تاند- د پوهنتون استاد او د ماشومانو لپاره د کتابونو لیکوال پروفیسر مي ژیان دا دیارلسم کال دی چې د چین د مختلفو سیمو په ښوونځيو ګرځي چې ماشومانو، ښوونکو او میندو، پلرونو ته د ماشوم له ادبیاتو د استفادې چل ورزده کړي.
په چین کې د ماشومانو د ادبیاتو ګڼ ناشران پروفیسر مي ته د ( څراغ بلوونکي) په سترګه ګوري، ځکه چې دی له هغوی سره د کتابونو په انتخاب کې مرسته کوي. دغه راز دوی ته وایي چې د ژباړې لپاره کوم بهرني کتابونه راوارد کړي.
د ماشومانو د ادبیاتو یوه ناشر، لي یان، شانګهای ډیلي ورځپاڼې ته ویلي دي چې په چین کې په وروستیو کلونو کې د ماشومانو لپاره د ښو کتابونو غوښتنه زیاته شوې ده، مګر له مي ژیان څخه پرته داسې کسان نه لرو چې هم دې د ماشوم ادب خارجي کتابونه ښه وپیژني او هم دې له دې سره مینه ولري چې د دغو کتابونو په انتخاب کې له ناشرانو سره مرسته وکړي.
دغه ناشر وویل: «پروفیسر مي ژیان زما په شمول د ماشومانو د ادبیاتو له ګڼو ناشرانو سره د کتابونو په انتخاب کې مرسته کوي او لا مهمه دا چې په دغو کتابونو باندې سریزه لیکي چې ماشومان، والدین او ښوونکي په کتاب باندې لا ښه پوه شي.»
په چین کې د ماشومانو د ادبیاتو د کتابونو کاروبار ډېر پراخ دی او خورا زیاته چټکه وده کوي. په دغه هېواد کې په هرو لسو خپرو شویو کتابونو کې لږ تر لږه یو د ماشومانو له ادبیاتو سره تعلق لري او دغه کتابونه د نورو په نسبت ژر پلورل کېږي. چیني ناشران وایي چې د کال تر بل هر وخت د دوبي د رخصتیو په ورځو کې چې د چین د خلکو نوی قمري کال پیلېږي، د ماشومانو د کتابونو بازار ډېر تود وي. دا اوس یو دود دی چې په دغو ورځو کې ماشومانو ته کتابونه په ډالۍ کې ورکړه شي.
که څه هم په چین کې د ماشوم د ادبیاتو یو شمېر لیکوالو د ماشومانو زړونو ته لاره کړې ده خو د ګڼو نورو په برخه کې یې ویل کېږي چې خیال یې کمزوری دی او په لیکنو کې یې اصالت نشته. همدا وجه ده چې ناشرانو د نورو ملکونو د لیکوالو د آثارو خپرولو ته مخه کړې ده چې تشه ډکه شي.
تر لس کاله پخوا پورې د چیني ماشومانو لپاره دا امکان خورا کم و چې بهرني کتابونه ولولي او کوم بهرني آثار چې په ګوتو ورتلل، هغه هم معمولا د ماشومانو د ادبیاتو کلاسیک آثار وو، لکه د هان کرسچن هاندرسن یا ګریم وروڼو کیسې، خو اوس حالات بدل شوي دي.