ګل رحمن رحماني –
د جرمني نوموتى ليکوال او په ادبياتو کې د نوبل جايزې ګټونکى ګونتر ګراس Gaunter Grassد روان زېږديز کال د اپرېل په ١٣مه نېټه د خپل هېواد په يوه روغتون کې د ناروغۍ په سبب په ٨٧کلنۍ کې له نړۍ سترګې پټې کړې.
ګراس ته د جرمني د ادبياتو او تاريخ تر ټولو د ځلانده څېرې نوم ورکړل شوى او اثار يې د نازيانو د واکمنۍ وختونه، د جګړې ورانۍ او د نازيانو له ماتې وروسته د ګناه هغه انځور وړاندې کوي چې المانيان ورسره مخ وو.
دى د هغو ليکوالو په څېر نه و چې د شهرت په اوج کې خپل شخصيت ورک کړي، يا له خپل ټولنيز موقف او مقام څخه نا خبره شي. ده ډېر ځله د تقدير او برخليک په اړه خبرې کړې دي او وايي:” ليکوال هغه څوک دى چې د وخت له يون سره سم يو څه ليکي، هغه کس ليکوال کېدى نه شي چې ځان له وخته بېل کړي او په تشه کې يو څه وليکي، لنډه داچې ليکوال بايد هر وخت معاصر وي.”
ګراس زياتوي، ليکوال بايد د وخت له بدلونونو سره مخ شي، له پېښو سره مخالفت څرګند کړي، خلاف موقف ونيسي، ځکه هر ليکوال د خپلې زمانې لپاره نړۍ ته راغلى، خو البته هغه کولى شي ددې ادعا وکړي چې له ټاکلې وعدې يې ډېر ژر يا ډېر وروسته په نړۍ کې قدم اېښى دى.
د تصور خلاف هغه د ليکلو لپاره موضوع خپله نه ټاکي، بلکه د مکلفيت له مخې يې ليکي، دى خپله وايي: “له بده مرغه چې لږ تر لږه مې د ليکنې لپاره د انتخاب ازادي نه درلوده، که چېرته مې غوښتي وى چې په دې برخه کې په خپلو غوښتنو او هوس پسې لاړ شم، له شک پرته چې د ادبي فنونو لمن مې نيوله او د ادبي پنځونو له راحت او ارامۍ څخه به مې خوند اخيسته، خو ما داسې کار نه شو کولى.”
ده تر اوسه پورې ګڼې ليکنې کړې، خو تر ډېره د يوه نړيوال کيسه ليکوال په توګه مطرح دى چې په کيسه کې خپله ځانګړې لاره او ځانګړتياوې لري، خو تر ټولو نامتو اثر يې (حلبي ډول) دى رومان چې د نوبل نړيواله ادبي جايزه يې اخيستې ده.
ګراس او (حلبي ډول) رومان
د ګراس دا نوبل ګټونکى اثر(حلبي ډول) چې په ١٩٥٩ زېږديز کال کې په شاوخوا اته سوه مخونو کې خپور شو، په همدې دوره کې د جرمني نازيانو پر ضد ليکل شوى داستان ګڼل کېږي او کله چې په ١٩٩٩ زېږديز کال دا اثر د نوبل کمېټې د نوبل نړيوال جايزې لپاره غوره کړ، نو يو دليل يې دا و چې ګني ګراس په خپل دې اثر د تاريخ هېرې شوې څېرې ته بېرته ساه ورکړه.
دا رومان چې وروسته ورباندې فلم هم جوړ شو او فلم يې د فلمونو اسکار نړيواله جايزه هم وګټله؛ په جرمني کې ورته د ناول ليکنې د بنسټ په سترګه کتل کېږي او نړيوال اديبان په دې اند دي چې حلبي ډول په رامنځته کېدو له څو لسيزو ژبني او اخلاقي ځند وروسته د الماني ادبياتو نوى پړاو پيل کړ.
رومان هم د جايزې تر ګټلو مخکې او هم وروسته د شهرت لوړو پوړيو ته رسېدلى و، خو د نوبل تر اخيستلو وروسته يې د نړۍ ګڼو ژبو ته ژباړه چټکه شوه. د ناول د اوچت ادبي جادويي ريالېزم په سبک ليکل شوى. مرکزي اتل يې د اسکار په نامه درې کلن ماشوم دى. دغه ماشوم په درې کلنۍ کې هوډ کوي چې بايد په همدې عمر پاتې شي او عمر يې زيات نه شي.
دا هغه مهال دى چې په جرمني کې د نازي ګوند په خپل زور کې دى، ماشوم د خپل دې پيغام رسولو لپاره حلبي ډول غاړې ته اچوي او هر ځاى خپل پيغام وړاندې کوي.
ګراس د خپل دې رومان د کوچني اتل ګراس او د هغه د مسخرو يا شوخيو په اړه ويلي وو چې دده طنز او شوخۍ له مذهب سره د دښمنۍ مانا نه لري، “دى له وېرې سره مخ کېږي، ويرونکي خيالونه يې رانيسي، دا هغه څه دي چې په داسې يوه وضعيت کې يې انسان کوي او اسکار په فکر کې وي چې مسيح به ژغورونکى وي.”
دا ماشوم همداسې کوچنى پاتې کېږي، خو په فکري لحاظ وده کوي، خلاق ذهن او پوهه لري، لرې او نږدې لېدونکي هغه ته د يوه ماشوم په سترګه ګوري، خو دى د لويانو غوندې په هر څه پوهېږي، ګوري او درک کوي يې، هر وخت يې چې زړه شي، نو له خپل ځانګړو وړتياوو د تفرېح او يا شرايطو د بدلون لپاره ګټه اخلي، حرکات يې خندوونکي وي.
خپله ګراس هم دا تمه نه درلوده چې حلبي ډول به يې د لوستونکو او کره کتونکو له دومره تاوده هر کلي سره مخ کېږي.د جايزې له اخيستو وروسته نږدې هر کال په المان او نړۍ کې د فرهنګيانو او فرهنګي مرکزونو له خوا ددې رومان د چاپ وياړ غونډې جوړېږي.
په رومان کې د المان د امپراتور هټلر په اړه هم ځينې پېښې يادې شوې چې ياد شوى ماشوم يې شاهد وي او رول هم په کې لوبوي. دا ماشوم د نيمګړي پدايښت او جسمي ستونزې په سبب د نورو د ځورولو سبب ګرځي او د نورو له احساساتو ناوړه ګټه اخلي چې دا نقش يې په يوه ډول د الماني ټولنې د هغه مهال د شرايطو يو انځور دى.
حلبي ډول په ډېره ساده، روانه، خو طنزيه او تنده ژبه له ژورو داستاني جوړښتونو سره ليکل شوې چې پراخه او هر اړخيزه دي، هره پېښه، ګام او څرخ يې لوستونکي ته يو نوى موفق ورکوي او دې ته اړ کېږي چې د پېښو د داور( څارونکي) په توګه ځان را څرګند کړي.
دى له خپل رومان کې د وخت له بې رحميو کيسه کوي، له ځپل شوو او محرومو وګړو سره زړه سوى او مينه څرګندوي، خو دا يوازې اخلاقي يا روزنيز اثر نه، بلکې شوخ او خوښ انداز لري، لوستونکي ته ددې فرصت ورکوي چې په کمه موده کې د يوه تاريخ پير(دوران) روح او جوهر ته ننوځي.
ګراس او سياست
ګراس د ادبياتو او تاريخ تر څنګ له سياست سره هم لېوالتيا درلوده او د خپل هېواد سوسيال ديموکرات ګوند له غړو شمېرل کېده، خو سياسي فعاليتونو يې ځينې ژور غبرګونه هم درلود چې له دې ډلې يې د “پياز پوستول” جنجالي ناول و چې د لوړي ځل لپاره دويمې نړيوالې جګړې د پاى شېبو کې له نازيانو سره له خپلې همکارۍ پرده پورته کوي.
ده خپل دا اتو بيوګرافي ډوله اثر په ٢٠٠٦ کال کې خپور کړى او خپله اعتراف کوي په دويمه نړيواله جګړه کې د تنکۍ ځوانۍ پرمهال د نازي ګوند د پوځي څانګې غړى وى.
دې کتاب يې ګڼ غبرګونونه له ځان سره درلودل چې يو له هغو نه هم د سولې نوبل جايزې د ګټونکي او د لهستان د پخواني ولسمشر لخ والسا غبرګون و. ده له ګراس څخه د خپل هېواد ورکړى افتخاري تابعيت بېرته واخيست، خو وروسته يې پر ګراس کړې نيوکې بېرته واخيستې او وويل چې د هغه وضعيت نورو ته درس دى.
همدا ډول ” هغه څه چې بايد وويل شي” دده يو بل سياسي شعر و چې درې کاله وړاندې يې د اسراييلو د اتومي وسلو، ددې رژيزم پر جوړښت او ايراني اتومي پروګرام په اړه ليکلى و چې له نيوکې ډګه ژبه يې درلوده او غوښتل يې دا پيغام ورکړي چې اسراييل او وسلې يې د نړۍ لپاره ستر ګواښ دى.
د هغه دا منثور شعر پر الماني ورځپاڼو سربېره، په نړيوال ورځپانو له دې ډلې په نيويارک ټايمز او اېټاليا په لارپوبليکا ورځپانو کې خپور شو چې د رسنيو او سياستوالو تر څنګ يې پراخه جنجالونه را وپارول.
هغه په خپل دې شعر کې په طنز ډوله کنايه کې ويلي چې اتومي بمونه نړۍ ګواښي او ټاکل شوې چې المان يو نوى اوبتل اسرايلو ته ورکړي، دا اوبتل بايد هغه ځاى ته د ټولو اتومي سرګلولو لپاره لارښوونه وکړي، چېرته چې هېڅ اتومي بم نه دى ثابت شوى.
د جنجال يو لامل دا و چې شعر اسراييل غندلي او د ايران له اتومي پروګرام يې په يوه بڼه ملاتړ کړى و، ځکه چې” نه دى ثابت شوى” د ايران اتومي پروګرام ته اشاره ده چې اسراييل او امريکا يې سخت مخالف دي.
ددې تر څنګ يې د اسراييلو په اړه ډېرو نورو شعرونو کې هم انتقادي اشارې وکړې چې په غبرګون يې پر ګراس نيوکې په ٢٠١٢ کې خورا زياتې شوې، له بله اړخه يوه مهمه موضوع دا وه چې دى په عراق کې د امريکا د جګړې له سختو مخالفينو څخه و.
د ګراس ټولنيز اوهنري شخصيت
له ادبي او سياسي ډګره يې ور هاخوا په بشري او ټولنيزو فعاليتونو کې هم مخکښ رول درلود چې د نوبل له اخيستلو او نړيوال شهرت وروسته يې دا فعاليتونه چټک کړل چې له دې ډلې يې د سولې او ژوندچاپيريال لپاره کړي کمپاينونه يادولى شو.
دا او ځينې نور ټولنيز فعاليتونه ددې سبب شول چې دوه کاله وړاندې(٢٠١٣ ) کال کې د المان د سيسرو مجلې له خوا د المان د لومړۍ درجه روڼ اندي په توګه وپېژندل شو.
په همدې ډول انځوري او نقاشي هم دده له هنرونو څخه دي چې ګنې هنري نقاشۍ او مجسمې يې په ميراث پرېښې.
ده په ١٩٤٤ کال کې د سرتېري په توګه په پوځ کې دنده هم اجرا کړې، په پوځ کې له خپلې شپږ مياشتنۍ دندې وروسته سره ددې چې يو ډز يې هم نه کړى، په جګړه کې ټپي او د امريکايي سرتېرو له خوا ونيول شو.
وروسته له پوځي ډګره راووت، د دوسلدروف او برلين پوهنتونو کې يې د هنر په څانګه کې خپلو زده کړو ته دوام ورکړ. په همدې مهال د هانس ورنر ريشتر له خوا جوړې شوې “47”نومې ډلې سره يو ځاى شو چې نورو پياوړو ليکوالو يې هم غړيتوب درلود، خو وروسته په ١٩٥٦ کال کې پاريس ته ولاړ او په رومانونو يې کار پيل کړ.
د ګراس د ليکنې سبک
ګراس په خپلو ادبي اثارو کې د منفردو څېرو په ستاينه او لنډمهاله زمانې قناعت نه کوي. د زمان عنصر ته يوازې د يوه تاريخي پيوستون يا اړيکې په توګه لېوال دى. خپل ورک شوي شخصتونه او پېښې د تاريخ له هېرو شوو ګوټونو را کاږي او تر زره بين لاندې يې نيسي. د هغه نثر روان دى، هېڅکله په کې غوټه او پېچلتيا نه موندل کېږي، خو تر ټولو مهم يې د روايت انداز دى چې له شک پرته نه هېرېدونکى خوند او رنګ لري.
ګراس د نړۍ د نورو سترو رومان ليکونکو په سبک بې ساري او خلاق ليکوال دى، دى د سترو او ګڼ حجمه پېښو راوي دى، د زمانې په ډېرو سترو پېښو کې هم وړې پېښې له ياده نه باسي چې دده رنګين او بنسټيز سبک د همدې بريا او پراختيا ښکارندوى دى.
ګراس د خپل سبک په اړه وايي:”زه تل په دې پوهېدم چې قلم مې په کوم ادبي دود خوځېږي، په روايتي نثر کې د رومان اروپايي کلاسيک دود پيروي کوم، هغه له پېښو ډک رومانونه چې د اسپانيا په اندلس کې پيل شول، فکر کوم چې د الکساندر پلاتس او حتى د هومر د ادويسه رومان هم ددې ګڼ پېښو رومانونو له دود سره تړاو لري چې کولى شي د يوې ورځې زماني واټن په ترڅ کې ټوله نړۍ منعکسه کړي. دا يوه نه ورکېدونکې الګو ده چې تر نوي عصره پاتې شوې او زه يې هم په متن کې خپل ځان ګورم.”
گراس خپل درې ګوني رومانونه لکه حلبي ډول، موږک او پيشو، د سپيتوب کلونه په ١٩٦٠ کلونو کې وليکل او ددې اثارو له خپراوي شاوخوا پنځوس کاله وړاندې يې د وروستۍ نڅا، د هانس کرستيان داستانونه د ګراس له نظره، “پياز پوستول” هم خپاره کړل.
ددې ترڅنګ نوموړي په خپلو درې مهمو داستاني اثارو لکه پراخه ډګر، زما پېړۍ او د چنګاښ په ګام کې دا ثابته کړې وه چې هېڅکله به دې ته حاضر نه شي چې انساني ژمنتيا او شعور د ادبياتو په ذبحه تون کې قرباني کړي. په دې توګه يې په خپله هره مقاله او داستان کې د اخلاقي مسووليت پر موضوع ټينګار کړى دى.
پر ګراس شوې نيوکې
د ګراس اکثره منتقدينو هغه يو نا ارام او سرکښه روڼ اندى بللى له ټولنيزو ناخوالو او ستونزو څخه خپل يوازينۍ رسالت ځان ټيټ ښودونه بولي، خو ستايونکي يې هغه د يوه ټولنيز مصلح او سرسخته انسان په توګه پېژني چې او وايي دهغه اخلاقي بيانونه وخت تېري دي چې اوسمهال بازار او استعمال نه لري.
خو ددې سربېره يې ټول دښمنان او دوستان په دې سره يوه خوله دي چې هغه د المان تر ټولو خلاق( پنځګر) ليکوال و او اوسنى ټولنې وکولى شوى چې دهغه په ګڼو اثارو کې خپله اصلي بڼۀ او څېره پيدا کړي.
بل خوا په ١٩٨٠ کال کې ګڼو کيڼ اړخو ګونتر ګراس ته د هغه ليکوال په سترګه کتل چې د ليکونې او پنځونې لپاره کافي ځواک او وړتيا نه لري او ويل يې چې ګراس خپله ټوله وړتيا په سياسي دريځونو خپلولو او غير ادبي بوختياوو ضايع کړې ده، خو ددې ټينګ دريځ او له بهر څخه تر لاسه کړې ستاينې او تاييدي نظريات د هغه د ساتنې او پايښت سبب شول.
دى حتى د ١٩٩٠ کليزې تر وروستيو پورې د خپلو مخالفينو له بې رحمه بريدونو سره مخ و، د شهرت لوړيو پوړيو ته نه و رسېدلى او تازه اثارو يې د ليکوالو ډېره کمه پاملرنه ځان ته اړوله، ويل کېدل چې هغه ادبي بڼې او سبک ته د پاملرنې پر ځاى په خام او ښکاره ډول سياسي ننګونو او ټولنيزو ستونزو ته مخه کوي.
ګونتر ګراس په خپلو نورو او وروستيو اثارو کې د المان پر اوسنۍ ټولنه د حاکمو اړيکو نقد ته مخه کړه، ده په خپل ژور نظر او ليدل لوري، يا تر ډېره به بدګومانه نظر هغه مسلطو اړيکو او مناسباتو ته ځير شو چې د ګڼو مادي پرمختګونو سره اوس هم د تېرې ورځې د ځينو پيکه او پليدو مناسبتونه په توګه د اوسني ښکلي او ظريف ژوند په جامه کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.
اړونده لیکنه: