تاند- افغان چارواکو د جمعې په ورځ وویل چې پنځه تنه افغان شیعه ګان، چې په وروستیو ورځو کې د وسله والو سختدریځو له لوري تښتول شوي ول، د وسله والو له لوري په بې رحمۍ وژل شوي دي.
دا پنځه تنه له هغو ۳۱ تنو وروسته برمته شول چې نژدې دوې میاشتې پخوا د زابل په شاهجوۍ ولسوالۍ کې د نامعلومو وسله والو له خوا وتښتول شول او تر اوسه یې درک نه دی څرګند شوی.
د چهارشنبې په ورځ /اپریل ۱۵مه/ د غزني ولایت په مالستان ولسوالۍ کې پنځه تنه هزاره افغانان وتښتول شول.
د مالستان ولسوال رامین علي هدایت فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«د دوی مړي نن ماسپښین په مالستان ولسوالۍ کې وموندل شول. د پنځو واړو سرونه پرې کړای شوي.»
ولسوال رامین علي هدایت وویل چې دا کسان د اسلامي دولت یا داعش وسله والو کسانو تښتولي او وژلي دي.
خو د غزني د والي مرستیال محمد علي په دې پېښه کې طالبان په لاس لرلو تورن کړل، ویې ویل چې طالبان غواړي چې په دې ډول کارونو د افغانستان له محبسونو څخه خپل بندیان خلاص کړي.
محمد علي، چې په خپله هم په خټه هزاره دی، فرانس پریس ته وویل:«د دوی غوښتنې ونه منل شوې نو دوی د هزاره ګانو سرونه پرې کړل.»
تراوسه پوري طالبانو یا کومې بلې ډلې د دې جنایت مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی. همداراز تر دې دمه کومې دلې د هغو ۳۱ هزاره مسافرو، چې له ایرانه خپلو کورونو ته روان ول او په زابل کې وتښتول شول، د برمته کولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.
سره له دې چې د غزني مرستیال والي او ګڼ نور خلک په دې پېښو کې طالبان په لاس لرلو تورنوي او وايي چې طالبان عموماً د ملکیانو ځورول او وژل په غاړه نه اخلي، خو داسي راپورونه هم شته چې داعش په وروستیو کې په افغانستان کې فعالیت زیات کړی دی.
ویل کېږي چې په ځینو سیمو کې ناراضو طالبانو د پیسو او امتیازونو په خاطر، چې داعش یې لري، خپل سپین بیرغونه د داعشیانو په تورو هغو بدل کړي دي.
هر وخت چه طالب یا داعشی سپی نیول کیگی، جای په جای باید مردار شی.
که داعش هم دا کار نه یی کړی، اوس یی په داعش ور اچوی څو پاکستان و په سر کی د تروریزم حامیان (امریکا) وښیی چه په افغانستان کی داعش هم له آسمانه را پریوتی دی