تاند- هند او افغانستان ممکن راتلونکې اوونۍ نوي ډیلي ته د ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په لړ کې یوه موافقه لاسلیک کړي چې نه یوازې له افغانستان بلکې د منځنۍ اسیا له هیوادونو او روسیې سره د هند د تجارتي راکړو ورکړو لپاره ترانزیتي لار برابره کړي.

له ایران سره د دغه هیواد د اتومي لانجې پر سر د لوېدیځوالو ابتدايي موافقې هند هڅولی چې د ایران د چاه بهار بندر د پراخولو په وسیله افغانستان او منځنۍ اسیا ته د مالونو د ترانزیت لپاره د یوه دهلېز د جوړولو هلې ځلې وکړي.

د هند د ایکانومیک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې پر دې موافقې ښايي د اپریل په اووه ویشتمه او اته ویشتمه ډیلي ته د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د سفر په لړ کې موافقه وشي.

د دوی موافقه به پاکستان ته، چې هند نه پرېږدي له خاورې څخه یې افغانستان ته هندي مالونه صادر شي، پیغام ولري.

هند وايي چې پاکستان په دې کار سره د سارک د نقلیه وسایلو د موافقې سرغړونه کوي چې د تېر کال په نومبر کې د نیپال په مرکز کتمندو کې لاسلیک شوې وه.

په وروستیو ورځو کې پاکستان له افغانستان سره په یو لړ ترانزیتي او تجارتي برخو کې موافقې وکړې. د دغو موافقو پر اساس افغان لارۍ به د خپل هیواد مال د هند تر بندره رسولی شي خو له هغې خوا به هندي مال خپل هیواد ته نه شی صادرولی.

د چاه بهار بندر د بشپړېدو په صورت کې به بیا هم د سارک هیوادونو ترمنځ د لاریو د تګ راتګ موافقه عملي نه شي ځکه چې هند له ایران سره پوله نه لري. هندي مال به د ایران تر چاه بهار بندره په بېړیو کې رسول کېږي او له هغه ځایه به افغانستان او منځنۍ اسیا ته د لاریو په وسیله وړل کېږي.

هندي چارواکي وايي چې د چاه بهار بندر د تاسیساتو د بشپړېدو په صورت کې به د دغه هیواد او تاجکستان ترمنځ د سوداګري راکړو ورکړو اسانتیا رامنځته شي.

هند او تاجکستان قوي پوځي همکارۍ لري. هند د تاجکستان د فرخار په پوځي اډه کې پوځي روغتون جوړ کړی. دا سیمه د افغانستان له پولې ۶۰ کیلومتره لېري ده.

د هندي چارواکو په وینا دا لاره کېدای شي په بل ګام کې د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو او روسیې سره د هند د تجارتي راکړو ورکړو د پراختیا لپاره وکارول شي.

د دوی په وینا د افغانستان او د منځنۍ اسیا د هیوادونو او هند ترمنځ د مځکنۍ لارې نشتوالي په سیمه کې د هند د همکاریو د غوړېدو مخه نیولې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *