وفا سمندر

لومړۍ برخه

د بل بدلولو دوزخ پاتې ګامونه

یوڅلوېښتم ګام

آزادي د انسان ورک سرنوشت

«هغه الوتونکي، چې کپس کې دنیا ته سترګې غړولي، فکر کوي چې الوت ناروغي ده»

نیچه

۱

له خپلې آزادۍ د انسان تېښته

یوازنی شی چې انسان ډېر ور نه تښتي خپله آزادي یې ده.

په تخنیک، تکنالوجۍ او تمدن کې غټ پټ ناست انسان، بې ځانه دی، ځان یې ورک دی، ځان یې آزاد نه دی، ځکه د آزادۍ لپاره جنګېږي.

انسان یوازې په خپله فردي آزادۍ کې هوسا او بسیا او آرامېدلای شي.

انسان د مادي- ذهني ژوند حق لري. د کار او رایې ورکولو حق او آزادي هم لري، خو د قوانینو تر واک لاندې، د قضایي او پولیسي ځواک په محوطه کې دغه راټوله شوې آزادي زړه ته ساه نشي ورکولای، ځکه انسان په ځان کې خوابدی او ناښاد دی.

انسان د آزادۍ لپاره جنګېږي؛ خو د قوي ذهنونو دغه بچوړې آزادي یوازې د مادي، ذهني او حسي اشتها پاړسوب پېښوي.

او دغه په آزادۍ ټنډ انسان، دننه بندي دی.

زړه یې ساه نه لري، د زړه ساه، د زړه آزادي ده

او زړونه یوازې په ماشومانو کې ساه کاږي.

غره ته یوازې لیونیان خېژي

د غره څوکه هم د واړه خوښږي هم د زاړه،

خو واړه که دغه په فکر زاړه غټان را ټینګ نه کړي او ډار ور پیچکاري نه کړي؛ نو منډه ور وهي او د ژوند په سره لمبه کې د غره څوکه فتحه کوي.

خو غټ وېرېږي، چې غر لوړ دی، په غره ختل زور غواړي، لاره خطرناکه ده،

او څوک یې د ژوند ضمانت کوي، ښایي لیوان یې وخوري!

لویان معطلېږي. لویان ناآشنا ځایونو ته په ګډه ځي، لکه ډله او ګله لوړو ته خېژي. ټوپک یې هم په اوږه او تازي سپی یې هم پښو سره تاوېږي.

زه چې ماشوم وم، ژمی ژمی به د خپل برجور کلي پیتاوي کې، مخ په لمر پریواته ولاړ وم، یا به مې د کلا د پخسو دیوال ته تیکه وهلې وه او زړه به مې د غره تر څوکې الوته او آرمان به مې کاوه، چې ژر را لوی شم، او مخامخ د ملا کاکا د غره سر ته وخيژم او له دې پاسه ځان مخ په کښته، د واورو په سوجره را خوشې کړم او ښه د زړه «یخمالک» وخورم؛ ولو که ورسره مړ هم شم.

اوس غټ شوی یم، د ځوانۍ په عمر هم ښه پورته ور ختلی یم، خو لا مې د غره د سر هوا نه ده نصیب شوې. غواړم د خپل زړه ویده هوا د غره د څوکې په شنه هوا وخورم؛ خو یا به وېرېږم او یا به شرمېږم، چې څوک مې د لیوني په ګمان په کلي کې رسوا نه کړي.

چیغه ګډه نشي، چې هلۍ انور لیونی شوی، او د غره څوکې ته ختلی!

په دې توګه وړ له زړه سره دی، خو لوی له خپل زړه کډه کړې.

لږ به ځان سره دمه شو؛ ګوندې د ځان دننه دننه، چېرې له کومې ناآشنا برخې، د «ځان» غږ او رڼا څرک را وکړي!

لومړی یوه کیسه، بیا به نور سره شریک کړو.

شاخ چې مات شو باز والوت

و، نه و يو پاچا و.

دغه پاچا د ښکاري بازانو ډېر شوق درلود.

يو وخت د ګاونډي هېواد پاچا خپل ملګري پاچا ته دوه د باز بچيان په سوغات کې راولېږل.

پاچا سمدستي يو روزونکى په دنده وګماره، چې د باز د بچيانو پالنه وکړي او د ښکار لپاره يې وروزي.

يوه مياشت وروسته روزونکى پاچا ته راغى او تر احترام وروسته يې وويل: پاچا صاحب! ستاسې يو باز ښکار کولو

ته چمتو دى، لېکن دا بل همداسې پاتې دى. له هغې لومړۍ ورځې راهيسي مو چې د ونې پر کومه څانګه کښېنولى، همداسې ناست دى او هيڅ نه الوځي.

پاچا د دربار ډاکټرانو ته امر وکړ، چې يوه داسې لار په کار واچوي چې باز په خپله خوښه والوځي.

خو د دربار ډاکټرانو ونه شول کولای، چې باز په خپله خوښه الوتلو ته وهڅوي.

وروسته پاچا په ټول وطن کې جار وواهه، چې که هر چا دغه باز په خپل مهارت والوځاوه، نو ډېر انعام به ورکړي.

يو سهار پاچا هغه باز وليد، چې د شاهي بڼ پر سر الوتلى، يوې او بلې خوا ته ګرځي.

پاچا سمدستي درباريان راغوښتل، او امر یې وکړ هغه کس پيدا کړي، چې په خپل هنر يې دغه باز الوت ته اړ کړى دى.

د دربار عسکرو څو شېبې وروسته يو کمزورى بزګر راوست. پاچا بزګر ته وويل: تا زما باز الوتلو ته وهڅاوه؟ دا کار دې څنګه وکړ؟ جادوګر خو به نه يې؟

بزګر په رېږدېدلي غږ وويل: پاچا صاحب! دا ډېر اسانه کار و، ما يوازې هغه څانګه اره کړه، چې له يوې مياشتې

راهيسې باز پرې ناست و، باز پوه شو چې وزرونه لري، نو په الوتلو يې پيل وکړ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *