دودپال / دريمه برخه
۲ـ متلونه
اوبه په ډانګ نه بیلېږي
اوبه له پاسه خړې دي
اوبه د لوښي له مخې څښل کېږي
ژرنده په اوبو ګرځي
اوبه چې په سر واوړی څه یوه نیزه څه سل نیزې
له ورخه وتلی اوبه بېرته نه راګرځي
اور او اوبه نه سره جوړېږي
په ویاله کې چې اوبه تللي وي بیا هم ځي
اوبه یوګوټ وي
۳-بدلې او نارې
شین خالۍ اوبو ته لاړه
سور منګی راوړي په غاړه
د کېږدۍ پېڅول یې ښوري
شین خالۍ پټه را ګوري
۴-دوه پاړکيزه او درې پاړکيزه سروکي :
اوبه درته راوړم سابه درته پخوم
یاره ځم درسره خونه دې ورانه شي جوګي
***
اوبه دې وړینه
پاڅه لالیه مازیګر دی اوبه دې وړینه
***
پاڼې د ګور ګورې
نرۍ نرۍ اوبه راځي ما ډوبوبیه
***
د باغ هلکه
اوبه را پریده کشمالي اوبه کومه
***
د سین په غاړه باندې تلمه شمشتۍ وخوړم
غم د لیونۍ وخوړم
***
د سین غاړه زما ساړه کېږي آشنا
راځه غاړه په غاړه زما ساړه کېږي آشنا
***
شبنم دانې دانې
دانې دانې یې په لمن کې ټولومه
***
کشمالی ګله باران ورېږي
باران ورېږي سالو ګی مې لمدوینه
***
مړ شومه له تندې ډېره لرې چینه ګۍ ده
وچه مې خولګۍ ده
***
وه یاره مینه
اوبه یې راوړې د مېملې له چنارونه
وه یاره مینه
***
چې مازیګر اوبو له ځې زما سودا شي
را ماته به دې ملا شي
چې غبرګ منګی راوړې
***
وخت مازیګر دی سیل په ګودر دی
او جنکۍ اوبو ته ځینه
۵-د ماشومانو په سندرو کې:(باران،د شنه اسمان تمه،اوبه او سیند) یادونه
نری نری باران دی
ورور مې را روان دی
د کټ لاندې پیشو ده
پیشو ته وایم پشتې
موږکه ستړی مه شې
***
بارانه مه وریږه
پاس په کمره وریږه
د لاندې شولې دي
جینکۍ ټولې دي
یوه پکې خندانه ده
سل روپۍ ارزانه ده
***
اوري باران اوري
د چرګې لکۍ ښوري
موږک په غونډۍ ناست دی
د مستو غزلې بولي
***
بارانه و وریږه
په شین کبل وریږه
د شین کبل لاندې
واړه واړه خانان دي
غوښې کچالان دي
***
نرۍ نرۍ اوبه بهیږي
مورې خوږې مورې
ګل بندۍ پکې پرته
سرې لښتۍ دنګه غړی
مورې خوږې مورې اوبه بهیږي
***
یا الله شین یې کې
د شین غوايي پتون یې کې
اوسپنه توده کې
فیرنګي په جنازه کې
بچی یې په تخته کې
***
لمن لمن مه وهه باران دی
لمن به دې لمده شي
کمیس دې د الوان دی
سینه به دې ښکاره شي
***
زیړې نرۍ وریځې
دا کلا د چا ده
د مومن خان ده
پکې ناسته ده ایلۍ
الا شرنګه ډبیلۍ
***
لا ډنګه څه غواړي
لا ډونګه کونډه ده میړه غواړي
د اسمان خړې اوبه غواړي
د مځکې شنه واښه غواړي
لاډونګه یوه کاسه اوړه غواړي
په مالګه یې تروه غواړي
***
خدایه باران وکې
الله آمین
خدایا زوی ورکې
الله امین
خدایا کال اباد کې
الله امین
خدایا غنم شنه کې
الله امین
خدایا ورکې دونه وزې
لکه لښکر لکه نیزې
الله امین
خدایا ورکې دونه غوا
لکه لښکر لکه هوا
الله امین!
۵-انګېرنې
په افغاني کلتور کې د اوبو په هکله په زړه پورې انګیرنې شته چې له هغو یوه عامه انتباه او پایله اخیستل کېږي او هغه دا چې اوبه د صفا، خلوص، برکت، نرمي او پاکي سمبول بلل شوی د بیلګې په توګه که چیرې د چا مخې ته اوبه چپه شي، یا د اوبو لوښی ورڅخه تش شی نو ورته په خوښۍ سره ویل کېږي چې «رڼا یې ده»
کله چې څوک په سفر ووځي نو په کور کې پاتې خلک هغه پسې اوبه شیندي، چې سفر یې په خیر او له برکت څخه ډک وي.
کله چې څوک نوې میاشت ووینی ډېر ژر جام کې اوبه را غواړي پّ هغه کې لاس لمدوي او هڅه کوي په اوبو د نوې میاشتې (سپوږمۍ) بنګړه وګوري او بیا دوعا کوي.
عوام تږي ته اوبه ورکول تر ټولو لوړ ثواب ګڼي.
کله چې په کلیوالي سیمو کې څاروي نوی واخیستل شي کورته له راننوتو سره اوبه ورباندې شیندي. عوام خلک انګیري چې د خواشینۍ، غوسې او خپګان په شیبو کې د سیند غاړې ته تلل خواشیني کموي او غوسه هیروي.
نوربيا…
بدلون اوونیزه\لومړی کال\(۳۰) ګڼه\ چارشنبه\حمل ۲۶\ ۱۳۹۴