که د ۱۳۹۳ د حمل تر وروستۍ اونۍ پورې چې ګابریل ګارسیا مارکیز لا ژوندی و، چا پوښتنه کړې وای چې د نړۍ په ژوندو لیکوالو کې تر ټولو لوی ناول لیکونکی څوک دی؟ نو شاید ګڼو کسانو بې له ځنډه ویلي وای: مارکیز.
ځينې کسان لا ژوندي وي خو دا ثابته وي چې د تاریخ تلپاتې څیرې دي. ګابریل ګارسیا مارکیز همداسې مقام ته رسیدلی و.
مارکیز اووه اتیا کاله عمر وکړ. د جنوبي امریکا په کولمبیا کې دنیا ته راغی. په ماشومتوب کې یې له نیکه او انا څخه د سیمې ولسي نکلونه او د پیریانو، دیوانو او ارواګانو کیسې واورېدلې. دغو نکلونو ژور اثر ورباندې وکړ. البته، مارکیز دومره ساده سړی نه و چې په افسانو کې ایسار پاتې شي. دی سترګور بنیادم و او چاپیریال ته یې په دقت سره کتلای شوی. ده د خپل وطن تاریخ ته په ځیر وکتل او استبداد یې له خپلو ټولو بدرنګیو سره احساس کړ. پلار یې غوښتل چې حقوق ورباندې ولولي خو دی، چې په نوې ځوانۍ کې یې ګڼ ادبي آثار ولوستل، د ادب او ژورنالیزم شوقي و. د کیسو لیکلو ته یې مټې راونغښتلې او ورو ورو یې خپل سبک چې په کوډګر ریالیزم مشهور دی، پوخ کړ. په دې سبک کې خیال او واقعیت داسې سره غاړه غړۍ کیږي چې بیلیدل یې نشته. مارکیز ویلي وو چې د لاتینې امریکا د خلکو ژوند له نکلونو، کوډو او اساطیرو سره اخښلی دی او د دې سیمې د خلکو واقعیتونه له ذکر شویو خیالي عناصرو نه بیلیږي.
مارکیز نه یوازې د کیسو او ناولونو لوی لیکوال شو، بلکې د ژورنالیزم په دنیا کې هم ډیر وځلید او مهمې لیکنې ورنه پاتې شوې.
دا هم د مارکیز قول دی:« زما په نظر ژورنالیزم یو ادبي ژانر او د تیاتر او داستان په څیر د واقعیت د وړاندې کولو او تعبیر یو ډول دی. د ژورنالیزم په کار کې ډیر سختګیر او واقعیت ته خورا دقیق یم خو واقعیت ته د کتلو او په هغه کې د انتخاب طریقه مې ډیره ادبي ده… له ادبیاتو سره د تعلق په وجه په واقعیت کې هغه څه وینم چې نورو ته نه ورښکاري. له بلې خوا، د ژورنالیزم کار راسره مرسته کړې ده چې د ادب په کار کې له واقعیته بیل نه شم.»
د شلمې پیړۍ درې، څلور تر ټولو مشهور او منل شوي ناولونه که یادوو، یو به پکې خامخا د مارکیز( سل کاله یوازیتوب) وي. دغه ناول په ۱۹۷۶ کې خپور شو او مارکیز یې تر خپریدو شپږ کاله وروسته د نوبل ادبي جایزه وګټله.
داستان او ژورنالستیک آثار په ظاهره ډیر توپیر سره لري. داستان خیالي اثر وي او ژورنالسیتک اثر د تاریخي رپورټ غوندې باید خامخا واقعي وي. د ژورنالستیکو آثارو په باره کې ویل شوي دي چې یوازې د نن لپاره لوستونکي لري خو داستانونه یوازې د نن لپاره نه لیکل کیږي. دغه توپیرونه شته مګر که د رپورټ لیکونکی له کلیشو ځان وساتي، نثر یې یو څه تصویري وي، انداز یې یو څه ډراماتیک وي او موضوع ته یې له نوې زاویې کتلې وي، نو داسې څه وړاندې کولای شي چې د تاریخ او داستان دواړو تنده ورباندې ماته شي.
مونږ ته د رپورټ کلمه معمولا خبري راپورونه رایادوي خو رپورټونه مختلفې بڼې لري او ځينې یې د عالي هنري اثر غوندې ښکلي وي. په خبري رپورټ کې اول یوه پیښه واقع کیږي او بیا د خبر د عناصرو په مټ د هغې رپورټ برابریږي مګر د رپورټ په نورو ډولونو کې د لیکنې اډانه په خبر نه وي ولاړه او یا لیکنه بیخي خبري اړخ نه لري.
زموږ په مطبوعاتو کې له مشهورو کسانو سره مرکې زیاتې خپریږي، خو که د ټولنې له یوه عادي وګړي سره، له یوه اوښپه، یوه بزګر، یوه ترکاڼ، یوه ملنګ یا د ښاروالي له یوه جاروکش سره مرکه وشي او د هغه خصوصي ژوند راوسپړل شي او بیا مرکه په رپورټ بدله شي او په رپورټ کې یو نیم ځل د هغه خبرې رانقل شي، ممکن د ښې کیسې غوندې هنري لیکنه ورنه جوړه شي.
زموږ لوستونکي له یونلیکونو سره هم اشنا دي. په یونلیک کې لیکوال معمولا هغه څه لیکي چې په سفر کې ورسره مخ کیږي خو یو ځای ته دسفر په رپورټ کې لیکوال د لنډې کیسې غوندې د واقعیت یوه خاصه برخه رااخلي چې خاص تاثر او پیغام ولیږدوي. دا ضرور نه ده چې سړی لرې او نااشنا وطن ته لاړ شي او رپورټ یې ولیکي. که لیکوال سترګې وغړوي او په نوي نظر چاپیریال ته وګوري، د نویو او جالبو موضوعاتو کمی نشته. د اوړي جمعه د پغمان په باغ عمومي کې څه ډول تیریږي؟ او د بانډې د سکون او تنهایي شپه په هغه چا څنګه سبا کیږي چې د ښار له شورماشوره ورغلی دی؟
د زیارت یوه زړه دروازه، د اوبو یوه ژرنده، د کلیوال هغه بایسکل چې څو څراغونه، څوهیندارې او د رنګارنګ پلاستیکو پوښ لري او داسې نور په زرګونو شیان د هنري راپورونو په موضوع بدلیدلای شي. موږ په افغانستان کې د شیانو په باب رپورټ لیکلو ته هم توجه نه ده کړې. د مشاهدې، مصاحبې او مطالعې په مټ، د تصویري او توصیفي نثر په ذریعه په یو، یونیم مخ کې د ګنو شیانو خصوصا هغو شیانو په باب چې په یادونو او خاطرو کې یې ځاله کړې ده، ښکلي رپورټونه لیکل کیدای شي.
موږ خبري رپورټونه لرو، له علمي- تحقیقي راپورونو سره څه نا څه بلد یو خو هنري رپورټونو ته مو خاصه توجه نه ده کړې. په یوه هنري رپورټ کې د ادب او ژورنالیزم د ملګرتیا په برکت واقعیت د خیال غوندې جاذبه پیدا کوي.