غني او روحاني

تاند- د افغانستان او ایران ولسمشرانو نن /یکشنبه/ ژمنه وکړه چې د مخدرو موادو له قاچاقبرو سره به په ګډه مبارزه کوي او امنیتي معلومات به سره شریکوي.

محمد اشرف غني او حسن روحاني دا ژمنه په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړه.

ښاغلي غني وویل:« باید هڅه وکړو چې سیمه د خطر له شرایطو د سولې او ثبات پړاو ته ورسېږي، له سیمه ییزو همکاریو پرته د داعش په شان پدیدو سره مبارزه نه شي کېدای.»

افغان ولسمشر دا هم وویل:«دوه اړخیزې، درې اړخیزې او سیمه ییزې همکارۍ پکار دي ځکه چې موږ د ترهګرۍ د جدي او مختلفو ډولونو له خطر سره مخامخ یوو.»

د ایران ولسمشر حسن روحاني وویل، د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره یې په ایران کې د افغان کډوالو د ستونزو د تنظیمولو په اړه خبرې وکړې.

ده همداراز وویل چې ده له کورنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د ټولو افغان اتباعو لیست جوړ کړي څو حکومت د هغو مهاجرو، چې غواړي له قانوني لارې درس یا کار ته دوام ورکړي، د وضعیت په اړه سمه پرېکړه وکړي.

د مخدرو موادو په اړه دواړو ولسمشرانو موافقه وکړه چې امنیتي معلومات به سره شریکوي او په افغانستان کې د کرنې د پرمختګ په برخه کې به همکاري کوي.

د روحاني په وینا دواړو ولسمشرانو د ترهګرۍ، تشدد او سختدریځۍ پر ضد د نړیوالو هلوځلو په باب هم خبرې وکړې.

روحاني وویل، څرنګه چې دا ډول مسلې پر ټولې سیمې اغېز لري، باید د ټولو خواوو په ګډو هلوځلو کنټرول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *