الله رب العزت کله چې د ځکمې پرمخ انسانان پیدا کړل، نو د دوی له پیدایښت سره یې سم دوی ته خپل حقوق وټاکل، ځکه الله فرمایي چې ما تاسو د دې له پاره پیدا کړي یاست، تر څو تاسو یو بل وپېژنۍ او له نورو مخلوقاتو سره مو توپیر وشي، الله فرمایي چې ما ټوله دنیا ځمکه او اسمان په شپږو ورځو کې جوړ کړل او پدې ځکه او اسمان کې مې انسان ته تر نورو ټولو مخلوقاتو برتریت ورکړ، یعنې کله مې چې انسان پیدا کړ نو ده ته مې یو داسې څه ورکړل چې د هغې په مرسته دی کولای شي هر څه وپېژني، چې هغه هم عقل دی.

سره له دې چې الله انسان ته عقل وکړی و، خو تر ډېره بریده دوی له خپل عقل څخه کار وانه خیست، دوی د یوه او بل خپلمنځي حقوق نه پېژندل، کله به چې د دوی په کورنو کې نجونې پیدا کېدې نو دوی به د دې لپاره چې نجونې نشي کولای په جنګ کې برخه واخلي، ژوندۍ په خاورو کې ښخولې، ځکه د دوی له پاره کوم رهنما یا هم کوم جامع دین نه و، تر څو دوی له هغه څخه په خپلو ورځنیو چارو کې کار واخلي، دې ناوړې ښکارندې ( پدیدې ) تر هغه دوام درلود تر څو چې اسلام رامنځته شو، کله چې اسلام رامنځته شو او د اسلام ستر لارښود چې د الله له درباره د مسلمانانو پیغمبر وټاکل شو، دې ډولو کړنو ته د پای ټکی کېښود.

خو اوس چې افغانستان یو اسلامي هېواد دی او کابو ۹۹٪ وګړي یې هم مسلمانان دي، پدې هېواد کې داسې ناوړه دودونه شتون لري، چې دا  ډول دودونه په کفري هېوادو کې هم نشته، دلته انسانانو ته د انسان نه بلکه د حیوان په سترګه کتل کیږي، خلک ژوندي په خاورو کې منډل کیږي، له ځوانانو مو سرونه پرې کیږي، پېغلې مو ژوندۍ اور ته اچول کیږي، ځوانان مو په پردیو مزدوریو کې وژل کیږي، پېغلې مو په پیسو پلورل کیږي، په نویو ځوانانو مو جنسي تېري کیږي، په ودونو کې ګډول کیږي، د ښځو جامې ور اغوستل کیږي. نجونې مو هم په همدې ډول، جنسي تېري پرې کیږي، په ښارونو کې د خلکو له لوري زورول کیږي، په زور تښتول کیږي او داسې نور…………………………….

د دې ډول ناوړه کړنو علت څه دی؟ علت دا دی چې دلته یو واحد قانون نشته، دلته په هره سیمه کې بېل قانون شتون لري، یعنې هر هغه څوک چې په یوه سیمه کې ځواک ولري هغه ځانته یو قانون جوړوي او هغه په نورو بې وزلو خلکو پلي کوي، تاسو ټولو ته څرګنده ده چې په دې هېواد کې د بېلابېلو ګوندونو له لوري په بېلابېلو نومونو پر خلکو حکومت کیږي، طالبان ځانته قانون لري، حکومت ځانته قانون لري او هغه هم له فساده ډک، داعیش چې د اسلامي ډلې په نامه یوه ډله را پورته شوې ده هغه ځانته قانون چلوي او دا ټول په بې وزله، بې نفوذه او ځواک نه لرونکو کورنیو پلي کیږي.

له بلې خوا د معدني ټولنو په نوم یو شمېر کسان را پورته شوي د دې په ځای چې خلکو ته خدمت وکړي له خلکو څخه استفاده کوي، تر هغه پورې له خلکو کار اخلي تر څو چې ځان یې خپلې موخې ته نه وي رسولی. کله چې دی واک ته ورسیږي بیا یې خلک ټول هېر شي او ټولنه یې هم له منځه لاړه شي.

زه وایم چې تر هغو به دې ډول ناوړه کړنو ته د پای ټکی کېنښودل شي تر څو چې دا ولس او دا خلک دوه شیان په ځان پلي نه کړي: لومړی اسلامي قانون دوهم د خپل هېواد ملي قانون. تر څو چې دا لومړی په خپلو ځانونو، کورنیو، کلیوالو او هېوادوالو پلي نه کړو همدا به مو حال وي او یو له بله به سره خورو.

زما له ټولو هېوادوالو ځوانانو، ماشومانو سپین ږیرو، معدني ټولنو، ملا امامانو او حکومتي چارواکو څخه همدا هیله ده چې راځئ لاس په لاس شو نو دا هېواد دا ډول کړنې نشي زغملی، دا چې ورځ تر بلې مو هېواد وال وژل کیږي ښځې مو سوزول کیږي پېغلې مو پلورل کیږي، دا ټول زموږ د نه یووالي توب له امله دي، که چېرې موږ سره یو شو هرڅه کولای شو او دا ښه خبره نه ده چې د هر کار پړه په مشرانو واچوو، مشران هم نشي کولای په یووازې توګه د دې ټولو ناخوالو مخنیوی وکړي، راځئ چې د مشرانو لاسونه ونیسو او هغه څوک چې زموږ د هېواد بربادول ویرانول غواړي له منځه یوسو، کنه همدا به مو حال وي، همداسې به وژل کیږی.

په درناوي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *