تاند- جاپان د نړۍ تر ټولو ګړندی اورګاډی، چې په ساعت کې ۶۰۳ کیلومتره سرعت لري، د خپل هیواد په ختیځ کې فوجي غزه ته نژدې تجربه کړ.
په جاپان کې تېره اوونۍ یو بل اورګاډي، چې په ساعت کې یې سرعت ۵۹۰ کیلومتره و، ازمویل شوی و.
دا مقناطیسي اورګاډی، چې نن وازمویل شو، په برېښنا چارجېږي.
د جاپان د رېلارې مرکزي اداره، چې دا اورګاډی یې تجربه کړ، وايي غواړي چې تر ۲۰۲۷ میلادي کال پوري د توکیو او د ناګویا د مرکزي ښار ترمنځ د دغو اورګاډیو تګ راتګ پیل کړي.
په دې اورګاډي به ۲۸۰ کیلومتره مزل یوازې په ۴۰ دقیقو کې وهل کېږي چې اوس همدومره مزل په یوه ساعت کې کچ کېږي.
یوازې د توکیو او ناګویا ترمنځ د دې ډول اورګاډو لپاره پر پټلۍ او نورو تاسیساتو د جاپان د رېللارې مرکزي اداره ۱۰۰ ملیارد ډالره لګوي.