تیر کال په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې د خلکو پراخ ګډون، ننګونو، ګواښونو او ډیرو هیلو سره سره ترسره شوې، خلکو د خپل ژوند، سر، مال او د بدن د غړیو د لاسه ورکولو په بیه رایه وکړه چې افغانستان د ښه ولسمشر خاوند شي.
له بده مرغه د ټاکنو پروسه خو ټولو هېواد والو ولیده چې له ډیرو ستونزو او کړاونو څخه ډکه وه زمونږ ګرانو هېواد والو څو میاشتې د ټاکنو ترسره کېدو له امله خپل ورځنی ژوند په بې برخلیک حالت کې تیر کړ او هره ورځ، هره اونۍ او هره میاشت به په دې تمه ول ترڅو ټاکنې ترسره شي او خپل عادي ژوند په امن او باثباته چاپېریال کې له سره پیل کړي.
خلکو داسې هیله درلوده چې د ټاکنو له لارې رایه ورکړي او داسې یو کس راشي چې د دې ټپي هېواد په ټپونو باندې د روغتیا او سکون مرهم کېږدي مګر ومولیدل چې بهرنیو ظالمانو او د نړۍ ښکېلاک ګرو هېوادونو چې د دوی په خولې دغه کاذبه، او لړلې ډيموکراسي د دوی میراث دی او غواړي چې دا اصل دنړۍ هېوادونو کې دود کړي له دې لارې یې زمونږ د ولس تر منځ څومره رذالت او شیطانت وکړ چې یو ځل بیا دا خاوره یوې کرغیړنې جګړې په لمن کې وغورځوي.
زمونږ هوښیار او باشعور ولس د دښمن له مخکې جوړې شوې دسیسې په ټولو اړخونو باندې پوه شو او په نېکمغرۍ سره زمونږ اغیار د خپلې توطئې په پلي کېدو کې ناکام شو نو ځکه هره بله ورځ زمونږ ویاړلی ولس د وحشیانه اعمالو په ترسره کولو سره په شهدات رسوي.
د ټاکنو په لړ کې زمونږ د ولس او خاورې دښمنانو د افغانانو ویرولو له پاره بیلابیلې لارې او وسایل وکارول، خپل فکري ملاتړي او جاسوسان یې په مرکز او ولایتونو کې وګمارل ترڅو د سیالو نوماندانو ډلو په ضد، منفي او ناسمې څرګندونې وکړي، یو بل تهدید او توهین کړي خو د خدای په فضل او مرحمت سره زمونږ پتمن او ویاړلي ولس د جاسوسانو او لاسپوڅو هر ډول دسیسه په پیل کې شنډه کړه.
د دې خاورې او ولس دښمنان له هیڅ ډول غلطو تبلیغاتو او پروپاګند څخه لاس په سر نشول او اړینه ده چې ووایم دغه ډول ضد او نقیض تبلیغات چې له کلونو کلونو په ځانګړې توګه له یوه یا دوه کلونو کیږي دا څه تصادفي او اټکلي خبره نه ده، د دې ببولالو طرحې ډیر تجربه لرونکي، پاخه او ماهره سیاستوال له ډیرو ناندریو او خبرو وروسته جوړوي.
دوی د خپلو جاسوسانو، مزدورانو ، مبصرینو او ټولنیزو، برښنایي، او چاپي ډلیزو وسایلو له لارې ناسم تبلیغات کول چې زمونږ د ولس په منځ کې یو ډول ویره خپره او عام ذهنیتونه په اندېښنه کې واچوي او وروسته وکولای شي خپلې اوږدمهاله موخې په آسانۍ سره زمونږ په سیاستوالوتحمیل کړي.
زمونږ بهرني، کورني، سیمه ایز او نړیوال دښمنان چې ټول د دې خاورې او ولس دښمنان دي له کلونو او پېړیو را په دېخوا د یو بل په همعږۍ هڅه کوي چې خپلې شومې موخې پر مونږ ومني؛ یا مو بې خبره ځوانان تطمیع کوي، یا وسله ورکوي او پرې سوداګري کوي، یا زمونږ په خاوره کې داسې یوه ډله واکمنوي چې یواځې د بهرنیو موخو ته وفاداره وي نه دې خاورې او ولس ته.
ز د یوه ځوان ژورنالېست په توګه د هېواد روان وضعیت او زمونږ د ولس د دښمنانو سیاست په څېړلو خپلو ګرانو خلکو او افغانان ته وایم چې د دې خاورې دښمنانو نه یواځې زمونږ د ولس بلکې زمونږ د ویاړلې خاورې پر وړاندې ډیر مغرضه پلانونه لري، دوی غواړي چې د خپلو رسنیو له لارې خپله فکري جګړه جاري وساتي او زمونږ کړیدلي ولس ترمنځ او افکارو کې یو ډول بیره خپره کړي.
مونږ به په خپل ټول توان سره خپل ولس په غېږه کې لرو او هېچا ته به دا فرصت ور نکړو چې خپلو شومو او ظالمانه اهدافو ته ورسي، زمونږ نیکونو پخوا پوځي جګړه کوله او د دښمن ځواب یې ویل خو مونږ اوس د دښمن په فکري او رسنیزه جګړه کې د خپل فکر او شعور په کارولو سره د فکر او قلم له لارې ځواب ورکوو.
له بلې خوا زمونږ ګران ولس هم له ولسمشر او ټولو دولتي واکمنانو څخه غواړي تر څو دوی د بهرنیانو د سیاستونو ښکار نشي او هر څه دې په تدبیر سره ترسره کړي، چاته تې بې ځایه امتیازات نه ورکوي او د چا ناسم سیاست دې په خپل ځان نه مني.
د سرلوړي مسلمان ولس د سرلوړۍ او خپلواکه افغانستان په هیله.
وروره د لیکنی محتویات مو له عنوان سره هیڅ ورته نه دی. تاسی خپلی لیکنی ته د دوه سره حکومت د نیکمرغۍ او بدمرغۍ په لور سرلیک ورکړی دی خو زه په محتویاتو کی داسی شی نه شم پيدا کولی