تاند- نیوزویک مجلې په یوه راپور کې ویلي، د خبرواترو له لارې د افغانستان د نژدې دیارلس کلنې شخړې سوله ییز حل هیڅکله دومره پېچلی نه ښکارېده. د طالبانو مشران پر دې مسلې چې ایا له خپلو دښمنانو (امریکایانو او د کرزي حکومت) سره خبرې وکړي او که ونه کړي په خپل منځ کې خورا زیات وېشل شوي دي. یوه ډله یې ممکن له واشنګټن او کابل سره خبرې وکړي خو بلې، چې د جګړې د میدان سخت دریځي جنګیالي یې ملاتړ کوي، د جګړې د غځولو لار غوره کړې.

په پاکستان کې د نیوزویک او ډیلي بیسټ د خبریال سمیع یوسفزي په قلم په دې راپور کې ویل شوي: کله چې تېره میاشت یوه مثبت حرکت ولیدل شو نو د افغانستان ولسمشر حامد کرزي په لوړ ږغ وویل چې د سولې د بهیر په اړه دی هم جدي ملاحظات لري.

خو عجیبه دا ده چې د داخلي اختلاف وېرې د طالبانو مشران وهڅول چې د سولې خبرو ته موقع ورکړي. د مې د میاشتې په وروستیو کې د کوټې د شورا په نوم د طالبانو سیاسي او پوځي شورا د طالبانو د جګپوړو وزیرانو، والیانو او قومندانانو ترمنځ د اختلاف په عکس العمل کې بیړنۍ غونډه وروبلله.

د غښتلي قومندان اختر محمد منصور په مشرۍ شورا اندېښنه لرله چې د طالبانو د مالیې پخوانی وزیر او د سولې خوله ور ملاتړی، مولوي اغا جان معتصم به له جګړې د لاس اخیستلو او د کرزي له حکومت سره د یوځای کېدو لپاره د خپلو پلویانو ملاتړ ترلاسه کړي.

د مولوي معتصم د هڅې د مخنیوي لپاره منصور له مجبوریته د معتصم واقع بینانه پالیسي خپله کړه او د طالبانو پلاوي ته یې شنه اشاره ورکړه چې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیزي او نه یوازې له امریکا بلکې د افغانستان د حکومت له پلاوي سره هم خبرې پیل کړي.

په قطر کې د طالبانو استازي له نژدې یوه کال راهیسي منتظر ول.

د معاملې لپاره د طالبانو د دوحې د دفتر د پرانستو خبر، یو مهم انکشاف وبلل شو.

د افغانستان د حکومت یوه والي، چې له کرزي سره نژدې اړیکې لري، نیوزویک ته وویل:«منصور د دې لپاره چې د یوه جدي داخلي درز مخه ونیسي، پرېکړه وکړه چې د زهرو جام په سر واړوي او د خپلو پخوانیو خبرو خلاف، چې ویل به یې تر څو چې بهرني پوځیان په افغانستان کې وي، هیڅکله به خبرې ونه کړي، ومنله چې خبرې کوي.»

نیوزویک وايي، اکثره په جګړه بوخت طالبان له خپلو دښمنانو سره د خبرو مخالف دي. د طالبانو یوه سیاسي فعال ذبیح الله وویل:«له کرزي سره یو ناببره د خبرو مسلې د جګړې د میدان جنګیالي په غوسه کړل. له بده مرغه زموږ مشران خپلو جنګیالیو ته د دې مسلې په سپیناوي کې له ستونزو سره مخامخ دي چې ورته ووايي ولې اوس له دوولس کلونو وروسته له کرزي سره د خبرو وخت راغلی دی.»

یوه بریتانیايي دیپلومات وویل:«د جګړې د میدان جنګیالي کلیدي اهمیت لري. که دوی ته قناعت ورنه کړای شي چې سمه لار د خبرو ده، ګرانه ده چې سوله راشي.»

4 thoughts on “نیوزویک: طالبانو په خپل منځ کې د درز د مخنیوي لپاره له کرزي سره د سولې خبرې ومنلې”
  1. زموږ دافغانانو په رشیاهم دالویه تیروطنه ده دامریکانانوسره دصلحی خبری کو م دافغانانو سره جنګیږم تاسو لیږ فکر وکړی داده صلحی په لفز دی امریکایان پوهیږی دصلحی دلفز پرزای ولی دانګلش دغه عنوان نه لیکل کیږی
    Peace Slh
    چی دامریکایانو ښه سرورباندی خلاص سی چی هاهاهاها طالبان زموږ سره دصلحی خبری کوی طالبان هم زموږ تا بع شول
    داهم په دنیاکی یوه سختریزه ډله ده چی دوی زمو تابع شول دنیاټوله زموږ ده بیادی دامریکایانو زلم اودمسلمانانو دوژلو دصلحی
    لقب ورکول شی دابیا دافغانانو فلسطین دی
    یوه خبرده وا یی خپل چدی مړکی لمرتدی نغور زوی امریکایی یهودیان دمسلمانانو مغزه راوباسی

  2. صلح کښی خیر دی خدای پاک وایی او دهغه رسول وایی چه مونږ اوتاسی ورباندی ایمان لرو هغه څوک چه ایمان ورباندی نه لری هغه صلح نه منی. زما هیله د ټولو طالبانو څخه ده چه د توپک پرځای خبرو ته لاربرابره کړی او افغانان نورنه ازاره وی

  3. که صلح ونشی نو اوس اوس طالبان د ملی اردو سره مخامخ جنګ هم نشی کوالی. تاسی ګوری چه طالبان نن سبا صرف پلونه او سرکونه خرابوی او انتحاری حملی کوی چه دا د نظامی د نقط نظره یو ډیر ضعیف موقف دی. بهتره داده چه طالبان خلک خپل کړی د خلکو زړونه په لاس راوړی، وژنی بس کړی او د آزادو اننخاباتو له لاری ځانونه حکومت ته ورسوی، ولی زه فکر کوم چه دوی به هڅکله په ښارونو کی خلک خپل نشی نکړی ځکه چه دوی ډیر خلک د انتحاری حملو له وجه په ښارونو کی وژلی دی. اوس هغه پخوانی افغانستان ندی چه د قمچینی او وهلو په وسیله هدایت شی ځکه چه هر څوک پوهیږی چه څه چل دی. د طالبان څیری هم خلکوته معلومی شوی چه څوک دی او څه غواړی چه ویی کړی

  4. جګړه له امريكايانو سره ده او صلحه دى د كرزى سره وشى؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ دا كوم منطق دى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *