خبریال: نوراحمد حیران (ګردېز) د پکتيا ولايت امنيتي چارواکي وايي، هغه ۱۹ تنه ماين پاکان چې درې ورځې وړاندې ناپېژاندو وسله والو تښتولي ول، خوشي شوي دي.
د پکتيا امنيه قـومندان پاسوال زلمی اورياخېل وايي چې د سټارلينګ ماين پاکولو کمپنۍ دا ماين پاکان د قومي مشرانو په منځګړيتوب پرته له کومې معاملې ازاد شوي او خپلې ادارې ته رسيدلي دي.
اورياخېل د خوشي شويو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.
تر اوسه سټارلينګ کمپنۍ او يا کومې وسله والې ډلې د دغو ماین پاکانو د خلاصون په اړه څه نه دي ويلي او نه هم دا څرګنده ده چې دا کسان د کوم هدف لپاره تښتول شوي ول.
دوی درې ورځې وړاندې ناپېژاندو وسله والو د ګردېز اړوند له سروړي سيمې څخه د کار پر مهال په زرمت ولسوالۍ کې تښتولي ول.