د بریښنا ریاست، ام – پیسه او روشن په ګډه د بریښنا د لکښت بلونو بریښنایی ادا کولو اسانتیا افغانانو ته وړاندی کوی
د ۲۰۱۵ کال د اپریل میاشتی ۱۳ نیټه: (کابل، افغانستان) – ام- پیسه، په افغانستان کی د پیسی د سوداګریز خدمتونو تر ټولو مخکښ وړاندی کوونکی، او د افغانستان برښنا شرکت، چی د افغانستان په لویو ښارونو کی د بریښنا د تولیدولو، انتقالولو او توزیع کولو په لاره اچوی او اداره کوی، نن د ام-پیسه سره خپل مشارکت اعلان کړ چی د هغه په نتیجه کی په کابل کی میشت اوسیدونکی کولای شی د خپل د بریښنا بلونه د ام- پیسه خدمتونه (د روشن د موبایل پیسی خدمتونو) له لاری ادا کړی. دغه ابتکار به د یو آزمایښتی پروګرام له لاری لږ او ډیر ۳۲۰۰۰۰ پیرودونکو لپاره په کابل کی پیل کیږی او وروسته به نورو ولایتونو لکه هرات او قندهار ته وغزول شی.
ام- پیسه د بل د ادا کولو لپاره یو کم مصرف، خوندی او مناسب طریقه ده. دغه خدمتونه پیرودونکو سره مرسته کوی چی وخت او پیسی وسپموي او هغوی د دي وړ ګرځوی چی خپل بلونه په مستقیمه ټوګه د خپل موبایل له لاری ادا کړی. برسیره پردې، د ام-پیسه خدمتونو سیستم په وروستی اوسمهاله کولو سره د ام- پیسه حساب او د بانکی حساب توحید یا یوځای کول منځ ته راغلی دی، پیرودونکی کولای شی خپل پیسی په مستقیمه ټوګه د خپل بانکی حساب څخه د ام- پیسه خدمتونو له لاری د خپل موبایل په کارولو سره بریښنا ته منتقل کړی.
ښاغلی کریم خواجه، د روشن اجرائیوی رئیس وویل”مونږ خوشحاله یو چی د بریښنا ریاست سره په ګډه کار کوو ترڅو افغانانو ته د بل د ادل کولو لپاره د روشن د ام- پیسه خدمتونو له لاری یو ارزښت لرونکی سیستم وړاندی کړو،” “د بریښنا د بل د ادا کولو دغه نوی طریقه چی د ام- پیسه خدمتونو په کارلو سره تر سره کیږی، پیرودونکی ته آسانتیا برابر کړې ده چی خپل د بریښنا بل د خپل کور څخه په خوندی ټوګه او خپل د تیلیفون د یو تيی په کیکاږلو سره ادا کړی.
ښاغلی عبدالرزاق صمدی، د افغانستان د بریښنا شرکت اجرئیوی رئیس وویل”د نوی تکنالوژی په کارولو سره زمونږ پیرودونکو ته د بریښنا د بل د ادا کولو آسانه او چټک لاره برابر شوی ده دا چی دوی کولای شی خپل بلونه د ام- پيسه له لاری ادا کړی، دا افغانانو ته د بریښنا تعهد او ژمنه څرګندوی،” همدارنګه هغه زیاته کړه: “مونږ د صنعتی او مخکښ مخابراتی کمپنیو لکه روشن سره په ګډه کار کولو ته داوم ورکوو ترڅو دغه خدمتونه د افغانستان په هری برخی ته وغزول شی.
له ۱.۳ میلیونو څخه زیات راجسترشوی پیرودونکو او په هر میاشت کی د ۶ میلیونو امریکایی دالرو څخه زیات راکړه ورکړی سره، ام-پیسه د افغانستان د پیسی د سوداګریز خدمتونو تر ټولو لوی وړاندی کوونکی ګڼل کیږی چی د هیواد مالی بیخ بڼست کی حیاتی او مهم رول لری. د ۲۰۰۸ کال د ام- پیسه خدمتونو د په لاره اچول د پیل څخه راهیسی، ام-پیسه خپل خدمتونه پراخه کړی او غزولی دی ترڅو د خدمتونو او د پیسی د ادا کول لکه د سوداګریز پیسی ادا کول، بلونو ادا کول، د بشر دوستی ملی او نړیوال مرستندوی اداراتو پیسی ادا کولو پراخه زمینه برابره کړی دی.
د ام- پیسه په هکله
ام-پیسه د افغانستان د پیسی د انتقال د خدمتونو لومړی وړاندی کوونکی دی چی په ۲۰۰۸ کال کی د روشن لخوا معرفی شو، او د هیواد ۹۷ سلنه افغانانو ته چی بانکی خدمتونو ته لاسرسی نلری خدمتونه وړاندی کوي. ام-پیسه یو لړ خدمتونه د کوچنی پورونو ترلاسه او بیرته ادا کولو، د یو شخص څخه بل شخص ته د پیسی انتقالو، نړیوال اسعارو انتقالو، تنخا توزیع کولو، کریدیت پیرودلو او بل ادا کولو پشمول ډاډه، خوندی او چټک لاسرسی وړاندی کوي. دغه خدمتونه د پیسی انتقال اسانتیا د بغیر جوړښت اضافی خدمتونو دیتا (یو اس اس دی) له لاری د ګرځنده تیلیفون د پکارولو سره یا غږیز متقابل ځوابورکوونکی سیستم له لاری برابروی. د متقابل ځوابورکونکی سیستم مینو پیرودونکو لپاره په دری، پښتو او انګلیسی ژبو کی د لاسرسی وړ ده. افغانستان کی یو خورا مهم مشخصات چیری چی ۷۰ سلنه خلک د سواد یا د لیک او لوست د نعمت څخه برخمن نه دی. ام-پیسه د روشن موبایل پیاوړی شبکی باندی اتکا کوی چی د افغانستان په ۳۴ ولایتونو ۲۴۰ لوی او کوچنی ښارونو کی غزول شوی دی. دغه کار هغو خلکو ته د مالی خدمتونه وده برابروی چی بانکی خدمتونو ته لاسرسی نه لری.
د افغانستان بریښنا شرکت په هکله
د افغانستان بریښنا شرکت یو مستقل او خپلواک کمپنی ده چی د افغانستان اسلامی جمهوریت د “محدود مسوولیت لرونکی شرکتونو قانون” په مطابقت تاسیس شوی ده.
د افغانستان بریښنا شرکت یو محدود المسوولیت کمپنی دی چی خپل ټول ونډی او شتمنی سره د افغانستان اسلامی جمهوریت ملکیت دی. دغه کمپنی د ۲۰۰۸ کال د می په څلورمه (۱۳۸۷ کال د ثور ۱۵) په رسمی ټوګه راجستر او تاسیس شو او د افغانستای برښنا موسسی پرځای د بریښنا صرفیه خدمتونو ملی وړاندی کوونکی په ټوګه بدله شوه. د افغانستان بریښنا شرکت په ټول افغانستان کی د بریښنا تولید، تورید، انتقال او توزیع په سوداګریزه توګه وړاندی او اداره کوی.
د روشن په هکله
روشن (د افغانستان د مخابراتو د پراختیا کمپنی) په افغانستان کی د مخابراتی خدمتونو وړاندی کوونکی تر ټولو مخکښه کمپنی ده چی د ۶.۵ میلیون څخه زیات فعاله پیرودونکی لری چی د افغانستان په ټولو ۳۴ ولایتونو کی ۲۸۷ ولسوالیو او ښارونه تر پوښښ لاندی نیولی دی
روشن د افغانستان د بریالیتوبونو یوه واقعی کیسه ده، چی د یوه کتلیست یا بنسټ ایښودونکی په ټوګه د اقتصادی ودې په ډګر کی خدمت کوی او د هیواد په اوږد مهاله وده کی فعاله برخه اخلی. د کار د پیل د لسو کالو څخه راهیسی، روشن د ۶۰۰ میلیونه ډالرو څخه زیاته په افغانستان کی پاڼګونه کړی ده، او په هیواد کی تر ټولو لوی پانګه اچوونکی او مالیی ورکونکی دی، چی د افغانستان حکومت په کورنی ټولو عوایدو کی یی کابو پنڅه سلنه برخه اخیستی ده. روشن په مستقیمه ټوګه د ۱۱۰۰ څخه زیات خلک په کار ګمارلی دی چی ۱۹ سلنه یی ښځی تشکیلوی، او په غیر مستقیمه ډول د ۳۵۰۰۰ څخه زیات خلکو ته د کار زمینه برابره کړی ده.
روشن په ژوره ټوګه د افغانستان بیاجوړولو او پرمختګ ته ژمن دی. د اقتصادی ودی لپاره د آغا خان بودجه (AKFED)، د آغا خان د پرمختیایی شبکی (AKDN) یوه برخه، د روشن یوه اصلی ونډه لرونکی دی او خصوصی تشبثاتو ته وده ورکوی او په مخ په ودی نړی کی اقتصادی سالم بنسټونه منځ ته راوړی. همدارنګه د «موناکو نړیوالی مخابراتو» (MTI) او «تیلیه سونیرا» د روشن نور سهملروونکی دی. روشن نړیوال متخصصین په هیواد کی پکار ګمارلی دی او د شبکی ترټولو عالی معیارونو کیفیت او پوښښ د برابرولو لپاری د افغانستان خلکو ته ژمن دی.
د روشن او ام- پیسه په هکله د نورو معلوماتو لپاره http://www.roshan.af او یا http://www.facebook.com/RoshanConnects ته مراجعه وکړی.
رسنیو اړیکی:
د روشن لخوا:
ښاغلی شفیع شریفی
د عامه اړیکو آمر
بريښنالیک: [email protected]
د افغانستان بریښنا شرکت لخوا:
ښاغلی وحیدالله توحیدی
سلام ګرانه:
دیر
ښایسته معلومات دی که چیری د روشن په اړه معلومات په پښتو ژبه لری مهربانی وکړه همدی ایمیل ته یی راوستوه مننه