په مدیترانې سمندرګي کې د ۷۰۰ کډوالو بېړۍ ډوبه شوې

تاند- ایټالیا ته نژدې د شاوخوا ۷۰۰ کډوالو بېړۍ ډوبه شوې او په سلګونو سپرلي یې بې درکه شوې ده.

تراوسه څرګنده نه ده چې مهاجر د کومو هیوادونو دي خو ویل شوي چې بېړۍ هغه مهال ډوبه شوه چې سپرلیو یې غوښتل له هغې څخه بلې بېړۍ ته لاړ شي، په دې وخت کې د بېړۍ یوه خوا درنه او ډوبه شوه.

دې ته په پام چې پېښه له هغو مسیرونو لېرې شوې چې افغانان پرې اروپا ته په غرقانوني ډول د تګ هڅه کوي، ګومان نه کېږي چې د پېښې په قربانیانو کې دې افغانان شامل وي.

د ملګروملتو د کډوالو لویه کمیشنري وايي دا د مدیترانې په اوبو کې تر ټولو ستره غمیزه ده.

ویل شوي چې بېړۍ تېره شپه ناوخته ډوبه شوه او د ایټالیا او مالټا هیوادونو سمندري ځواکونو تراوسه یوازې ۲۸ تنه ژغورلي دي. ژغورل شوي کسان د ایټالیا کاتانیا ښار ته رسول شوي دي.

د ایټالیا د ساحلي ګارډ ویندوی وویل چې د دغه هیواد او لیبیا ترمنځ او د ایټالیا له لامپدوسا ټاپو څخه نژدې ۲۱۰ کیلومتره لېري د لټون عملیات روان دي.

1د مالټا صدراعظم ویلي چې اکثره مهاجر ډوب شوي او د هغو ژوند ته چندان هیله نه لري.

تر دې مخکې په وروستیو ورځو کې د لیبیا په شمال کې د یوې بېړۍ د ډوبېدو له کبله شاوخوا ۴۰۰ تنه مړه شول.

په اکثرو اسلامي هیوادونو کې د جګړو او بېوزلیو له کبله خلک د مرګ خطر په غاړه اخلي څو شتمنو اروپايي هیوادونو ته ځانونه ورسوي.

تېر کال له دغو هیوادونو څخه یولکو اویا زره تنه ایټالیا ته تللي دي.

خو سږ کال چې د منځني ختیځ او د افریقا په اسلامي هیوادونو کې حالات لا خراب شوي دي یوازې د جنورۍ له میاشتې تراوسه پوري د ایټالیا لامپروسا ټاپو ته نژدې یو لک تنه مهاجر شوي دي دا په داسي حال کې ده چې د دې ټاپو د خپلو اصلي اوسېدونکو شمېر ۵۰ زره دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *