تاند- نن سبا به ښايي داسي کم څوک پیدا شي چې یوه نه یوه الیکترونیکي وسیله ورسره نه وي. دا وسیلې د بېټریو په وسیله کار کوي.

په نړۍ کې ورځ په ورځ لا سپکو او نازکو الیکترونیکي وسایلو ته اړتیا زیاتېږي. کله چې موبایل، لپ ټاپ او نورې الیکترونیکي وسیلې مو کوچنۍ کېږي طبعاً چې بېټرۍ هم باید وړې شي خو په دې برخه کې لویه ستونزه دا ده چې څرنګه داسي بېټرۍ جوړې شي چې هم کوچنۍ وي او هم زیات وخت چارج پاتې شي.

ساینسپوهان هڅه کوي چې بېټرۍ لا کوچنۍ، سپکې، او د چارج له پلوه قوي جوړې کړي او په عین حال کې ژر چارج شي.

د امریکا د ستانفورډ پوهنتون څېړونکو، چې په دې برخه کې کار کوي، په دې برخه کې یو لړ مهم ګامونه اخیستي دي.

د دغه پوهنتون استاد پروفیسر ډای اونګجي، د موبایل انرژۍ د منابعو د انکشاف پر پروګرام کار کوي، وايي: له ډېرو کلونو راهیسي کیمیاپوهان په خپلو تحقیقاتو کې د بېټریو د راتلونکي نسل په توګه پر المونیم این (aluminum-ion) بېټریو کار کوي، خو دوی تل له هغو موادو سره ستونزه لرلې چې د دغو بېټریو په جوړولو کې کارول کېږي او د بېټرۍ وړتیا ټاکي.

پروفیسرډای اونګجي وايي چې دوی په کاملاً تصادفي ډول کشف کړه چې د بېټرۍ د مثبت چارج د مثبت الیکترود یو کتود (cathode)، چې له ګرافیت څخه جوړ شوی دی، تر ټولو ښه کار ورکوي.

د پروفیسر ډای اونګجي په وینا د المونیم این بېټرۍ د لیتیم این تر بېټریو په ځلونو ارزانه، ژر چارجېدونکي او د اور په وړاندې مقاومې دي.

دی همداراز وايي دا ډول بېټرۍ که برمه هم شي اور نه اخلي او تر دې هم مهمه لا دا ده چې ډېر انعطاف لري.

سره له دې چې د امریکا د ستاتفورد پوهنتون د ساینسپوهانو له لوري جوړه شوې د المونیم این نوې بېټرۍ په څه کم یوه دقیقه کې کاملاً چارجېږي او د ۷۵۰۰ سایکل چارج ظرفیت لري خو لا هم لیتیم این بېټرۍ ځیني ښېګڼې لري.

لیتیم این بېټرۍ یوازې زر ځلي چارج کېدای شي خو دا بېټرۍ په هر کیلوګرام کې د ۴۰ واټو ظرفیت لري، حال دا چې لیتیم این بېټرۍ په هرو ۱۰۰ کیلوګرام کې تر ۲۶۰ واټه قدرت لري.

که څه هم لا اوږده لاره او وخت پاتې دی چې المونیم این بېټرۍ د امونیم این بېټریو ځای ونیسي خو که دا ډول بېټرۍ کامیابې شي، افغانستان ته، چې ویل کېږي یو له محدود شمېر هیوادونو څخه دی چې لیتیم لري، په راتلونکي وخت کې اقتصادي تاوان پېښولی شي.

افغانستان هیله لري چې یو وخت به خپل لیتیم استخراج او په لوړه بیه به یې وپلوري.

ځینو اټکل کړی چې لیتیم به افغانستان دومره شتمن کړي لکه څومره چې تېلو عربي هیوادونه شتمن کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *