د پوهنې وزارت
خبرپاڼه
۳۰ وری ۱۳۹۴
 
په افغانستان کې د سواد زده کړې ملي کنفرانس هرکال د پوهنې وزارت له لوري د سواد زده کړې د پراختیا په نوم د کمپاینونو د تر سره کولو پر مټ تر سره کېږي، ‎ چې تردې مهاله یې ښې پایلې یې لرلي دي.
وزارت هڅه کوي، چې هغه سیاستوال، روڼ اندي، بانفوذه څیرې، مذهبي او مخور شخصیتونه چې د ښوونې او روزنې یا سواد د پراخولو او اسانتیاو برابرولو په برخه کې اغیزمن رول لري، تر پوښښ لاندې راولي او د هغوی په مرسته لیک لوست په هېواد کې پراخ کړي.
پر همدې اساس د سواد ملي کنفرانس سږکال د ولسمشر د دویم مرستیال په ګډون پرانېستل شو، چې د پوهنې سر پرست وزیر محترم ډاکتر شفیق صمیم، د پوهنې ‎وزارت د چارواکو، د سواد د ملي کمیټې غړو او په کابل کې د یو شمېر بهرنیو هېوادونو سفیرانو او د مرستندویه موسسو استازو ګډون در لود. 
دولسمشر دویم مرستیال ښاغلي سرور دانش په افغانستان کې د ښوونې او روزنې له چټکې ودې څخه خوښي په ډاګه ��ړه او ویې ویل، چې د نړیوالو په مرسته دښوونې او روزنې د پراختیا چارې ښې پرمخ روانې دي. هغه وویل:« دامهال په افغانستان کې د لوستو کسانو کچه ۳۶ په سلو ته رسیدلې چې ۲۰٪ یې ښځې دي. د سواد زده کړه د افغان دولت په مهمو لومړیتوبونو کې راځي او په پام کې ده، چې تر ۱۳۹۹ لمریزکاله پورې په افغانستان کې د لوستو کسانو شمیر۶۰ په سلو ته لوړشي. ډیرپام په دې برخه کې د نجونو او مېرمنو په باسواده کولو راټول دی، چې د ټولنې په پرمختګ کې ډېر مهم رول لوبوي.»
د ولسمشر دویم مرستیال وویل، چې د تېرو ۳ نیمو لسیزو جګړو له کبله افغانستان د ۱۱میلیونه نالوستو کسانو له یوه لوی کاروان سره مخامخ وو، چې له نېکمرغه دولت وتوانېد په تېرو څو کلونو کې څه باندې ۴ میلیونه نالوستو کسانو ته د سواد زده کړې لنډ مهالي کورسونه برابر او دغو کسانوته لیک لوست ور زده کړي .
د افغانستان د پوهنې سر پرست وزیر دوکتور شفیق صمیم د سواد زده کړې د ملي کنفرانس برخه والو ته وویل، چې د پوهنې وزارت لخوا دامهال د سواد زده کړې په سلګونه ټولګي او مرکزونه          د افغانستان په بېلا بېلو ولایتونو کې فعال دي. هغه وویل:« څه باندې ۵۰۰ زره کسان د افغانستان د سواد زده کړې په مرکزونو او ټولګیو کې تېر کال په زده کړه بوخت وو او سږکال به همدومره نورو کسانو ته د سواد زده کړې په یادو مرکزونو کې لیک لوست ورزده کړل شي. په دغه برخه کې ډیرپام په مېرمنو راټول دی.»
د یادونې وړده، چې په تېرو لسو کلونو کې د افغانستان ددفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سواد زده کړې  پروګرام د ملي اردو او پولیسو په لیکو کې عملي کړ او د ښځو چارو، کار او ټولنیزو چارو وزارتونو هم په دغه برخه کې مهم رول تر سره کړیدی.
پر دې سر بیره د سواد زده کړې د پروګرام د پراختیا په برخه کې یو شمېر نړیوالو ادارو هم له افغان دولت سره مرسته کړې، چې له هغې ډلې، د ملګرو ملتونو د یو نیسف، یو نسکو، د خوړو نړیوال سازمان، هبیتات، برکت افغانستان، پاملرنې، دجاپان جایکا، اکتید، د لویانو د زده کړې
موسسه (ANAFAE )، د ښځو د وړتیا لوړونې موسسه او نورې غیر دولتي ادارې شاملې دي.
د سواد زده کړې په ملي کنفرانس کې د غیر دولتي ادارو استازو د پوهنې له وزارت سره ژمنه وکړه، چې د ښوونې او روزنې یا سواد د غوړیدا او پراختیا په برخه کې به له افغان حکومت سره مرسته کوي.
افغانستان په نړیواله کچه له هغووروسته پاتې هېوادونو څخه دی، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې یې په تېره لسیزه کې چټک پرمختګ کړیدی او توانیدلی په دې برخه کې د زریزې ټاکل شویو موخو ته لا دمخه ځان ورسوي.
افغانستان کې دامهال د سواد زده کړې پرمرکزونو سربیره په ۱۷ نیم زره ښوونځیو کې څه باندې ۱۱ نیم میلیونه زده کونکي په رسمي ډول په ښوونیزو مرکزونو کې زده کړې ترسره کوي او دا شمېره په بېساري ډول سره مخ پر لوړېدو ده.
په افغانستان کې له لیک لوست سره د خلکو د مینې له کبله د پوهنې وزارت له خورا لویو ننګونو سره مخامخ دی او ژمنه کوي، چې د افغانستان د اساسي قانون پربنسټ به ټولو هغو ماشومانو ته د زده کړې خوندي چاپېریال برابرکړي، چې لاهم زده کړو ته د لاسرسی په برخه کې له ستونزو سره مخامخ دي. 
 
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو ریاست

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *