خبریال: میرویس جلالزی – ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څانګې یو جګپوړی چارواکی له افغانستان ته راشي.

دغه سفر پر داسي مهال کیږي چې دوه ورځېي دمخه ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي تلفاتو پر زیاتیدو اندیښنه وښودله.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر( یوناما) وايي، د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې په افغانستان کې د ولسي خلکو مرګ ژوبله د تیر کال د همدې مودې په پرتله د پام وړ زیاته شوې ده.

د یوناما په  وینا د حکومت وسلوال مخالفان پر ملکي اهدافو قصدي بریدونو ته دوام ورکوي، او د ډیرو ملکي تلفاتو د رامنځ ته کېدو سبب شوې دي.

د یوناما راپور کاږي چې  د حکومت د وسلوالو مخالفانو فعالیتونه یوازې په بریدونو پورې محدود نه وو بلکې د ملکي خلکو تښتول او ګواښول هم په کې شامل دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون هم د ۲۰۱۴ کال په وروستیو کې  د افغانستان په اړه په خپل یو تازه راپور کې په دې هېواد کې د امنیت په خرابیدو او پر ملکي خلکو یې د اغیزو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

ټاکل شوې ده چې ښاغلی ایوان سیمونویک Ivan Šimonović به په افغانستان کې د هستوګنې په موده کې د بشري حقونو وضیعت له نږدې وڅاري او د امنیتي مسولیتونو د پروسې له پای ته رسیدو وروسته په دغه هیواد کې د ځمکنیو جګړو د  پراخیدو پر عواملو باندي هم له  جګپوړو افغان او بهرنیو چارواکو سره خبرې وکړي.

دا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو تر ټولو لوړ پوړی چارواکی دی چې ټاکل شوې افغانستانه ته د دوهم ځل لپاره سفر کوي.

د ملګرو ملتونو له لوري یوه خپره شوې خبرپاڼه وایي چې ښاغلی ایوان به له ولسمشر اشرف غني، د بهرنیو چارو، عدليي، دفاع، ښځو چارو او کورنیو چارو وزیرانو سره هم وګوري.

نوموړی به په دغو لیدنو کتنو کې له افغان چارواکو وغواړي چې څرنګه له نړیوالو ځواکونو سره په همغږۍ د جګړو پر مهال د ولسي وګړو د ژوند کلکه ساتنه کولی شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *