تاند – بنګله دیش د کرکټ په یوه ورځنۍ لوبه کې پاکستان ته په ډاکه کې د جمعې په ورځ د ۷۹ منډو په توپیر ماتې ورکړه. لومړی بیټنګ بنګالي لوبغاړو وکړ او په ټاکلي ۵۰ اورونو کې یې ۳۲۹ منډې جوړې کړې. په ځواب کې د پاکستان ټول لوبغاړي په ۵۶ اوور کې د ۲۵۰ منډو له جوړیدو سره وسوځیدل.

په دې لوبه کې د بنګله دیش دوو لوبغاړو د سر لوبغاړي تمیم اقبال او ویکټ ساتونکي مشفق الرحمان سلیزې جوړې کړې. د پاکستان له لورې کتپان اظهر علي په ۷۲ منډو وسوځیده، هارس او رضوان هم تر پنځوسو ډیرې وکړې، نور لوبغاړي یې ژر ژر وسوځیدل.

د پاکستان ټیم دبنګله دیش دوره پیل کړې ده تر دې یو ورځنۍ لوبې مخکې پاکستاني لوبغاړو یوه ورځنۍ دوستانه لوبه د بنګله دیش له کرکټ بورډ یولس لوبډلې سره د یوه ویکټ په توپیر بایللې وه.

ټاکل شوې ده چې پاکستان له بنګله دیش سره د ۵۰ اورونو دوهمه یوه ورځنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ په ډاکه کې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *