لېډينګ سټوري – اداره
ښایي موږ به یو له نادرو ملتو څخه یو چې په خپل خیر و شر مو یا سر نه خلاصیږي او یا هم سر نه په ګرځوو، کنه د مسولو ملتو او حکومتو تر ټولو غوره خصلت دا دی چې خپلي ملي ګټې وپېژني او د پالنې لپاره یې منظم پلانونه او د تطبیق عملي– علمي لارې– چارې په نښه کړي.
موږ هیڅکله له پردیو څخه پر موږ د زړه سوي او تاوان نه رسولو هیله نه شو کولای دا ځکه چې هر ولس باید دومره روښان او ویښ شي چې خپلې ګټې خپله تعریف او وساتلای شي او نورو ته اجازه ورنکړي چې د دوی د زیان په قیمت خپل ځان سمبال کړي.
که تاریخ ته پام وکړو ډیر ځله زموږ د هلو- ځلو او مبارزو ګټې نورو وړي دي او موږ یوازې ایرو و کنډوالو ته سپېره خوله کښېنستلي یو، یو څو برجسته مثالونه به یې سره وګورو:
۱- کله چې مو درې واره انګریز وواهه او له دې سیمي څخه مو وتو ته اړ کړ نو ورسره سمه یې د پراخې امپراتورۍ کمبله هم ور ټوله شوه خو په نتیجه کې یې شوروي اتحاد ته د نړیوال ابر قدرت کېدو زمینه برابره شوه او موږ یې ثمره، چې اعلیحضرت امان الله شاه غازي وو، له وطنه ایستو ته اړ او پر کورني اړودوړو واووښتو.
۲- چې شوروي اتحاد مو مات کړ نو پایله یې د نړیوال نظامي بیلانس له منځه تګ او د امریکا پوځي یکه تازي شوه؛ موږ پرکورنیو خونړیو جګړو واووښتو چې تر ننه یې زغمو او لا هم د تباهۍ پر خوا روان یو.
۳- که نن زموږ په سیمه کې امریکا شکست خوري نو ټوله مزه به چین، روسیه، ایران او نور حریف ځواکونه اخلي پر او افغانستان به بیا هم هیڅ سیاسي لیدلوری او ستراتیژي نلري، همدا خپلمنځي وهل– وژل به روان وي ( خدای مکړه).
له دې ټولو ستونزو سره– سره افغانی ټولنه یوه د امیدوارۍ ځانګړنه لري چې د پردیو له بې شمېره شر موونکو هڅو سره– سره دلته کله هم و مذهبي شخړو ته زمېنه نه وه خو بېګانه او بېګانه پرستې ځینې کورنۍ کړۍ دوامدار تلاش کوي چې دلته د مذهبي اختلافاتو زهر وکري، له بده مرغه همدا اوس– اوس په افغانستان کې ځینې داسې حلقې فعالې دي چې مستقیماٌ د پاکستان د ای ایس ای پر لار– نقشه د دین د اصلي مفهوم د ترویج په نوم ناوړه تبلیغات کوي او زموږ ډیر درانه او محترم اهل تشیع افغانان واجب القتل بولي(العیاذ بالله) او دا وایي چې مرګ یې تر یوه یهودي و عیسوي هم ډیر ثواب لري.
لویه بدمرغي خو دا ده چې همدغه جریانونه د افغانستان له عدلیې وزارت سره رجستر هم دي او دوی په پراخ لاس د افغانستان په ټول تعلیمي او رسنیز نظام کې نفوذ کړی دی؛ په ښکاره توګه هم د افغانستان د موجود سیاسي ساختار او هم نورو مذاهبو پر ضد د پروپاګند منظم او سیستماتېک پروګرامونه لري، مثلاً دوی په اکثرو، خاصتاً دولتي پوهنتونو کې د ماځیګر، ماخوستن او سهار تر لمونځو وروسته د دیني نصیحت په نوم پردیپال او افغان ضد سیاسي تبلیغات کوی او د خلکو ذهنونه د خپلو خلکو، وطن او نظام پر ضد مغشوشوي.
حللار:
۱- دا د افغانستان د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې، په ځانګړې توګه د ملي امنیت ریاست تر ټولو مهمه وظیفه ده چې د دغه ډول څرګندو مضرو تحرکاتو مخه ونیسي، بیا هم باید ټینګار وشي چې د دې هرڅه کشف ته ضرورت نشته بلکې دا هرڅه تر لمر هم روښانه دي.
۲- د افغان روشنفکرانو مسولیت هم په دې برخه کې ډیر دروند دی، دوی اول باید په خپلو کې سره همږغي او بیا د منظمو روښانتیایې پروګرامو له لارې ټولې افغان ضد کړنې، کړۍ او مفکورې تشخیص او رسوا کړي او په مقابل کې یې نه ستړې کېدونکې ملي مبارزه وکړي.
دا زموږ پر ټولو دولتي و ولسي وطنپرستانو زموږ د زمانې حکم دی؛ موږ باید خپل ملي فرض اداء کړو!
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۰) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۲۶\ ۱۳۹۴