خوست ولايت چې نږدې يو نيم مليون نفوس لري، د مرکزي احصايې اداره يې بايد په وړاندې د اسلامي او ملي مسووليت پربنسټ لازم ګام واخلي او دخپلو حقه حقونو د ورکولو په خاطر ددې ولايت دقيقه سرشمېرنه وکړي .
دا څرګندونې دخوست ولايتي ادارې په پي ډي سي يا مياشتنۍ پرمختيايي غونډه کې په ډاګه شوې .
دغه غونډه چې دخوست ولايت د اقتصاد ريس انجنيرحميدشاه په مشرۍ داييره شوي وه، په کې دبېلابېلو دولتي ادارو مسوولينو ترڅنګ د ملي او نړيوالو مرستندويه ادارو استازو هم ګډون درلود.
پرمختيايي غونډه د ورسپارل شوي مسووليت په اساس په هر ولايت کې د بيارغونې پروژې ترمسلکي بحثونو وروسته په تصويب رسوي او هڅه کوي، چې د دولتي او غيردولتي بنسټونو لخوا د پلي کېدونکو پروژو ترمنځ يوه داسې لازمه همغږي رامنځته کړي،چې د پروژو د ټکر مخه ونيسي ،خو دا ځل د اجنډا د بحث زياتره برخه دخوست ولايت نفوس ته ځانګړي شوي وه.
د غونډې برخوالو وويل خوست ولايت د ملي پيوستون د پروګرام ، د پوهنې او نورو قومي حسابونو په اساس نږدې يونيم مليون وګړي لري، چې ددې ولايت په مرکز او ولسواليو کې ژوند کوي.
خو ددوى په خبره د پخوانۍ غيرعادلانه او نيمګړي سرشمېرنې له امله د څو کالونو راپدېخوا ددې ولايت حقه حقوق تلف کيږي او خلک يې په بېلابېلو برخو کې د ستونزو سره مخامخ دي.
د دوى په وينا هرکال خوست ولايت ته د نورو برخو ترڅنګ د روغتيا مهم سکتور ته چې د خلکو ژوند بلل کيږي،په پخواني حساب امکانات ورکول کيږي.د عامې روغتيا د سرپرست ريس ډاکټرهدايت الله حميدي په خبره چې په خوست کې سلګونه زره ماشومان شتون لري، خو څرنګه چې د مرکزي احصايې اداره دخوست ولايت په هکله پخوانۍ سرشمېرنه لري، نو په همدې اساس دوى ته دپخواني حساب شوي نفوس په اساس دوا درمل او واکسين ورکول کيږي.
حيمدي زياتوله، چې په تېرو کالونو کې داحصايې د مرکزي ادارې لخوا دخوست ولايت نفوس ((٥٥٦٠٠٠)) پنځه سوه شپږ پنځوس زره تعين شوى، پداسې حال کې چې د دوى د روغتيايي خدماتو له مخې چې په مرکز او ولسواليو کې سر ته رسيږي، تر يو مليون ډېر خلک ژوند کوي .دده په خبره سږ کال دوى ته د واکسين او دوا درمل پلان د ٥٦٥٠٠٠ پنځه سوه پنځه شپېته زره وګړو په حساب راغلى، چې د تېر کال په نسبت (٩٠٠٠) نهه زره تنه په کې زيات شوي دي ، پداسې حال کې چې په تېر کال کې يوازې هغه نوي زيږيدلي ماشومان چې په دولتي او غيردولتي روغتونونو او کلينيکونو کې تولد شوي دي ، شمېر يې ((٢٢٥٠٠)) دوه ويشت زره پنځه سوه تنو ته رسيږي.
ده وويل که چېرې دخوست ولايت نفوس شمېرنه له سره ونه شي، نو د خوست دخلکو روغتيايي ستونزې چې ډېرې مهمې دي، د حل پرځاى ډېرې شي.
د ملي پيوستون د پروګرام ولايتي مسوول انجنيربصير وويل دوى په خوست ولايت کې ((١١٤٥)) يوولس سوه پنځه څلوېښت کلي ترپوښښ لاندې نيولي دي، چې د دوى د معلوماتو پربنسټ په يادو کليو کې شاوخوا ((١٣)) ديارلس سوه زره خلک اوسيږي.
د نوموړي په خبره چې لا هم داسې سيمې شته، چې د دوى سره ثبت ندي، نوکه چېرې هغه هم ثبت شي کېداى شي، چې د نفوسو په شمېر کې له دې هم زياتوالى راشي .
د اقتصاد ريس انجنيرحميدشاه،د مخابراتو ريس ګل حبيب شاه،انجينرمحمدرسول مسافر، په خوست کې د احصايې امر انجنيرمحمدمنيب او نورو ګډونوالو دخوست په هکله پخوانۍ سرشمېرنه واقعيتونو ته په کتو سره غيرعادلانه وبلله او پرېکړه وشوه، چې دغه موضوع دې د يوې ځانګړې کمېټې پواسطه تعقيب شي.
دوى له مرکزي حکومته په يوه غږ غوښتنه وکړه ، چې پدې هکله دې دخوست ولايت سره لازمه همکاري وکړي ، ددوى په خبره دخوست په هره لوېشت سيمه کې ددې شرايط برابر دي، چې دقيقه سرشمېرنه وشي .
ولايت مقام مطبوعاتي دفتر
٢٦-١-١٣٩٤
چهارشنبه