وايي په خره یې زور نه رسیږي، کته یې په لغطو وهي. دغه ټوکه زموږ له خلکو سره هم شوې ده. څو ورځې مخکې په بدخشان کې د ملي اردو سرتیري او ورپسې د جلال اباد په خونړۍ پیښه کې ګڼ عام خلک شهیدان شول، چې وسله والو یې په جار مسوولیت په غاړه واخیست، خو د دې پر ځای چې د پیښې عاملین وغندل شي، په ټولنیزو شبکو کې ځینو له حمقاته یا بې غیرتۍصقه کنځلې حکومت ته کولې. د دې وجه دا ده، چې حکومت خو څه نه ورته وايي او له وسله والو ډاریږي. زه نه وایم چې موږ ډېر ښه حکومت لرو، خو دا هم بې انصافي ده، چې په هر څه کې حکومت ملامت وبولو. موږ باید دا جرئت ولرو، چې خپل قاتل وغندو.
موږ ځان غیرتي بولو، خو که واقیعت خبره وکړو، موږ ډېر بې زړه او بې فکره خلک یوو. خپل دښمن نه پیژنو، خپل قاتل ته قاتل نه شو ویلی او د یوه پنجابي ځواب نه شو ویلی، خو خبرې مو اسمان ته رسیږي.
ولسمشر غني ته داسې حکومت وسپارل شو، چې هیڅ نه لري، له فساده ډک دی، امنیت خو تاسې خپله وینئ. دا هغه څه وو، چې کرزي غوښتل. د ده هیله دا وه، چې باید له ده وروسته داسې حکومت راشي، چې ډیر ضعیفه او ناکاره وي او خلک د دوی ارمان وکړي. اوس ښکاري، چې دا کرزي دا هیله پوره کېدونکې ده. کرزي د ځان د ښه ښودلو لپاره د ټول ملت په سرنوشت قیمار وواهه، منم کرزي به ځان عوامو بیسوادو ته یو اتل ثابت کړی وي، خو هغوی چې پوهیږي، هیڅ وخت به یې د ولس په ارادې قیمار وهل هېر نه کړي.
ممکن اوسنۍ ستونزې نور اړخونه هم ولري، خو تر ټولو لویه ستونزه اوس کرزی او د هغه ډله ده. دوی هڅه کوي، چې له خپلو رسنیو حالات ډېر کړکیچن وښيي.
دغه ډول پیښې د کرزي په حکومت کې تر دې ډېرې وې، خو چا د کرزي استعفا ونه غوښته، اوس چې طالبان چېرته عام خلک ووژني، نو ټول راوتي وي، چې غني دې استعفا وکړي. موږ د دې پر ځای چې غني ته خوله خلاصه کړو، ښه به دا وي، چې خپل دښمن وپیژنو او په وړاندې یې د مضر احتیاط له وجې خاموشي غوره نه کړو. نه کرزی او نه طالب زما اتل دی. دواړه د اوسنیو حالاتو عاملین دي او باید حساب او کتاب ورسره وشي.
د خکو مت لومړئ و ظیفه د خپلو خلکو د سر ستنه چې دا ونه کړای شي، چې د سر پریکړو پو ښتنه نشي کولی، یا یې زور نه رسیږي نو بیا دې پرېږدي. ځکه چې اول شرط نشي پوره کولی نو بیا دا نور کارونه د تعلیم، اقتصاد او د ښځو د حقو قو ساتنه به څنګه کوي؟
پښتو نستان خو یې تر کونډئ ونئ چار کړ،پا کستان ډکه او ده تشه لمن راوړه داعش ته یې لار هواره کړه، اقتصاد خو ټول ګوري چې خلک ټک پولئ ته نا ست دي.