د ملګروملتو امنیت شورا

تاند- د ملګروملتو امنیت شورا د سې شنبې په ورځ/ د امریکا په وخت/ د یمن حوثيان یاغیان وبلل او هغوی ته یې د وسلو پر ورکړه بندیز ولګاوه.

امنیت شورا له حوثي یاغیانو څخه وغوښتل چې فوراً جګړه بس کړي او د پلازمېنې صنعا په شمول له ټولو هغو سیمو ووځي چې اوس یې تر کنترول لاندې لري.

امنیت شورا د یمن د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلوي ځواکونو ته هم د وسلو په لېږلو بندیز لګولی دی.

دې شورا بهر ته د پخواني ولسمشر زوی او د ولسمشرۍ ګارډ قومندان احمد صالح او د حوثیانو د مشر یدالمالک حوثي پر سفر او شتمنیو بندیز لګولی دی.

د احمد صالح پلار پخوانی ولسمشر علي عبدالله صالح او د حوثي قبایلو مشران عبدالخالق الحوثي او یحیي الحکیم د تېر کال په نوومبر میاشت کې د امنیت شورا له لوري په تور لیست کې شامل شوي ول.

حوثیانو د یمن پلازمېنه صنعا نیولې او اوس هڅه کوي چې د دغه هیواد د جنوب مهم بندري ښار عدن هم ونیسي.

د سعودي عربستان په مشرۍ د سُني عربانو ايتلاف د یمن د حوثیانو پر ضد هوايي بریدونه کوي خو ایران د شیعه حوثیانو ملاتړ کوي.

دا په داسي حال کې ده چې یو شمېر شیعه ګان باور نه لري چې یمني حوثیان شیعه ګان وي. د ایران له لوري د یمن د حوثیانو ملاتړ په سوریه کې د اسماعیلي مذهبه بشار اسد ملاتړ ته ورته دی. سره له دې چې د ایران د مذهبي مشرانو له اسماعیلیانو ښه نه راځي خو د سلفي عربانو په وړاندې یې خپل ګڼي.

په وروستیو کې د افغانستان د دوو دیني عالمانو ترمنځ پر همدې موضوع ناندرۍ وشوې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *