي نزاکتون وپالي. په رديفونو کې يواځې فعلونه وي يا اسمونه يا فقرې يا داسې نور تکرارونه. پر رديفونو سربېره تکراري الفاظ هم زموږ ذهن په ځان پسې راکاږي. هغه لفظونه چې ډېر مو تکرار کړي، ذهن مو په اسانه راکاږي او څرنګه چې هره کلمه يو مفهوم هم انتقالوي، نو ورسره مو هغه تکراري مفهوم هم اسانه ذهن ته راځي.

دويم، چې يو شان صنعتونو ته وفادار وي. تشبيهات او استعارې ورته اسانه او د سمبولونو کارونه سخته وي. تجنيس خوند ورکوي او مدعاالمثل، پاراډاکس، تشخيص، حس اميزۍ او ډيکشن سره ځان نه اشنا کوي.

درېيم، چې په شاعرۍ او ليکوالۍ کې همېشه يو ډول هنري او علمي استدلال کوي او پر نوي ډول فکر نه کوي.

څلورم، چې په شاعرۍ کې همغه معلوم مفاهيم اړوي رااړوي، لکه همېشه د بېلتون او پيوستون کيسې يا د يار د جفا غشي وي، چې د ده پر زړه لګي. ټولنيزو مسايلو يا د عشقي مسايلو نويو اړخونو ته پام ونه کړي.

شاعر يا ليکوال د خپل سبکي رو په ماتولو د خپل ځان او خپل هنر ترمنځ تشه انګېري، ځکه نو د انحراف زغرده هڅه نه کوي؛ خو که لويۍ څوکۍ ته ختل غواړي، پکار ده، چې داسې ډېرې تيږې تر پښو لاندې کړي. زموږ يواځنى خواخوږى، زموږ سبکي انحراف دى؛ نو که وخت رانه هر څومره واخلي، هر څومره مو وځوروي؛ خو چې پرې يې نږدو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *