تاند – د پاکستان کرکټ لوبډلې په بنګله دیش کې خپله دوهمه یوه ورځنۍ لوبه  په داسې حال کې وبایلله چې لا ۷۰   توپه پاتې و او  یوازې درې لوبغاړي یې سوځیدلي وو. پاکستان ۲۳۹ منډې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو کړې وې.

کله چې بنګالي لوبغاړو نن د ګټې وروستۍ منډه واخیسته د دې هیواد صدراعظمه شیخ حسینه چې د لوبې کتلو ته راغلې وه ودریده او د بنګله دیش بیرغ یې ورپاوه.

تر دې مخکې لومړۍ یوه ورځنۍ لوبه هم بنګله دیش ګټلې وه، چې په دې ډول له مهالویش سره سم د دریو یو ورځنیو لوبو په ډله کې بنګله دیش وړونکی اعلان شو.

دا لومړی ځل دی چې بنګله دیش پاکستان ته د کرکټ په لوبو کې ماتې ورکوي. دا ځل دا ماتې د لږ منډو په توپیرهم  نه وه لومړۍ لوبه هم بنګالي لوبغاړو په خورا ستر توپیر ګټلې وه.

له دې ماتې سره داسې ښکارې چې د پاکستان په کرکټ بورډ او لوبډلې کې ښایي ژور بدلونونه راشي، ځکه چې دوی دا هیله نه لرله چې د نړۍ له یوه نسبتا کمزوري ټیم څخه به داسې سخته ماتې خوري.

د پاکستان د کرکټ د کمزوري کیدو یو علت دا ګڼل کیږي چې د ترهګرو د بریدونو له امله بهرني هیوادونه پاکستان ته نه ځي څو هلته لوبې وکړي او پاکستاني نوي لوبغاړي تجربې له بهرنیو سره ترلاسه کړي، خو بنګله دیش داسې نه دی په بنګله دیش کې د پاکستان تر لوبې وروسته دوی د هند لوبډلې ته بلنه ورکړې او تر هغه وروسته تمه ده چې د استرالیا لوبډله ورشي او لوبې وکړي.

له څو کلونو راهیسې پاکستان له بهرنیو هیوادو سره په متحد عربي اماراتو کې لوبې کوي. د یادونې ده چې د بنګله دیش په روانو لوبو کې د پاکستان ټیم خپله لومړۍ تجرباتي لوبه هم د بنګله دیش د کرکټ بورډ یولس په نوم ټیم څخه بایللې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *