نړۍ

د اپریل ۲۲، د غویي د میاشتې ۲ هرکال په ټوله نړۍ کې د ځمکې ورځ نمانځل کیږي. کله چې د ځمکې ورځ لمانځو د ځمکې پرمخ مو د نورو ترڅنګ یو څو ترخو واقعیتونو ته پام کیږي:

لمړی، د ځمکې او دهغې پرمخ او فضا کې د اړینو زیرمو لکه اوبو، خاورې،هوا، بوټو، ځنګلونو، د ژوند د تنوع او په لڼد ډول د چاپیریال د ساتنې ستونزه د کومو خیالي موخو، د مستو او د شتمنو خلکو لپاره د ښې زړه راښکونکې هوا، ګل او بلبل خبرې نه کوو بلکه د بیوزلۍ او فقر، د ناروغیو او ناورینونو سره د مبارزې خبره کوو. ځکه د ځمکې چاپیریال او د هغې د زیرمو ساتل او په پایداره توګه یې کارول د انسان د ژوند او دهغه د پرمختګ نه بیلیدونکي عناصر دي.

دوهم، د ځمکې د کرې تودوخه چې چابیریال ته له نه پاملرنې څخه را پیدا شوې او یوه نړیواله ستونزه ده او که بشریت زر، او غوڅ عمل ونکړي، مضر ګازونه لکه، میتان، کاربن دای اکساید او نور راکم نکړي له ډېرو ستونزو سر به مخ شي چې اوس یې بشریت فکر هم نشي کولای. د مثال په توګه، په اوسنیو وچو او نیمو وچو هیوادونو کې لکه افغانستان د واورو وختي ویلي کیدل چې لمړی به ویرانوونکي سیلابونه جوړوي، په غرونو، غونډیو او سیندونو کې به اوبه کمېږي، د څښلو، کرنې او نورو لپاره به ستونزې وي، وچکالۍ به لازیاتې او اوږدې وي او ترټولو بده به داوي چې د اوبو په سر  به شخړي زیاتیږي او په پایله کې به زموږ له وړاندوینو پورته نورې ستونزې راته پیدا کړي.

دریم، د چاپیریال بله ستونزه په ښارونو کې د مضرو ګازونو، کیمیاوي موادو او وړو ذرو خوریدل چې دخلکو ژوند، روغتیا او زیرمې له تهدید سره مخ کوی او د سرطانونو، تنفسي ناروغیو او نورو ډول ډول ناروغیو لامل کیږي، زموږ د کوچنیانو ذهانت او استعداد ورانوي او ترټولو زیات بده اغیزه په بیوزلو کوي.

څلورم، بله مهمه ستونزه د نړۍ په بیوزلو هیوادونو کې د ډېرو خلکو لپاره د څښلو د پاکو اوبو او صحي تشنابونو او د محیطي حفظ الصحې نشتون دي چې خوارانو او بیوزلو ته زیاتې ستونزې لري.

پنځم، دا پورته ستونزې د ځمکې پرمخ د بشر ژوند تهدیدوي، له بیوزلۍ او فقر سره مستقیمه اړیکه لري او که موږ انسانان، زموږ ټولنې، ملتونه، دولتونه او نړیواله ټولنه او هر انسان د دې په وړاندې خپل انساني رسالت پوره نکړي له ځان، ټولنې او راتلونکو نسلونو سره به مو جفا کړي وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *