میرمن ټولنیز ـ کلتوري بهیر په پام کې لري د راتلونکې پنجشنبې په ورځ د ۱۳۹۴ کال د وري میاشتې په ۲۷ نیټه دمیرمن بهیر د غړې آغلې یاسمین وزیري د څلورو نوېو چاپ شوېو کتابونو د مخکتنې غونډه د کتاب ښار ادارې اړوند د میرمن بهیر د اوونیزو غونډو په تالار کې جوړه کړي.

دمخکتنې په دې غونډه کې دمیرمن بهیر پر غړو سربیره نورې خویندې او وروڼه هم را بلل شوې دي، هیله ده پخپل وخت غونډې ته تشریف راوړي.

وخت: پنجشنبه ۲۷/ ۱/ ۱۳۹۴ دغرمې یوه نیمه بجه

ځای: کابل، د پامیر سینما د کتابښار تالار

د اړیکو شمیره: ۱۷۸۱۳۱۲۴۴۷

د میرمن ټولنیز کلتوري بهیر دارالانشآ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *