دريمه برخه
جې کې رولينګ
هغه ليکواله چې ډيرو ستونزو له ژونده بيزاره کړې وه
د هري پوټر مشهورو ناولونو ليکونکې جې کې رولينګ (J. K. Rowling) په ۱۹۶۵م کال د جولای په ۳۱مه د انګلستان د ييټ په ښار کې چې بريستول له ښار سره نږدې واقع دی، زيږيدلې ده. د (St Michael’s Primary School) په ښوونځي کې يې له زده کړو څخه پیل وکړ. رولينګ په ماشومتوب کې زياتره خيالي کيسې ليکلې چې هميشه به يې خپلې خور ته لوستلې.
جې کې رولينګ وايي چې د هغې د ځوانې لومړني وختونه خواشينوونکي وو. د مور ناروغۍ له کبله د هغې د کورفضا خړه وه او پلار يې هم له رولينګ سره صميمانه اړيکې نه درلودې.
په ۱۹۸۲م کې يې اکسفورډ پوهنتون ته د داخليدو ازموينه ورکړه، خو بريالۍ نه شوه. بيا يې د انګلستان په اکسټر پوهنتون کې د فرانسې د ژبې او ادبياتو پوهنځی پيل کړ. په ۱۹۸۶م کې له اکسټر پوهنځي څخه فارغه شوه.
د فارغيدو څخه وروسته يې په Amnesty international کې د څيړونکې په توګه دنده پيل کړه، خو دغه دنده يې ډيره دوامداره پاتې نه شوه. مور يې هم د اوږدې ناروغۍ له تيرولو څخه وروسته مړه شوه. د مور مرګ رولينګ ډيره متاثره کړه.
پرتګال هيواد ته د انګليسي د تدريس لپاره ولاړه. د تدريس په وختونو کې له پرتګالي تلويزيون ژورناليست جورج ارانتيس سره اشنا شوه او بالاخره يې واده هم سره وکړ، د يو کال له تيريدو څخه وړاندې يې لور پیدا شوه. د رولينګ اړيکې له خپل خاوند سره ښې نه وې نو له دې امله يې ورڅخه طلاق واخيسته او ورڅخه جدا شوه. بيا له خپلې لور سره سکاټلينډ ته ولاړه تر څوو له خپلې خور سره يو ځای شي. هلته يې هم د بيکارې وختونه تيرول.
د پوهنتون له فراغت څخه يې اووه کاله تير شول، خو جې کې رولينګ ته ځان ناکام ښکاريده. دوامداره دنده يې نه درلورده، مور يې وفات شوه، بې کوره وه او له خپل خاوند څخه هم جدا شوه. په دغه وختونو کې يې خپګان دغه حد ته رسيدلی و، چې ان د ځانوژنې انګيزه يې هم په فکر کې پیدا شوه. د بيکارې په دغه دوره کې يې يوازينې بوختيا د هري پوټر ناول ليکل وو. د دغه ناول د ليکلو فکر ورسره هغه وخت ناڅاپه پيدا شو، کله چې يې په ۱۹۹۰م کال کې له منچستر څخه لندن ته سفر کاوه. د هري پوټر لومړني ناول (هري پوټر او د جادو تيږه) زياتره په قهوهخانو کې ليکل شويدي، هغې به هره شپه خپله لور ويده کوله او خپله به د ناول ليکلو لپاره قهوه خانې ته تلله.

په ۱۹۹۵م کال کې يې د هري پوټر لومړنې خطي نسخه بشپړه کړه، خو کله يې چې غوښتل دغه ناول د کومې خپرندويې ټولنې لخوا چاپ کړي، نو بيا هم له ډيرو ستونزو سره مخ شوه. هغې دوولسو خپرندويو ټولنو ته دغه کتاب وروړلو، خو يوې يې هم له چاپولو سره موافقه ونه کړه. بالاخره د بلومسبري په نوم يوې خپرندويې ټولنې ورته يو څه زړه ښه کړ، د چاپولو لامل يې هم ډير جالب و. مخکې له دې چې هري پوټر ناول د دغې خپرندويې ټولنې لخوا چاپ شي د ټولنې د مشر اته کلنې لور دغه ناول ولوست، چې ډير زيات يې خوښ شو او له خپل پلا ر څخه يې د دغه ناول او د دغه ناول نورو برخو د چاپولو غوښتنه وکړه. د دغه ناولليکونکې اصلي نوم (Joanne Rowling) و،خو کله يې چې کتاب د خپريدو لپاره ومنل شو، نو ورڅخه دا غوښتنه هم وشوه چې خپل نوم کې بايد مخفف توري وکاروي، ځکه تنکي ځوانان د ښځينهوو ناولونه ډير نه خوښوي، هغې خپل نوم ته په (J. k. Rowling) بدلون ورکړ. J يې د خپل نوم له لومړني توري څخه اخيستلې او K يې د پلارنۍ نيا له نوم څخه اخيستی.
په ۱۹۹۷ کال کې د بلومسبري خپرندويې ټولنې دغه کتاب د ۱۰۰۰ ټوکو په شمير چاپ کړ چې ۵۰۰ يې کتابتونونو ته توزيع کړل، اوس د دغه کتابونو کاپي له ۱۶۰۰۰ څخه تر ۲۵۰۰۰ پونډو پورې قيمت لري. د دغه کتاب له چاپ څخه پنځه مياشتې وروسته رولينګ لومړنی سمارټيز ايوارډ تر لاسه کړ، په فيبروري کې يې د ماشومانو لپاره د کال غوره کتاب اعلان کړل شو او ورته د British Book) Award) ورکړل شواو وروسته (Children’s book award) هم ورکړل شو. په ۱۹۹۸م کې د امريکا په متحده ايالاتو کې د دغه کتاب د چاپ حقوقو د پیدا کولو لپاره بولۍ تر سره شوه، چې (Scholastic Inc) خپرندويې ټولنې د يو لکو پنځه زره (۱۰۵۰۰۰) امريکايي ډالرو په ارزښت دا بولۍ وګټله. جې کې رولينګ وايي: ما چې کله دغه خبر واوريده، نږدې و چې له ډیرې خوشالې څخه مړه شم. په ۱۹۹۸ کې د جولای په مياشت کې يې دويم ناول هري پوټر او د رازونو تالار (Harry potter and the chamber of secrets) په نوم خپور شو او يو ځل بيا يې د سمارټيز جايزه وګټله. د ۱۹۹۹م کال په ديسمبر کې يې خپل دريم ناول، هري پوټر او د ازکابان بندي (Harry Potter and the prisoner of Azkaban) چاپ کړ ، چې د لومړڼني شخص په توګه يې د سمارټيز جايزه د دريم ځل لپاره تر لاسه کړه. څلورم ناول يې يو څه موده وځنډاوه، ددې لپاره چې د نورو ناولونو د خرڅلاو لپاره مناسبه زمينه مساعده شي. څلورم ناول هري پوټر او د اور جام (Harry Potter and the Goblet of Fire) يې په ۲۰۰۰م کال د جولای په اتمه نيټه په بريتانيا او امريکا متحده ايالاتو کې په يو وخت چاپ شو، دغه ناول له هغه وروسته د خرڅلاو ريکارډ جوړ کړ، چې په بريتانيا کې په لومړی ورځ ۳۷۲۷۷۵ ټوکه وپلورل شو، په همدومره تعداد يې دريم دريم ناول په يو کال کې پلورل شوی و. په امريکا کې په لومړنيو ۴۸ ساعتونو کې درې ميليونه کاپې وپلورل شو. د هري پوټر پاتې ناولونه يو په بل پسې له درې کلونو، دوه کلونو او يو کال ځنډ څخه وروسته خپاره شول، چې اخيري ناول يې د ۲۰۰۷ کال د جولای په ۲۱مه نيټه خپور شو. اخیري څو ناولونه يې په ډيره زياته پیمانه وپلورل شول، چې نړيوال ريکارډ يې ټينګ کړ. د دغه ناولونو له لړۍ څخه فيلمونه هم جوړ شوي دي، چې نړيوال شهرت لري او ښاغلې رولينګ ته يې د لا زيات عايد لاس ته راوړلو لپاره زمينه برابره کړه.
د هري پوټر ناولونود لړۍ ۴۰۰ ميلونو نه ډير کتابونه وپلورل شول، چې د دغه کتابونو لړۍ د تاريخ تر ټولو زيات خرڅيدونکی کتاب دی.
جې کې رولينګ له خپل سخت ژوند او زياتو ستونزو له ګاللو وروسته داسې ځای ته ورسيده چې، د نړۍ يو له شتمنو ميرمنو څخه شميرل کيږي. په ۲۰۰۸ کال کې د سنډي ټايمز لخوا د شتمنو کسانو په ليست کې د بريتانيې ۱۲مه شتمنه ميرمن وګڼل شوه.
نور بيا …