عبدالمالک عاصم –
د طالبانو او نا امنیو له برکته د ۴۶ ملیارد ډالرو په ارزښت له چینايي پانګونې پښتون میشتې سیمې بې برخې او د دغې بیسارې پانګونې لوری له خیبر پښتونخوا څخه د پنجاب پر لور تاو شو. لومړنی پلان داسې و چې له چین څخه د بلوچستان تر ګوادر بندره پورې د موټرو سړک، د ګازو نل لیکه اود اورګاډي پټلۍ د پښتنو په خاوره تیره شي ، خو د نا امنیو له کبله یې ګټه پنجابیانو ته ورسیده . د پاکستان په ټول تاریخ کې دومره یوځلي پانګونه په دغه هیواد کې نه وه شوې.
د پاکستاني چارواکو له وینا سره سم به د لوګر د عینکو له سیمې تر اسلام اباده پورې دغه سړک سره د اورګاډي پټلۍ هم ونښلول شي ، چې دغله د چین شوې پانګونه پر دغه لاره ترسره شي . خو دلته هم نا امني ستر ګواښ بلل کیږي . چین په پلان کې لري چې د بدخشان له لارې د ترکمنستان تر پولې د اروپا په موخه ورته سړک جوړ کړي ، چې د شمال وروستۍ نا امنۍ به دا پروژه له خطر سره مخامخ کړي .
افغانستان لاهم ددغه ډول پروژو جوګه نه بلل کیږي ، خو د ولسمشر غني حکومت هڅه کوي ، چې له چین سره راکړه ورکړه پراخه کړي .د پاکستان او چین د اقتصادي کوریډور پرانیسته داسې ښيي، چې دغه هیواد به د وریښمو په لاره ژر پانګونه ونکړي . چین تمه لري ، چې په پاکستان کې په دغې پانګونې سره په افغانستان کې هم له خپلې کیدونکې پانګونې ګټه پورته کړي او د خیبر کابل د سړک په پراخولواو دغسې د اورګادي د پټلۍ په مټ د منځنۍ اسیا هیوادونو ته هم لاس رسی ومومي .
افغانستان ته، د پاکستان چین ګډه پانګونه هم فرصتونه په لاس ورکوي او هم خنډونه ورته پیښوي . چین به په دې ترانزیټي لویې لارې وتوانیږي چې عربي هیوادونو او سویلي اسیا ته د ۳۰۰۰ کیلومترو په واټن لنډه لاره پیدا کړي. افغانستان به هم له چین سره ددې لارې په مټ راکړه ورکړه پراخه کړي.
د پاکستاني او چینايي چارواکوله پرونیو خبرو داسې جوتیده، چې چینایان د اسلام اباد او کابل ترمنځ د۵۰۰ کیلومتره سړک او اورګاډي د پټلۍ د پراخولواو جوړولو له لارې غواړي افغانستان هم په دغه کرښه کې ورګډ کړي. خو دا ټول په دې مانا دي ، چې په سیمه کې پاکستان په اقتصادي ځواک بدلیږي او افغانستان یوه بل ګاونډي ته هم د پاکستان له لارې د را کړې ورکړې په موخه مجبوره کیږي . دامهال د افغانستان او چین ترمنځ رسمي راکړه ورکړه د ۵۰۰ میلیون ډالرو په شاوخوا کې ده ، خو که دغه لاره جوړیږي فکر کیږي ، چې دا راکړه ورکړه به ځمکنۍ بڼه غوره او تر راتلونکې یوې لسیزې به تر ۲ میلیارد ډالرو ورسیږي. چین ته دا لاره ددې فرصت برابروي چې خپل صادراتي توکي نور هم په سیمه کې پراخ کړي او د سیمې په بازارونو کنټرول نور هم زیات کړي .
افغانستان چې یو مصرفي هیواد دی له دې لارې به یې بازارونو ته نورپریمانه او ارزانه چینايي توکي رادننه شي . خو ګټه یې داده ، چې په افغانستان کې د عینکو د مسو په څیرپروژې به د چین په نښلیدو عملي بڼه غوره کړي .
د پاکستان او چین چارواکي وايي چې ددوی د ګډ اقتصادي کوریډور ښاخونه به تر افغانستانه وغزول شي او همداسې به د منځنۍ اسیا هیوادونو ازبکستان او ترکمنستان سره وصل شي .
د غه چینايي پانګونه ټولې جنوبي اسیا کې د هند، امریکا او اروپا پانګونه له ننګونې سره مخامخ کوي او د عربي نړۍ د انرژۍ زیرمو ته د چین لاس رسی ډیر پراخوي . چین په دغه لاره کې ایران ته ډیرې سترګې نیولي دي ، چې وبه کولی شي ددغه هیواد ګاز له همدې لارې د چین صنعتي فابریکو ته ورسوي . ایران هم په بیساري ډول له برابر شوي نړیوال فرصت څخه په ګټې اخیستو لیواله دی، چې له هند پرته د پاکستان او چین مارکیټونو ته خپل تیل او ګاز صادرکړي او لا دمخه یې د ای پي په نوم د ګازو د نل لیکې تړون له پاکستان سره لاسلیک کړیدی.
بله خبره داده ، چې پاکستان وکولی شو په دې پروژې سره د ختیځې اسیا او منځني ختیځ او اروپا ترمنځ پل شي. چین به د پاکستان او ایران له لارې هم د منځني ختیځ له هیوادونو، عراق ، سوریې او د سیمې له نورو هیوادونو او هم د ترکیې له لارې له اروپا سره په ځمکه وصل شي .چین ډیر لیواله دی ، چې په عراق او ایران کې د تیلو په برخه کې پانګونه وکړي او داټول څه به د پاکستان له خاورې خپل هیواد ته لیږدوي . خو په دې کې هم شک نشته چې د چین لپاره اروپا ته د افغانستان ترکمنستان لاره ډیره لنډه ده .
په همدې موخه چین اوس په سیمه کې په دوهمې پانګونې هم بحثونه پیل کړیدي ، دغه پانګونه دافغانستان او ترکمنستان له لارې ترکیې او بیا اروپاته رسیدل دي. په پلان کې ده د پاکستان او چین د اقتصادي کوریدور د کړۍ له لومړیو ۳۰۰ کیلومتره سړک څخه لویدیځ خواته یو بل سړک جلا او د پامیر په سردرو کې افغانستان ته را دننه شي . خو دا پروژه په افغانستان په امنیته پورې تړلې ، چې د بدخشان نا امنۍ یې بهرني پیدا کیدونکي مهم خنډونه دي .
دې لارې ته د لاجوردو نوم ورکړل شوی ، چې چین او افغانستان ته له اروپا سره د نښلیدو مهمه لاره ده. چین دامهال له اروپا سر د سمندر او هوا پ مټ راکړه ورکړه کوي ، خو که دلاجوردو په لاره پانګونه وکړي، چین به د ۳ هیوادونو له لارې اروپا ته ورسیږي. افغانستان به له دې لارې یو خوا له چین سره خپله لاره پیدا کړي او له بل پلوبه چین د منځنۍ اسیا هیوادونو او زیرمو ته لنډه لاره ومومي . چین لیواله دی، چی د ترکمنستان ګازو ته لاس رسی ومومي چې شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره یې له خپلې پولې لیرې پروت دی.
لومړنۍ پلان داوو،چې د افغانستان له جوزجان ولایت څخه د تاجکستان له لارې چین ته د ګازو نل لیکه او د اورګاډي پټلۍ تیره شي، خوچین ته د اشرف غني له سفر وروسته اوس د کاشغر بدخشان په لاره خبرې پیل شويدي چې د چین او ترکمنستان ترمنځ تر ټولو لنډه لاره ده. ټاکل شوې په همدې موخه ژر کابل ته یوچینايي پلاوی د خبرو لپاره راشي . داخبره به هم له د ناامنیو له حالاتو اغیزمنې وي ، خو افغانستان دامهال کولی شي، دغه خنډ له منځه یوسي، خو امریکا، پاکستان او هندو په دغه برخه کې خنډونه بلل کیږي .پاکستان به د ګاونډي په توګه نه غواړي، چې افغانستان په ځان بسیاشي، هند به په سیمه کې د چین له پراخیدونکي اقتصادي اغیزو د ویرې او په افغانستان کې د زیاتې ښکیلتیا او د منځنۍ اسیاد انرژۍ زیرمو ته د اسانه لاس رسي له کبله دا ډول چینايي بوختیا نه غواړي او امریکا به د چینايي زبرځواکۍ له کبله له دغه ډول هڅو سره مخالفت کوي . خو د چین اړتیا او شته فرصتونو ته په کتو سره په دغه برخه کې د افغانستان ابتکار پکار دی .
افغانستان د منځنۍ او سویلي اسیا ترمنځ پل بلل کیده، خو پاکستان په دغې ۴۶ میلیارد ډالري پانګونې سره عملا ثابته کړه ، چې د سویلي اسیا او د ختیځې اسیا د زبرځواک (چین ) ترمنځ ریښتینی پل کیدی شي. بلخوا پاکستان خپلو ورځنیو ګټو او تاوانونو ته په کتو سره عملاد منځنۍ اسیا بازارونو او د انرژۍ زیرمو ته د سویلي اسیا د هیوادونو په وړاندې دیوال جوړ کړی. هندوستان ، چې د منځنۍ اسیا زیرمو ته یې سترګې پټې کړي، داسې ښکاري، چې د چین لوبه ورته ګرانه پریوځي او عملا دپاکستان او چین د بیسارې اقتصادي ښکیلتیا په نتیجه کې له منځنۍ اسیا په څنډې ته کیدو دی . پاکستان په دغه اقتصادي کوریډور کې د افغانستان او ایران په ورګډولوسره هندوستان په سویلي اسیا پورې محدودوي او د منځنۍ اسیا مارکیټونو ته یې هیلې پریکوي .
د پاکستان د بریښنا او انرژۍ په پروژو کې د چین پانګونه د پاکستان د انرژۍ اړتیا ته خورا مهم ځواب دی، د اوبو په بندونو او د لمریزې او بادي بریښنا په تولید سر بیره پاکستان سیمې ته ښيي، چې په کوردننه د چین په مرسته د انرژۍ اړتیا ته ځواب ویلی شي. د پاکستاني چارواکو هیله داده، چې چینایان د افغانستان په کنړسیندد بریښنا د تولید په پروژې پانګونې ته را وبولي او هیله لري، چې ان د کاسا۱۰۰۰ پروژه کې هم چین ورښکیل کړي. که دا پروژې همدغه ډول عملي شي ، افغانستان هم د پاکستان چین د ګډو اقتصادي همکاریو د پروژې یوه برخه کیدی شي . د همالیا سردرې د پاکستان چین د ژوند منبع بلل کیږي ، د پامیرسردرې چې د همالیا له څنډو سرچینه اخلي د افغانستا، پاکستان او چین انساني طبیعت ته نوی ژوند ورکولی شي. د نړۍ په بام کې دغه ډول چینايي پانګونه سیمې ته نوی رنګ ورکوي ،چې دامهال پکې مهم خنډ ناامني ده.
که افغانستان په دغه لوبه کې د ورځې له اړتیاوو سره سم لوبه ونکړي، د پاکستان چین د اقتصادي کوریډور په څیرمهمو پروژو لوري بدلیدی شي . د ټاپي د ګازو پروژه که ژر عملي بڼه غوره نکړي ، د سیمې اړتیا ورته لوری بدلولی شي .سره له دې چې د ترکمنستان ګازو ته په پاکستان او هند کې اړتیا ډیره زیاته ښکاري،خو د نوي ډیلي او اسلام اباد دښمني په دغه برخه کې سرطاني غده بلل کیږي ، چې که ژر یې درملنه ونشي هرڅه په بنسټ کې وژلی شي.