تاند- نیویارک ټایمز ورځپاڼې د افغانانو په ودونو لیکنه خپره کړې ده. ورځپاڼه په پیل کې د یوه ځوان افغان کیسه بیانوي، وايي؛
کله چې شفیق الله په کابل کې د خپل واده د مراسمو سالون ته ننوت، هلته د ۶۰۰ اضافي خلکو لیدلو حیران کړ ځکه چې یو یې هم نه پېژانده.
خو له دې سره سره په دې پوهېده چې مسوولیت یې څه دی.
یو دېرش کلن شفیق الله، چې د زړو موټرو سوداګر دی، وايي:«که مې د دوی مېلمه پالنه نه وای کړې، بې عزتي به راوښتې وه او د واده د ورځې خوشالي به یې راڅخه اخیستې وه.»
ده د اوو سوو مېلمنو لپاره د ډوډۍ فرمایش ورکړی و خو په واده کې د مېلمنو شمېر د دې دوه هومره زیات شو، او واده ورته په ۳۰ زره امریکايي ډالرو تمام شو.
نیویارک ټایمز وايي چې په افغانستان کې دا خبره مشهوره ده چې ودونه د مېلمه پالنې او کورنۍ ته د ځان وقفولو ښکارندوی دي.
خو په ودونو کې زیات لګښت ډېری افغانان په پورونو کې غرق کړي او تر ډېرو کلونو پوري نه شي کولی چې پور ادا کړي.
د افغانستان ولسي جرګې ته یوه لایحه وړاندې شوې چې د تصویب په صورت کې په ودونو کې پر زیات مصرف بندیز لګوي.
نیویارک ټایمز وايي، په ډېرو هیوادونو کې ګرانه ده چې یو څوک دې ۵۰۰ مېلمانه ومومي خو افغانان په دې برخه کې هیڅ ستونزه نه لري.
ورځپاڼه د کابل د اوسېدونکو په قول وايي چې د پخواني مرستیال ولسمشر د زوی واده یې نه هېریږي چې له ۴ زرو تر ۷ زره تنه یې ورته بللي ول.
نیویارک ټایمز د پخواني مرستیال ولسمشر نوم ته اشاره نه ده کړې خو ویلي یې دي چې دوه ستر سالونونه یې د واده لپاره کرایه کړي وو.
ورځپاڼې د ګڼو ځوانانو څرګندونې خپرې کړي چې له مصرفي ودونو شکایت لري او د کارتونو د یوه پلورونکي ځوان خبره یې رااخیستې چې وايي، هیله لري چې یوه ورځ د خپل واده کارت خلکو ته ورکړای شي.
ودونه د افغانستان په ښارونو کې د ځان ښکارولو او سیالۍ په میدان بدل شوي او د دې سیالۍ له کبله ډېری ځوانان یا واده نه شي کولی او که یې وکړای هم شي بیا یې د ژوند ترپایه له پورونو نه شي خلاصېدای. خو په کلیوالیو سیمو، خصوصاً پښتني ولایتونو کې ولور د دې سبب کېږي چې ډېر زلمیان خپله ځواني د پریدو هیوادونو په خدمت کې خاورې کړي.
The country has no economic base and infrastructure to support these kind of expenses. These are all due to the blessing of foreign dollars flowing to the country and there is no doubt that this will stop one day and the country will fill in big chaos.
واده که ځان د حلالو خلاصول؟
څه وخت مخکي کابل ته تللی وم. هلته د یو ملګري سره په ښار کي ګرځېدو، چي زما د ملګري ټیلیفون زنګ وواهه. ده چي جواب ورکړئ او خبري یې خلاصي سوې، ماته یې مخ راوګرځاوه او وې ویل:
که وخت لرې، راځه دلته نژدي یو د واده هوټل ته!
په خندا مي ورته وویل:
داسي نه یي، چي سوی دي غلی کړی وي او د بل واده ترتیبات نیسې!
دی هم په خندا سو او په ټوکو یې وویل:
زه او دونه بخت.
یا، دا زما د خوشالۍ محفل نه دئ، د پلاني جان، چي یو دولتي مامور دئ، د زوی واده یې کېدونکی دئ او ده زما څخه وغوښتل چۍ د واده سالون ته ورسره ولاړ سم، دی غواړي چي یو څو ځایه وګوري او بیا انتخاب پکښي وکړي.
ما ورته وویل: یا، زه به درسره ولاړ نه سم. دا کار ښه دئ، چي تاسي یې سره وکړئ. زه په پوهېږم هم نه، چي مشوره در کړم. نو ستا یې په مخه ښه او سلامونه او نېکي هیلي مي و پلاني جان ته هم ووایه.
زما ملګری په دې شرط راڅخه جلا سو، چي د هغه چا سره ترتګ او هغه دالان لیدلو وروسته به بیرته سره وینو.
ما هم ورسره ښه کړه. ځکه ما هم په ترڅ کي خپل ځیني کارونه پر مخ بېول.
څه ګړی وروسته مي ملګري بیرته ټیلیفون راوکئ. ماته یې د واده د دالان د کار د خلاصېدو او بیرته زما او دده د پاته سوي بانډار د دوام بلنه راکړه.
ما هم ورسره ښه کړه او بیرته مو په یوه نژدې ټاکلي ځای کي سره ولیدل.
پوښتنه مي ځیني وکړه، چي کارونه په خیر سول؟
ده د خندا او حیرانتیا په یو ګډ حال راته وویل:
یاره! ښه دئ، چي واده مي کړی دئ، که نه اوس به ګوښی مجرد پاته وای. پر پلاني جان خو د ناوي له خوا اته سوه تنه مېلمانه تپل شوي دي او د واده د دالان مینیو خو د پاچهي خوړو په شان وه. د لسو، پینځلسو سالنو مینیو یې په منځنۍ برخه کي راتلل او د هر نفر پر سر، چي څه پیسې دوی غوښتې د یوه مامور په معاش به څنګه پوره کېږي؟ هیڅ امکان نه لري، چي پوره شي.
ما پوښتنه ځني وکړه، پینځلس شل ګولې خو د ډېریو خلکو د یوه وخت ټول خواړه وي، نو ستا له وینا سره سم له هر کتغ څخه مېلمانه یوه یا دوې ګولې اخلي او یا کتغ د یوې یا دوو ګولو په اندازه وي؟
دی په داسي حال کي چي سره سور او شین کېدئ راته وې ویل:
کتغ چي هر څومره ووړ هم وي تر یوې یا دوو ګولو به ډېر وي، خو اوس خوړل د ضرورت په اندازه نه، بلکي د بي ځایه سیالیو په اندازه دی او سیالۍ هم پوهېږې د چا سره؟ د دغه نیوي بډایان سويو خلکو سره، چي د پیسو په پانګه اچونه هم نه پوهېږي. د دوی د پیسو د مصرف یوه اسانه لار د ډېرو او درنو ودونو کول دي، پر دوی یې دا فرق نسته چي څو مصرفوي او څنګه یې بربادوي، ځکه دوی ته لکه له هوا څخه چي پیسې رااورېدلي وي.
خو، بېخ یې د عام اولس ورویوست، چي نه دومره پیسې لري او نه هم د بې ځایو، بې وختو اوبې منطقو سیالیو څخه ځان خلاصولای شي.
یوازنی کار، چي کولای سي هغه به دا وي، چي ځان له حلالو خلاص کړي!
احمدشاه-کندهار
ډير د شرم ځاي دى، د خيراتو په پيسو مونږ افغانان ځان ښودنه کوو. ځينى دريشي ګانې اغوستي لکه عبدالله عبدالله او داسى نور،په قيمتي موټرو کى ګرځي ته به وايي چى د نړې بډايه او له مالداره خلک دي. د خيراتو د پيسو له وجې مونږ افغانان ډير بى غيرته شوي يو. دغه انسانان بايد له شرم نه مړۀ شي، خو هغه خبره ده وايي ‘چى زه ونه شرميږم نو به څوک وشرموي’. بى غيرته کرزى،غني او داسى نور د خيراتو له پيسو ډوډې خوري. 6