په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول چې ګواکې چین په لوګر کې د عینکو مس د کان استخراج ته زړه نا زړه شوی او غواړي چې په دې برخه کې افغان حکومت ورته تخفیف ورکړي.
غربي آژانسونو د چین د چارواکو په حواله لیکلي چې په نړیوالو مارکیټونو کې د مسو بیه څلویښت فیصده را لویدلې او اوس نه شي کولای چې د عینکو د مسو د استخراج په برخه کې له افغانستان سره شوې ژمنې عملي کړي.
د چین له MCC کمپنۍ سره د عینکو د مسو کان د کیندنې تړون په ۲۰۰۷ میلادي کال کې لاس لیک شو او هغه مهال دې کمپنۍ ژمنه وکړه چې ددې پروژې لپاره به د ریل پټلۍ جوړوي او لوګر ته به بریښنا تمدیدوي.
خو اوس اوس ویل کیږي چې دې کمپنۍ ویلي چې نه شي کولای دغه پروژې عملي کړي.
خو د کانونو او پترولیم وزارت چارواکي وایي چې دا ډول اندیښنې بې ځایه دي او زیاتوي چې د چیني قراردادیانو په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی.
ددې وزارت ویاند رفیع صدیقي وایي د لوګرولایت د عینکو د مس د کان د کیندلو لومړنۍ څیړنې لا بشپړې شوي نه دي او د ایم سي سی چینايی کمپنۍ د تړون سره سمې خپلی څیړنې جاري پرمخ وړي.
؛؛د افغانستان د کانونواو پترولیم وزارت هڅې کوي چې د عینکو د مسو د کان ښه مدیریت وکړي څو دا پروژه لازم پرمختګ وکړي.
په دې برخه کې د چینايی کمپنۍ څیړنې روانې دي. د مذاکراتو د وه د ورې تیرې شوی او بله به یې هم په نږدې راتلونکې کې نتظیم شي.
په راتلونکو مذاکراتو کې به هم د کان په موادو اود پروژي په پرمختګ خبرې وشی. تراوسه په دې برخه کې پرمختګ شوی دی.»
د اقتصادي چارو یوشمیر کارپوهان بیا وایي چې چین غواړي په دې برخه کې په افغان حکومت فشار راوړي څو په دې برخه کې ورته تخفیف ورکړي.
دوی ټینګار کوي چې په دې برخه کې باید افغان حکومت له شوي تړونه په شا نه شي او چیني کمپنۍ دې ته مجبوره کړي چې خپل کارونه پر مخ بوځي.
ټاکل شوې وه چې د عینکو د کان استخراج په ۲۰۱۳ میلادي کال کې پیل شي خو اوس ویل کیږي چې ددې کان ابتدایي کارونه او څیړنې لا نه دي بشپړې شوي او ممکن د ۲۰۱۷ کال په وروستیو کې یې استخراج پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر اشرف غني کانونه د هیواد د اقتصاد د پياوړتیا اساسي ستنه بللې ده او ویلې یې دي چې په اوږد مهال کې به په دې برخه کې افغان حکومت ښې لاسته راوړنې ولري.
له مس عینک پرته د یوشمیر نورو کانونو په اړه هم داسې راپورونه ورکول کیږي چې ځینې کړۍ غواړي د استخراج مخه یې ونیسي، خو بیا هم دا په حکومت پورې تړلې چې دا کړۍ وپیژني او مخه یې ونیسي.