تاند- ولسي جرګې د حکومت ټولو کاندید وزیرانو ته د اعتماد رایې ورکړې.

اوس د دفاع له وزیره پرته د کابینې ټول وزیران د ولسي جرګې له لوري تایید شوي دي.

ولسمشر غني ویلي چې ژر به د دفاع وزیر هم ونوموي.

عبدالرزاق وحيدي د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په ١٥٢ رایو تایید شو.

عبدالستار مراد د اقتصاد وزير شو. ده له ولسي جرګې ١٥٢ تاييدي رايې واخيستې.

نسرين اورياخېل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت کانديد وزيره وه، وتوانېده د ولسي جرګې ١٦٩ تاييدي رايې واخلي او د دې وزارت وزيره شي.

محمد ګلاب منګل د سرحدونو او قبايلو چارو د وزير په توګه تاييد شو. ده د ولسي جرګې ١٨٨ تاييدي رايې واخيستې.

عبدالبصير انور د عدليې وزارت وزير شو. ده د ولسي جرګې ١٣٨ تاييدي رايې واخيستې.

ډاکټر محمد الله بتاش د ترانسپورټ د وزير په توګه وټاکل شو. نوموړي د ولسي جرګې ١٧٦ تاييدي رايې واخيستې او د دې وزارت وزير شو.

سلامت عظيمي د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې وزيره شوه، نوموړې د ولسي جرګې ١٥٥ تاييدي رايې واخيستې.

محمود بليغ د فوايد عامې وزارت وزير شو. نوموړي د ولسي جرګې ١٦٨ تاييدي رايې واخيستې.

د ښځو چارو وزارت ته کانديد وزيرې دلبر نظري د ولسي جرګې ١٣١ تاييدي رايې واخيستې او د دې وزارت د وزيرې په توګه تاييد شوه.

نسرين اورياخېل چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت کانديد وزيره وه، وتوانېده د ولسي جرګې ١٦٩ تاييدي رايې واخلي او د دې وزارت وزيره شي.

د ښارجوړونې کانديد وزير سيد سادات نادري د ولسي جرګې ٢٠٢ تاييد رايې واخيستې او د دې وزارت وزير شو.

ولسي جرګې د سوداګرۍ او صنايعو وزارت لپاره کانديد همايون رسا په ١٧٠ مثبتو رايو سره تاييد. ښاغلى رسا د دې وزارت وزير شو.

د کرنې او مالدارۍ وزارت کانديد اسد الله ضمير ته د تاييد ١٩٢ رايې ورکړې او د دې وزارت د وزير په توګه يې تاييد کړ.

د لوړو زده کړو وزارت لپاره کانديد وزيرې فريدې مومند وکړاى شواى د ولسي جرګې د ١٨٤ غړو مثبتې رايې واخلي او د دې وزارت د وزيرې په توګه وټاکل شي.

ولسي جرګې د پوهنې وزارت لپاره ډاکټر اسد الله حنيف په ١٦١ تاييدي رايو سره تاييد کړ.

ولسي جرګې علي احمد عثماني د اوبو او انرژۍ د وزير په توګه په ١٦٨ تاييد رايو سره ومانه.

4 thoughts on “ټولو نومول شویو وزیرانو ته ولسي جرګې د تایید رایې ورکړې”
  1. د تاند محترم کارکونکو ته: په دى راپور کى تاسو د عبدالله عبدلله نوم د مناسب لقب د استعماله پرته يعنى “جلآلتماب” ذکر کړى چى دا يو ډير لوى بى احترامي ده. چونکه د عبدالله ډبل نومونه دي نو په کار ده چى جلآلتماب هم دوه ځلى وليکل شي. لکه: جلآلتماب جلآلتماب عبدالله عبدالله په سپينو سترګو د افغانستان سنجاق شوى اجارئيه رئيس.

    په درانوى

  2. Salam wrora da Ethlaat aw Farhang Wuzarat ta Abdul Bari Jahani canadid na woo?

    Was Abdul Bari Jahani elected to the Cultural & Information ministry?

    Thanks

  3. تاند په خبرپاڼو کې ګوتې نه وهي. هوبهو یې خپروي.که تاسو د نورو خبرپاڼې هم وګورئ په همدې شکل دي
    تاند

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *