چې هرڅومره ځان غلط کړم، یوه شي او بل شي ته لاس واچوم او ځان پرې مشغول کړم، یبا هم نه رانه هیریږي. د پسرلي په دې ښکلي موسم کې د جلال آباد د نارنجو په زړه پورې وږمه او یوه د جم وجوش نه ډکه د خوشحالۍ فضا د یوه لعنتي ځانمرګي له لاسه د سترګو په پړک کې په غم او ماتم بدله شوه.

نه پوهیږم چې دا خلک د سړي زامن دي او که نه؟ مور اوپلار لري او که بې موره بې پلاره دي؟ زړونه لري او که نه؟

په وینو لت پت بې ګناه قربانیان مې شپه او ورځ په سترګو کې ګډيږي. یو ښایسته او ګلالی ماشوم مې هره لحظه سترګو ته دریږي او حتی په خوب کې مې هم نا راحتوي. دا ماشوم چې خاکي رنګه کالي یې په ځان کې دي مخ یې نه ښکاري، ښې پښه او ښی لاس یې سخت زخمي دي، خپله ښې پښه په ځمکه نشې اېښودلی او خپل سرهم نه شي تکیه کولی. کیدلی شي چې نور زخمونه هم ولري. یوه جګ ږیرور کاکا له دواړو لاسونو نه نیولی او غواړي چې د پېښې له ځایه یې وباسي. خو په ماشوم کې د تلو او یا دریدو طاقت نه نشته….

د شپې یوه بجه شوه، پسې دوې شوې، خو زه لا پدې چورتونو کې یم چې دا ګلالی ماشوم به ژوندی پاته وي او که نه؟ که ژوندی وي، په څه حالت کې به وي؟ بیا له ځانه سره ووایم چې رب العالمین د دې ظالمانو ته په دنیا او آخرت سزا ورکړي. خو دا هم کومه ګټه نه کوي. په ښېرو او دعا ګانو موهم خولې تڼاکې شوې. کومه نتیجه یې ورنکړه. زمونږ لویه ګناه دا ده چې دومره لوی لوی جرمونه په یوې دعا او یا ښیرا پورې محدود کړو او نور د خیر په غونډۍ ورته کېنو. تر څو چې د افراطیت پر ضد کلکې هلې ځلې ونکړو، پردي جاسوسان او د تروریستي ډلو خواخوږي او مرستندویان چې ټول یې پېزنو او همدارنګه د سخت دریځو ملایانو ټغر ور ټول نکړو همدا به موحال وي. ومن الله توفیق

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *