عبدالرحیم (موسی زی)

کلي ته لاړم هلته مې چې کله د خلکو چلند، ناسته پاسته، خبرې او د هغوی کارونه ولیدل بل لور ته مې سترګې زمونږ د کلي ( د جارچي لومړني ښوونځي) په شلېدلو کېږدیو ولګېدې البته زمونږ کلی د کابل قره باغ په ولسوالۍ یعنې د افغانستان په پلازمېنه  کابل جان کې پروت دی.

کله مې چې د کلي ماشومانو او د هغوی ښوونیز او روزنیز حالت کتو او کله مې چې ښوونځي ته کتل هر یوه به مې په زړه لکه د خنجر ګذار داسې ګذارونه وهل، ډير یې نا هیلی او خوابدی کړم خو؛ هلته ځوانان او مشران یواځې او یواځې د تربګنت، بدمرغۍ، کرکې او بې اتفاقۍ په چرت کې دي ډیرو سره مې خبرې وکړې خو هیچا هم ما سره د زده کړې د ورور ولۍ او د ماشومانو د ښوونیز او روزنیز پرمختګ خبره ونه کړه، ټولو ماته د قلم، ښوونځي او پوهنتون په ځاي د ټوپک، د تومانچې او وسلو خبرې کولې.

زه به د خپل ځان صفت نه کوم، ډير لږ کسان مې ولیدل چې هغوی د کليوالو د ښوونیز، روزنیز او پوهنیز ژوندانه د پرمختګ په غم کې وي خو؛ ډیر کسان ول چې هغوی د منفي چارو په فکر کې دي. ځوانانو، زده کوونکو او نورو همزولو ته مې وویل اوس دا زمونږ مسؤولیت دی چې خپلو ماشومانو او کلیوالو ته ښه ښوونځی، ښه مدرسه، پوه پوه ښوونکي او پوه پوه ملایان ولرو ترڅو زمونږ د راتلوونکي نسل ژوند خدای مکړه داسې نه وي چې هغوی هم یواځې او یواځې د بدمرغۍ په فکر کې وي.

خو!

په ډېرې خواشینۍ سره زما کلیوال  ډيری همزولي هم ما سره د پوهې، پرمختګ او د خلکو د هوساینې له پاره کار ونه کړ او ګڼشمېر یې داسې دي په بښنې سره لکه د خره سر ته چې یاسین وایې، د هغوی ذهنونه ډيرو ابتدایي کارو ته اړتیا لري چې متاسفانه زه هم د خپلو شخصي بوختیاوو له امله نشم کولای چې خپل ډير وخت د هغوی د ماغزو خلاصولو ته وقف کړم که څخه هم تر خپلې وسې مې کار کړی دی.

خبره به نوره نه اوږده وم او په لنډو ټکو کې به لومړی دا ووایم چې ډاکټر صاحب بهاند!

کله چې جانان موسی زی زما وطندار او تربور د بهرنیو چارو  وزارت ویاند وه ما او تا یو ځل هلته د هغه په دفتر کې یو بل سره لیدنه وکړه زه هغه مهال د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځۍ د څلورم ټولګي محصل وم خو؛ کله چې جانان موسی زي زه له تاسره معرفي کړم او له ما څخه دې وپوښتل چې په کومو ژبو پوهیږې او نورې څه زده کړې دې کړي نو؛ ما درته په درنښت ځواب درکړ او بهاند صاحب له تاسې څخه نړۍ منندویه یم په هغه وخت کې مو زه ډیر وهڅولم او ښې علمي لارښوونې دې ماته وکړې نور مو په کوم ځای کې لیدلي نه دي.

اوس به راشم او د تېرې لیکنې په هکله به هم تاسې محترم بهاند صاحب او نورو ملګرو سره د زړه خواله وکړم.

لومړی له دې نه هم مننه کوم چې تاسو ماته د استناد او بیبلیوګرافۍ کتاب د لوستلو لارښوونه وکړه او ډیر څه مې ترې زده کړل، زه د خپل هر استاد، لیکوال، ژورنالیست او علمي شخصیت کره او سم نظر، اثر، خبرې، دلیل او معلوماتو ته ډیر درناوی لرم زه له هغوی څخه ډیر څه زده کوم، رابشم اصلي بحث ته کله چې زه له کلي بیرته کابل خیرخانې ته راستون شوم د تل په شان مې خپل نږدې ملګری (کتاب) اسرار مرګ داکتر نجیب الله چې رزاق مامون صاحب لیکلي رواخیسته  هغه مې لوسته چې په ناڅاپي توګه مې یو ځل بیا د خپل کلی، دهغه ځای ماشومان او ځوانان را په یاد شول.

له بده مرغه ډیر خپه شوم او په ناببره توګه مې د کتاب پښتۍ ته سترګې ولګېدې چې پخوا مې یوه ورځپاڼه ورته پوښ کړې وه په خواشینۍ سره چې د لیکنې لیکوال نه برېښېده خو محتویات مې چې کله ولوستل او هغه لیکنه چې زما په ذهن کې ګرځېده چې د راتلونکي نسل په وړاندې زمونږ مسؤولیتونه څه دي داسې مسایل ول او په نېکمرغۍ سره هغه څه چې ما غوښتل ترڅو یې ولیکم خپلو کلیوالو او هېواد والو سره یې شریک کړم ډیری د نوموړې لیکنې په محتویاتو کې نغښتي ول او خوښ مې شول نو ځکه مې ځینې ترې رواخیستل او زما د لیکنې ځېنو برخو هغې لیکنې سره ورته والی درلوده، او په پای کې یو ځل بیا د موضوع د سپیناوي له پاره وایم چې د بهاند صاحب شخصیت او علمیت ته بشپړ درناوی لرم نوموړي زمونږ ژبې ته ډیر ادبي خدمت کړی دی د هغه د لېکنې ځېنې کرښې مې خوښې شوې نو ځکه مې په خپله تیره مقاله کې رانغاړلي ول او د پورتنۍ مسلې له کبله وه نه د کومې ادبي غلا له وجې، ستاسو روغتیا زما هیله ستاسو د لا ادبي همکارۍ په تمه.

د سرلوړي، خپلواکه او سوکاله افغانستان په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *