تاند- په بلخ ولایت کې د مځکې د غضب پر سر د دوو غاصبو ډلو ترمنځ په نښته کې لږترلږه ۲۰ تنه ټپیان شول.

نښته نن سهار د مزارشریف په دشتي شادیان (دشتِ شادیان) کې د حرکت اسلامي او جمعیت اسلامي د ډلو ترمنځ د پنځه سوه ایکړه (زر جریبه) مځکې پر سر وشوه.

د بلخ د ولایتي شورا ريیس محمد ابراهیم خیراندېش د دې خبرې د کولو ترڅنګ وویل:«د دواړو ګوندونو غړیو یو بل پر تیږو وویشتل. پولیس سیمې ته راغلل، هوايي ډزې یې وکړې خو اوس د حرکت اسلامي ډله ادعا کوي چې تر شلو زیات کسان په شخړه کې ټپیان شوي دي.»

جمعیت او نورو پخوانیو جهادي ډلو، په ځانګړي ډول د دوی مشرانو او قومندانانو په لکونو جریبه مځکه غضب کړې ده.

د افغانستان د حکومت د راپورونو پر اساس تر ۳ ملیون جریبه زیاته مځکه غضب شوې ده. حکومت له دې کبله چې د مځکو غاصبان په حکومت کې زیاته ونډه لري، د هغوی نومونه په څرګنده نه شي اعلانولی.

د بلخ د ولایتي شورا رييس وايي، ۱۴ کاله پخوا د دواړو ګوندونو ترمنځ زر ایکړه (۴ زره جریبه) مځکه ووېشل شوه، خو اوس حرکت اسلامي ګوند، چې په شیعه ګانو پوري تړلی دی، ادعا کوي چې ټوله مځکه د دوی ده.

د خیراندېش په وینا د دواړو خواوو ترمنځ جګړه پای ته رسېدلې خو ستونزه حل شوې نه ده.

ده له امنیتي چارواکو وغوښتل چې حالات کنټرول کړي ځکه چې ځیني کسان غواړي چې له دې لانجې سیاسي مسله جوړه کړي.

د بلخ د ولایتي شورا رييس له دواړو خواوو وغوښتل چې ربړه په محکمه کې حل کړي.

One thought on “په بلخ کې د مځکې پر سر د حرکت او جمعیت د پلویانو ترمنځ نښته وشوه”
  1. د معلم عطاء پلویانو ته ډالۍ دی ځکه چی دوی العیاذباالله ددی غاصب او زوراک څخه پرښته جوړه کړی وه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *