پر بوټونو یې دوړې ناستې وې. ورټیټ شو چې په دستمال یې پاکې کړي. یو هلک ساه نیولې ورته وویل:
– بوټان دې…..رنګ….کړم
هلک پرته له دې چې د دې سړي ځواب ته انتظار شي، کښیناست او پر بوټو یې برش تیر کړ. سړي ته بوټونه پاک ښکاره شول. هلک د رنګ د بوتل سر پرانیست. سړی یو ګام شاته شو:
– نه یې رنګوم
هلک برش پورته ونیو:
– خیر دی لږ رنګ به پرې ووهم
– نه غواړم
هلک د برش پر ژۍ رنګ راواخیست، ورمخته شو. سړي یوه پښه ورغبرګه کړه او په لږ لوړ غږ یې وویل:
– عجیبه شله یې خو درته وایم چې نه یې رنګوم
– ما اوس رنګ راوایست تاوان کوم
– زه څه وکړم چې تاوان کوې ما خو نه دې درته ویلي چې رنګ یې کړه
هلک په ژړه غوني غږ وویل:
– له اوله دې ولي نه ویل
سړي غږ نور هم لوړ کړ:
– نه یې رنګوم نه یې رنګوم
خلک رامخته شول. یوه ځوان دې سړي ته وویل:
– خیر دی غریب دی اوس دې بوټونه رنګ کړه
بل ورته وویل:
– خو هلک سم وایي له سره به دې نه پریښود
سړي یو خوا بل خوا وکتل. هلک بوټونو ته برش ونیو او چې پیسې یې واخیستې، منډه یې کړه. د ونې شاته یې خور ولاړه وه هغې ته یې په موټ کې نیولي پیسې ورښکاره کړې:
– نن بیا د پرون چال وچلیده.
پای